مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کندوز والي عمر صافی له دندې ګوښه شوی

احمد فیصل
د ولسمشر د يوه حکم له مخې، د کندوز والي محمد عمر صافى له دندې ګوښه او پر ځاى يې حمدالله دانشي ټاکل شوى دى. د ولسمشر اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم له مخې، د محمد عمر صافي پر ځاى د کندوز ولايت د سرپرست په توګه په مافوق رتبه بست کې د حمدالله دانشي ګومارنه منظور شوې ده. په فرمان کې زياته شوې، چې دانشي د لوړو زدو کړو او کافي تجربې خاوند دى. بايد وويل شي، چې حمدالله دانشي تردې وړاندې د کندوز ولايت د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery