مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: د کندوز سقوط د امریکا او بهرنیانو ډرامه ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو یو شمېر شنونکي وايي، په داسې حال کې چې امریکا او ناټو له افغان حکومت سره امنیتي تړونونه هم لري؛ خو دغو ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې هم پر کندوز د سلګونه وسله والو د برید پر وړاندې غبرګون ښکاره نه کړ. شنونکي وايي، د کندوز ښار سقوط داسې ډرامه ده چې نړیوال په کې په خپله ښکېل دي او غواړي افغان ځواکونه کمزوري وښيي. د دوی په باور، بهرنیان ځکه دغه کار کوي چې خپل دایمي حضور پياوړی او تر څنګ یې دا پيغام ورسوي چې له دوی پرته افغانان د خپل هېواد ساتنې وړتیا نه لري. که څه هم تېره ورځ ناوخته داسې راپورونه خپاره شول چې د قاطع ملاتړ ځواکونو په کندوز کې هوايي بریدونه کړي؛ خو دا تر پيل شوې جګړې نږدې دېرش ساعته وروسته دي. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدل هومره هم ساده نه دي چې خلکو ته ویل کېږي، بلکې د دغه کار تر شا لوی لاسونه او هڅې موجودې دي. شاهین سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، بهرنیو ځواکونو به تل ویل، چې د دوی عملیات خورا دقیق وي او له عامو خلکو سره په اسانۍ د مخالفینو توپير کولی شي؛ خو په کندوز کې سلګونه کسانو پر ښار برید وکړ او دوی یې پر وړاندې چوپ وو. د ده په باور دا چې بهرنیانو د ملکي وګړو د خوندیتوب په بهانه په کندوز برید نه دی کړی، معنا یې دا ده چې تېر دیارلس کاله یې خلکو ته دروغ ویل او یا یې هم د مخالفینو په نوم عام وګړي بمبارول او که داسې نه وي نو ولې په کندوز کې د مخالفینو او عامو وګړو توپير نه شي کولی؟ دی وايي، د کندوز د برید پر مهال د بهرنیانو چوپتیا د پوښتنې وړ ده او که له امریکا او ناټو سره لاسلیک شوي امنتیي تړونونه په دې ډول پلي کېږی تر دې دا غوره ده چې لغوه شي. د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني هم د بهرنیانو له لوري د کندوز ښار د سقوط ننداره داسې ډرامه بولي چې په خپله بهرنیانو پلان کړې وه. نوموړي سرنوشت ورځپانې ته وویل، بهرنیو ځواکونو د امنیتي تړون له مخې له افغان حکومت سره ژمنه کړې، چې د مرستې غوښتنه به یې نه ردوي او په جنګي حالاتو کې به یې مرسته کوي، په داسې حال کې چې په کندوز کې یې هېڅ مرسته ونه کړه. روحاني وايي، بهرنۍ کړۍ په خپله د کندوز د برید تر شا ښکېلې دي او غواړي افغان امنیتي ځواکونه کمزوري معرفي کړي. دی وايي، د افغان ځواکونو د کمزوري معرفي کولو پیغام په افغانستان کې د بهرنیانو حضور دایمي کوي او همدا راز پر افغانانو خپل احسان هم باروي. تېره ورځ امریکايي مخکښ سناتور جان مکن هم ويلي چې د افغانستان د کندوز ولایت سقوط د امریکايي ځواکونو د بې وخته وتو نتیجه ده. خو د ملي دفاع سرپرست وزیر او د ملي امنیت لوی رییس تېره ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال ژمنه وکړه چې د کندوز د برید په اړه به څېړنې وکړي. د ملي دفاع وزیر وویل، ښايي په ټیټه کچه ځينو کسانو طالبانو ته په کندوز کې رهنمايي کړې وي؛ خو په لویه کې څوک په هېڅ ډول له هغوی سره همغږي نه وو. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که دوی له بهرنیانو مرسته وغواړي هغوی چمتو دي چې مرسته ورسره وکړي. کندزو د خطرناکو بریدونو پر مهال د بهرنیانو د چوپتیا وړه بېلګه ده، دا مهال د هېواد په څو سیمو کې سخته جګړه روانه ده؛ خو بهرني ځواکونه پر خپلو بې پيلوټه الوتکو په بې ځایه سیمو کې بریدونه کوي. کتونکي وايي چې د افغانستان په شمال کې د داسې یوه کلیدي ولایت د مرکز لکه کندوز سقوط د پاکستان په وسیله د غرب په ځانګړې توګه د امریکا کار و. هغه زیاتوي چې امریکا غواړي روسیې ته وښيي چې که په سوریه کې له مداخلې لاس وانه خلي دوی کولای شي د افغانستان په شمال کې ترهګر قوي کړي څو منځنۍ اسیا په ځانګړې روسیې یو ګواښ وي. هڅه مو وکړه په کندوز کې د بهرنیانو د چوپتیا یا د هغوی د هوایي بریدونه په اړه د قاطع ملاتړ ځواکونو نظر هم ولرو؛ خو له ژمنې سره سره یې سرنوشت ته په دې اړه څه ونه ویل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery