مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عبدالستار سعادت: د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون وړاندیزونه له اساسي قانون سره ټکر لري

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون وړاندیزونه له اساسي قانون سره په ټکر کې دي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر عبدالستار سعادت وايي چې نه یوازې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د قوانینو خلاف جوړ شوی، بلکې د دغه کمېسیون وړاندیزونه هم د اساسي قانون خلاف دي. نوموړي له سرنوشت سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د قوانینو له مخې اصلاحات او په دې برخه کې وړاندیزونه د ټاکنیزو کمېسیونو کار دی، خو ولسمشر او اجرایوي رییس د قانون خلاف د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون جوړ کړ. نوموړی وايي: ((ولسمشر باید د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې له اساسي قانونه نظارت وکړي، خو په خپله له قانونه سرغړونه کوي.)) سعادت وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون وړاندیزونه هم نه یوازې له قانون سره په ټکر کې دي، بلکې په شعوري ډول په کې هڅه شوې چې د افغانستان یوه لویه برخه په ټاکنو کې له ګډون څخه محرومه کړي. د یاد کمېسیون یو وړاندیز دا دی چې احزابو ته باید ۴۰ سلنه یا سل څوکۍ ورکړل شي خو سعادت دغه کار د اساسي قانون خلاف ګڼي. نوموړی وايي: ((د اساسي قانون له مخې رایه د انتقال وړ نه ده او دا د اساسي قانون مخالف غوښتنه ده، په دې معنا چې حزب به ځان ټاکي، بیا به حزب خپل کسان معرفي کوي، نو په دې توګه رایه انتقال شوه او اساسي قانون دا اجازه نه ورکوي او بله دا چې د عیني واقعیتونو خلاف دی. د اساسي قانون ۸۳مه ماده وايي، په ټاکنو کې دې داسې تدابیر ونیول شي چې خلکو ته د رښتینې نماینده ګۍ زمینه برابره شي، خو موږ تر اوسه داسې کوم حزب نه لرو، دلته خلک تر اوسه په خپله حزبونه نه مني.)) د کمېسیون بل وړاندیز دا دی چې د ټولو ګډونوالو لېست او انځورونه دې خپاره شي. سعادت وايي چې دا یو غیر منطقي او د افغانستان د دودونو خلاف او غیر عملي وړاندیز دی. سعادت وايي: ((په افغانستان کې ډېری خلک نه غواړي چې د ښځينه و انځورونه دې یې خپاره شي، دا یوه توطيه ده، د ځينو قومونو پر وړاندې؛ ځکه دلته داسې قومونه شته چې د خپل انځور د خپراوي په اړه کومه ستونزه نه لري، خو داسې قومونه شته چې دا کار نه شي کولی، په دې توګه دا د یوه قوم په برخه کې ظلم دی، خو ملت د رایې حق لري دا طرحه د ځينو مریضو افکارو زېږنده ده.)) د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون بل وړاندیز دا دی، هغو کسانو ته دې کارت نه ورکول کېږي چې تذکره نه لري. سعادت دا هم غیر منطقي وړاندیز ګڼي. سعادت د ټاکنیزو شکایتو له پاسه د شفافیت په نوم د یوې بلې کمېټې جوړول هم غیر عقلي ګني او وايي: ((دوی یوه بله کمېټه جوړه کړې ده چې د شفافیت کمېټه ورته وايي، دا جالبه ده داسې ده لکه په یوه دایره کې چې تاوېږي، خو د وتلو لار نه لري، د دې کمېټې دنده څه ده؟ فرض کړه که کمېسیون ته (۸۰۰۰) شکایتونه راغلل خو له دې ډلې د ۴۰ کسانو ستونزه حل کړه، پاتې کسان به بیا دغې کمېټې ته ځي چې دوی نو بیا دومره پرسونل ته اړتیا لري چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي، نو دا به باطل دور وي او ټاکنې به پایله نه لري؛ ځکه دا کسان چې د شکایتونو د کمېسیون ونه منله د شفافیت هم نه مني.)) سعادت د کمېسیون پر یو بل ګام وړاندیز هم سخته نیوکه کوي چې د شکایتونو په کمېسیون کې بیا بهرنیان را ګډوي. سعادت وايي: ((ډېره مبارزه وشوه د اساسي قانون د څلورمې مادې حکم تطبیق شو او کمېسیونونو مو افغاني کړل، خو دغې کمېټې بیا دوه تنه بهرنیان راوستل. بهرنیان د دې پر ځای چې د افغانستان ستونزې حل کړي افغانستان ته د مستعمرې په سترګه ګوري، سفارتونه د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي زموږ ستونزو ته لمن وهي، دا پیغام لرم سفارتونو ته چې د افغانستان د ورورولۍ هڅه وکړي، خو که مو د مستعمرې کولو هڅه وکړه تاریخ شاهد دی چې تا سره به څه کېږي.)) سعادت وايي، هغوی چې په ټاکنیزو درغلیو کې یې لاس لاره، اوس راځي د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسیون جوړوي، دا د نړۍ تر ټولو ستره ټوکه ده. نوموړي وویل: ((له بلې خوا ډاکټر عبدالله چې ځان د تقلب قرباني بولي، تر ټولو ډېر تقلب یې کړی دی، د رایو د ابطال له مخې دوهم مقام لري (۲۸۴۲۴۰) رايې یې باطلې شوې دي چې د عمان له نفوس نه یې تقلب زیات دی. عبدالستار سعادت پر دې باور دی چې ټوله لوبه د ډاکټر عبدالله له خوا کېږي. نوموړی زیاتوي: ((هغه غواړي خپل حیثیت اعاده کړي، په دې معنا چې غواړي وښيي چې زه بریالی وم، خو دغو کمېسیونونو زه ناکام کړم، ما یې جزا ورکړه او بله دا چې د خپل فساد لاس په کمېسیون پاک کړي او بله غواړي ثابته کړي چې اشرف غني دوی ولسمشر کړی دی، په دې توګه به ځان ته لا مشروعیت ورکړي. کمېسیونونه به د دوی لاس ته ورشي او عبدالله عبدالله به ټاکنو کې لویه لاسوهنه وکړي او د لویې جرګې په راغوښتلو کې به خپل پلویان را وغواړي او اساسي قانون ته به تغیر ورکړي، ځان به واک ته ورسوي.)) سعات وايي چې ولسمشر غني به دې ټولو روانو حالتو پوهېږي خو ډارن او بې زړه دی. نوموړی وايي: ((ولسمشر دې نور نه ډارېږي دا خلک په خپله ډارن دي، دوی څو څو واره له دغه هېواده تښتېدلي دي.)) ستار سعادت پر خلکو غږ کوي چې غلي پاتې نه شي: ((پورته شئ او خپل ویده او دا ډار شوی ولسمشر چې پښې یې رېږدي، له دې حالته وژغورئ، ځکه د یوې فاجعې لور ته روان یو.)) یادونه: د ښاغلي سعادت بشپړه مرکه سبا (چهارشنبې) په سرنوشت کې لوستلی شئ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery