مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د خواجه غار ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده

احمد فیصل
تر څو ساعتونو جګړې وروسته وسله والو طالبانو د تخار خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي تېره شپه شاوخوا درى بجې وسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه پر خواجه غار ولسوالۍ بريد وکړ. ده وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې طالبانو د خواجه ولسوالي ونیوله. نیول وايي امنيتي ځواکونه له ښاره وتلي دي، په ښار کې طالبان دي خو امنيتي ځواکونه تر منسجم کېدو وروسته بېرته د ولسوالۍ د نيولو هڅې پيلوي. د خواجه غار ولسوال محمدعمر وايي چې دوی تکتيکي شا تګ کړى، تر څو عامو خلکو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery