مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبیلې وپيژنئ! ۱۳۲برخه ( منګل)

ډاکټر لطیف یاد
که چیرې دمنګلو دقبیلې دنسب شجره په غورسره ولولو نودوی په اصل کې کرلاڼي پښتانه دي .
د پښتنو ددودیزو شجروپر بنسټ منګل دکرلاڼ دزوی کودي ددویمې میرمنې دویم زوی دی.
منګل دا فغانستان دپکتیا او خوست په ولایتونو او همداراز دپښتونخوا د قبایلي سیمې په کورمې ایجنسۍ،داورکزیو په ایجنسۍ او دهنګو په ولسوالۍ کې ژوند کوي .
هغه شمیر منګل چې دپکتیا په ولایت کې ژوند کوی نو دوی ددغه ولایت په لاندنیو ولسوالیو کې اوسیږي :
۱- دجاني خیلو په ولسوالۍ کې
 ۲- دډنډ او پټآن به ولسوالۍ کې
 ۳- د سید کرم په ولسوالۍ کې
 ۴- دځاځیو په ولسوالۍ کې
 ۵- دڅمکنیو په ولسوالۍ کې
 هغه شمیر منګل چې دخوست په ولایت کې ژوند کوي ددغه ولایت په لاندنیو ولسوالیو کې میشته
 دي :
۱- دموسی خیلو په ولسوالۍ کې
 ۲- دقلندر په ولسوالۍ کې
 ۳- دځاځي میدان په ولسوالۍ کې
 ۴- دخوست په ښار کې
 ۱- دپښتونخوا دکورمې په ایجنسۍ کې میشته منګل:
هغه شمبر منګل چې دپښتونخوا د کورمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې ژوند کوي نو دوی ددغې ایجنسۍ په لاندنیو برخو کې اوسیږي :
تري منګل ، کورتري منګل، ګوبرانه ، حقداره ، ګیدو، سور سورنګ، تنګي ، پيواړ او شلوزان.
۲- د هنګو دولسوالۍ په ټل کې .
۳- داورکزیو په ایحنسۍ کې .
سربیره پر دې ډیر شمیر منګل په کابل کې هم میشته دي اویو شمیریې دسعودي عرب او دخلیج په نورو هیوادونو کې په غریبیو او مزدوریو اخته دي.
منګل د پکتیاا و خوست ولایتونو دسترو پښتني قبیلو په ډله کې راځي . دمنګلو شمال ته ځاځي ، شمال ختیز ته یې څمکني او مقبل او لویدیزته یې توتاخیل او احمدزي او جنوب ته یې ځدراڼ او دخوست نورې پښتني قبیلې او ختیز ته یې سبري او مقبل پراته دي (۱)
تاریخ حیات افغاني چې له نن نه ۱۵۰ کلونه دمخه لیکل شوی دی دمنګلو دقبیلې په اړوند داسې
 لیکي :
 ( دځینو روایتونو پر بنسټ منګل تقریبا شپږسوه کلونه دمخه دهني دقبیلې سره یوځای دبنو په سیمه کې اوسیدل ، خو دشیتکو دقبیلې دغلبې په وجه یې دبنو سیمه پریښودله او دخوست او او دکورمې غرنیو سیمو ته راغلل او هلته میشته شول چې تر اوسه پورې هم هلته میشته دي.)(۲)
منګل زیاتره دکر کیلې په چارو بوخت دي ،خودکرنې ځمکې پکې لږې دي .،نو ځکه دوی دځنګلونو دونو دسوداګرۍ اودچارتراشو دلرګیودخرڅولو له لارې چې په ودانیزواو تعمیراتي کارونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي خپله ګوزاره پر مخ بیایی.
منګل په پښتني ننګ او غیرت کې تکړه ، میلمه پالونکي ، زړور او جنګیالي خلک دي. دافغانستان دخپلواکۍ په درې ګونو جګړو کې یې توري وهلي او ډیره میړانه یې ښودلې ده .
دمنګلو خلک دعلم او پوهې سره هم زیاته مینه لري . له همدې کبله ده چې نن ورځ په دوی کې تکړه محققین ، تاریخپوهان، دطب ډاکټران ، انجنیران، دولتی لوړ پوړي چارواکي او پوځي افسران شتون لري .دمنګلو دقبیلې په محققینواو علمي شخصیتونو کې دافغانستان دعلو مو اکیډیمۍ دنامتو غړو چې دافغانستان دتاریخ او دپښتو ادبیاتو په اړوند یې زیاتې علمي څیړنې کړي دي دښاغلي سر محقق نصرالله سوبمن منګل او ښاغلي سر محقق علي محمد منګل نومونه دیادونې وړ دي .
دمنګلو دقبیلې ښاخونه او څانګې :
منګل په دوو لویو ښاخونو ویشل شوی دي چې یویې موسی خیل او بل یې جاني خیل نومیږي .
دموسی خیلو منګلوښا خونه او څانګې :
میرال خیل ، خجوړي ، وړه دړه ، ایکم، کونډي ، مرخزن، دارک، ایلم، سبوګی ، سلطان ، غوزک، بتي ، وریاخون، موګی ، کمال خیل.اني خیل ، ایب خیل،
 دجاني خیلو منګلو ښاخونه او څانګې :
سپیرګۍ دړه ، غوړه دړه، وړه سپیرګۍ ، لویه سپیرګۍ ، ستن خیل، المر خیل، یاري خیل، شخل خیل، فضل خیل ، اګر خیل، اتمر خیل ، بابر خیل ، بوزي خیل ، میا خیل، بلزی ، منزي ، بل خیل، خسی خیل ، قیمت خیل ، بګي خیل، خدوخیل، دودي خیل، باړي ، خوشال خیل، خوبي خیل ، براهیم خیل.(۳)
دهغه رپوټ له مخې چې په ۱۳۵۴ لیږدیز کال کې دپکتیا دهغه وخت د والي له خوا دافغانستان دپلان وزارت ته ورکړل شوی و په دغه ولایت کې دمنګلو دقبیلې شمیر ( ۱۱۹۲۱۴) تنه ښودل شوی و .اوس چې دهغې مودې نه دڅلویښت کلونو په شا اوخوا کې موده تیره شوې ده ښایی ددوی په شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی وي .
----------------------------------------------------------
منبع او سرچینې :
۱- معلومات مختصر دربار ه اقوام وقبایل ولایات سرحدي کشور، ۴۷ مخ ، دقومونو اوقبایلو چارووزارت، ۱۳۶۳ لیږدیزکا ل ، کابل.
۲- ډاکټر لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ، ۲۵۸ مخ، دپيښور چاپ .
۳- حیات افغاني ، دډپټی محمد حیات خان لیکنه ، دلطیف یاد ژباړه ، ۳۲۶ مخ ، دپيښور چاپ .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery