مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغان- تاجک د نفتي حوزې د دوو بلاکونو اکتشافي سروې پیلېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
ټاکل شوې چې په راتلونکو دریو میاشتو کې د افغان-تاجک نفتي حوزې د دوو بلاکونو اکتشافي او تفحصي سروې پیل شي. د افغان-تاجک د نفتو او ګازو حوزه چې په هېواد کې له سترو نفتي حوزو څخه ګڼل کېږي، ختيځ ته یې د هندوکش غرونه، لوېديځ ته یې د امو سيند يوه برخه، شمال ته یې امو سيند او جنوب ته یې د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي. دغه حوزه همدا راز له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې سیمې په بر کې نیسي. د افغان-تاجک نفتي حوزه په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې کشف شوه او شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ټراسايز په نوم د کاناډا د نفت او ګازو کمپنۍ د يوې سروې په ترڅ کې په ٣١ زره کيلو متره مربع مساحت کې د دې حوزې ١٢ بلاکونه مشخص کړل. د کانونو او پټرولیم وزارت په ۱۳۹۱ کال کې د دې حوزې له ١٢ بلاکونو څخه شپږ یې نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړل، چې بیا وروسته په ۱۳۹۲ کال کې له یادو شپږو بلاکونو څخه دوو بلاکونو د استخراج تړون له یوه افغاني او دوه بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک شو. اوس د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دې حوزې د دوو بلاکونو اکتشافي سروې به ډېر ژر پیل شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محی الدین نوري وايي چې دغه بلاکونه د هېواد په شمال کې د صندوقلي او مزار شریف په سیمو کې موقعیت لري. د هغه د معلوماتو له مخې د دغو بلاکونو ګراویټي او مقناطیسي سروې چې د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه د یوه قراردادي کنسرشیوم له خوا پیل شوې وه، د سپټمبر په ۲۵ مه بشپړه شوه. د نوري په وینا د افغان-تاجک حوزې دغه دوه نفتي بلاکونه په ۵۷۶۰ کیلو متره مربع سیمه کې پراته دي. د کانونو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د ګراویټي او مقناطیسي سروې تر بشپړېدو وروسته د دغو بلاکونو د اکتشافي او تفحصي پلټنو لپاره زمینه برابره شوه. نوري وايي چې ټاکل شوې د دغو دوو بلاکونو اکتشافي سروې د روان میلادي کال په وروستیو کې پيل شي. هغه د دې سروې ټولټال لګښت ۴۵ میلیونه امریکايي ډالر په ګوته کړ چې د کانونو وزارت له خوا ترسره کېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړی ځل دی چې د هېواد د نفتو په یوه حوزه کې د یوه نړیوال شرکت له خوا اکتشافي او تفحصي څېړنې ترسره کېږي. د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اکتشافي پړاو تر بشپړېدو وروسته به یاد دوه بلاکونه د استخراج لپاره نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي. افغانستان د نفتو شپږ سترې حوزې لري چې افغان-تاجک او امو دریا یې تر ټولو سترې هغه دي. د امریکا د جیولوژۍ ادارې د سروې له مخې، د امو سيند او افغان- تاجک په نفتي حوزو کې ٤٤٤ ميليارد متره مکعب اوبلن ګاز، ٢١٩ ميليونه ټنه تېل او ٧٠ ميليون ټنه کانډنساټ تېل شتون لري. د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د اکتشاف او استخراج تړون ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۲۶ مه د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCIW) په نوم د یوه ګډ چینايي او افغاني شرکت ترمنځ لاسليک او په ۲۰۱۲ کال کې یې استخراج پیل شو. نړیوالې سروې ګانې ښيي، چې په افغانستان کې د امو سيند او افغان تاجک د نفتي حوزو ترڅنګ څلور نورې لويې د نفتو او ګازو حوزې شتون لري. په يادو څلورو حوزو کې د کټواز، هلمند او په هرات کې د کُشک او تېرپل نفتي حوزې شاملې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery