مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کاوون کاکړ: د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره وړاندیزونه زموږ د کمېسیون د کار له پیله مخکې جوړ شوي وو

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون غړی کاوون کاکړ وايي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون اوسني وړاندیزونه د دغه کمېسیون د کار له پیله وړاندې جوړ شوي وو او اوسني وړاندیزونه له خلکو سره د مشورې او د کمېسیون د ټولو غړو نظر نه دی. کاوون کاکړ له سرنوشت ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د کمېسیون غړو په خپل کار کار کې بېړه کړې او د خلکو د نظریاتو په نوم یې خپل نظریات وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړه: ((کمېسیون ډېری داسې وړاندیزونه کړي چې د افغانستان حالات یې نه غواړي او بل دا چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون په خپل کار کې ډېره عجله کړې ده، ځکه د یوه قانون جوړول ملي او نړیوالو متخصصینو ته اړتیا لري او تر اساسي قانون وروسته د یوه نظام مهم قانون دی. موږ غوښتل چې هر څه ته ډېر وخت ورکړل شي او په پوره غور دا ملي دین ادا شي، خو وروسته ځينو کسانو غوښتل یوازې خپل نظریات وړاندې کړي او کمېسیون انحصار کړي، نو ځکه موږ له دغه کمېسیون سره بایکاټ اعلان کړ.)) ښاغلي کاکړ سرنوشت ته وویل چې وړاندیزونه له مخکې جوړ شوي وو او موږ ته دا وخت را نه کړل شو چې دغه وړاندیزونه له ملت او متخصصینو سره شریک کړو او که داسې شوي وای، نو وړاندیزونه به پیاوړي او ملي وو. خو نوموړی وايي چې هلته حزبي او ګوندي اړیکې پالل کېدې، او یوازې یوې کړۍ غوښتل دا طرحه تحمیل کړي. کاوون کاکړ وايي چې دا وړاندیزونه له اساسي قانون سره ټکر لري او په لوی لاس په ټاکنو کې د ځینو قومونو د ګډون د مخنیوي هڅه شوې ده. په دې وروستیو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د اصلاحاتو لپاره خپل وړاندیزونه اجرایوي ریاست ته سپارلي دي. د ټاکینزو اصلاحاتو د کمېسیون وړاندیزونه د خلکو او مدني ټولنې له غبرګون سره مخ شوي. کتونکي وايي چې د اصلاحاتو د کمېسیون ځیني وړاندیزونه نه یوازې له قانون سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د عیني واقعیتونو خلاف هم دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery