مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتيا:په تذکرو کې دافغان کلمې دليکلو په پلوی لاريون وشو.

هجرت الله ساحل

سلګونو پکتيا والو په مرکز ګردېز کې په نويو الکترونيکي تذکرو کې دافغان کلمې د ليکلو په ملاتړ لاريون وکړ.
دغه لاريون دپکتيا ولايتي شورا،مدني ټولنو،قومي مشرانو او ځوانانو له خوا په لار اچول  شوی و
لاريون کونکو وويل دخپل سرپه قيمت به دافغانيت له کلمې څخه دفاع کوو او چاته به اجازه ورنکړې ،چې بغير دافغان کلمې څخه نوې تذکرې جوړې او ويش کړي.
دپکتيا ولايتي شورا غړی عبدالروف ځډراڼ وويل :زمونږ ننی لاريون يواځې دولت ته يو خبرداری و خو که چيرې مو غوښتنې ونه منل شي نورو مدني حرکتونو ته به هم دوام ورکړو.
نوموړي وويل مونږ پنځه زره کاله کيږي ،چې افغانان يو او په اساسي قانون کې هم راغلي هر څوک ،چې په دې هيواد کې اوسيږي  دافغان په نوم ياديږي.
دمدني ټولنې فعال ډاکتر عبداهادي حماس وايي :زمونږ دلاريون موخه داده،چې  دولت او نورې ادارې زمونږ غږ واوري او اوس هم  وخت شته چې دولت خپله پرېکړه بايد واخلي اوپه تذکرو کې دافغان کلمه وليکلي .
نوموړی وايي که چيرې دولت زمونږ دغه غوښتنه ونه مني نه داچې نوې تذکرې به وانخلو بلکې ددې تذکرو د ويش په لړۍ کې ستونزې جوړې کړو.
نه يواځې پکتيا بلکې دهيواد په نورو ولايتونو کې هم مدني فعالانو ددې تذکرو دوېش په اړه غبرګون ښوودلی او ويلي ېې دي که چيرې پکې دافغانيت کلمه ذکر نشي دوی به ېې مخالف وکړي .
په دې ورستيو کې په بيلابيلو ولايتونو کې يو شمير مدني ټولنو هم دپراخو لاريونو لپاره تياری نيولی

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery