مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان حکومت: د سرتاج عزیز څرګندونې تکراري دي

احمد فیصل
افغان دولت وايي د سرتاج عزیز هغه څرګندونې،چې ګواکي حقاني شبکه یې له منځه وړې ده،د هغوی د یوې لسیزي مخکې ادعاوو تکرار دی.افغان حکومت زیاتوي،چې له پاکستان سره د نظر ډېر ستر اختلاف د پاکستان په خاوره کې د تروریستي ډلو په تېره بیا د حقاني شبکې د شتون څرنګوالی دی.له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د هغه هېواد حکومت د حقاني شبکه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړې ده،د پاکستاني مقاماتو د یوې لسیزې مخکې د ادعاوو تکرار دی.سرچینې زیاته کړې، اسناد او شواهد دا ښکاره کوي چې د حقاني او د نورو تروریستي شبکو رهبري، سوق اداره، زیربنایي ملاتړ او د هغوی پټنځایونه د پاکستان په خاوره کې شتون لري.په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت تل داسې کافي مدارک چې په هغه هېواد کې د تروریستي شبکو شتون ثابتوي، د پاکستان د حکومت په واک کې ورکړي دي تر څو د دغو ډلو پر خلاف اقدام وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery