مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-01   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د ملاعمر د مړینې څخه ورسته د پاکستان د طالب پټه ستراتیجۍ

طالبان داسي ښکاري، چې دوی د خپل مشر ملا عمر د مړینې څخه ورسته د پخوا نه اوس نوره ښه سمبال شوي او پیاوړي شوي دي. د پاکستان استخباراتې شبکو له طالبانو سره په دې برخه کې په څرګنده او واضع توګه پټه مرسته وکړه. دا حالت د ګوندې هیواد افغانستان لپاره یو ډیر خطرناکه پرمختګ دی. طالبان په دې وتوانیدل، چې خپل غورځنګ د وېشل کیدو له ګواښ څخه وژغوري. د وفات شوي مشر ملا عمر کورنۍ هم د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر ملا اختر منصور سره خپل بیعت اعلان کړ. دا خبر په یوه ویډیو کې، چې د پاکستاني رسنیو له خوا په تیره اوونۍ کې د سختدریزو اسلامپالو په اړه خپره شوه، وښودل شوه. د ملا عمر د مړینې څخه ورسته د هغه ورور ملا عبدالمنان او د ملا عمر زوي ملا محمد یعقوب د ځایناستي په ټوګه راپورته شول. برسیره پر دې د طالبانو ترمنځه د واک په سر سیالي د نوي ځایناستي ملا منصور په خلاف پیل شوه .د دوی د ټولو په سر کې د طالبانو پخوانۍ پوځي مشر قیوم ذاکر راځې. ملا منصور د مشر ملاعمر څخه ورسته د طالبانو په غورځنګ کې دویم نمبر مشر وو. ده خپل ځان لومړۍ د مشر ملا د مړینې څخه ورسته د امیرالمومنین په توګه اعلان کړ. د جګپوړو طالب قوماندانانو لخوا د هغه له ټاکل کیدو سره مخالفت وښودل شو، ځکه ملا منصور له دوی څخه د ملا عمر مړینه پټه ساتلي وه او ده په خپل سر په یو اړخیزه ډول د ملا عمر په نامه قوماندې او پیغامونه صادرورل. د طالبانو د مشرتابه عالي شورا د یوې بلې شورا جوړیدو غوښتنه کړي ده، تر څو دوی خپل نوي مشر په اصولي توګه وټاکې. د طالبانو د واک شخړې په پای ته رسیدو کې پخوانیو مجاهدینو لکه د جلال الدین حقاني جنګیالیو مرسته وکړه. جلال الدین حقاني د جهاد د لومړنیو ګنټو او شپو ورځو یو پخوانۍ سرتیری دی. کله چې ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد سور پوځ د افغانستان د هندوکوښ په غرنو کې یرغل پیل کړ، له همدې مهاله دی په افغانستان کې د حقاني شبکې په نامه د بهرنیو سرتیر په وړاندې جنګیږي. له دوی څخه د پاکستان د استخباراتي ادارې اې اس اې ټینګ ملاتړ کیږي. په افغانستان کې د حقاني شبکه د ډیرو ناوړو خونړیو ځانمرګې بریدونو مسووله ګڼل کیږي. د حقاني شبکې مرکز د پاکستان په قبایلي لرو پرتو سیمو کې موقعیت لري، دغو سیموته په اسانه ورتګ ناشونې دی. د حقاني زوی سراج حقاني اوس د طالبانو د راتلونکې نوي مشر مرستیال ټاکلي شوي دی. د طالبانو په مشرتابه کې د پاکستان په خوښه دوه مخکښه کاندیدان د پاکستان په شمالي ولایت خیبر پښتونخوا کې د دارالعلومي حقانيه مدرسه یوه با نفو‌ذه مذهبي مدرسه ده. په ښکاره ډول په تیره اوونۍ کې د حقاني مدرسې د علماوو څخه او دوی د ستر اغیزمن اغیز اونفوذ څخه د ملا منصور د مخالفینو په ځپلو کې تر ورستي کچې پورې کار واخیستل شو. د طالبانو د حقاني مذهبي مدرسه له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له اې ایس اې سره مستقیماً نږدې اړیکې پالي. دوی هم په افغانستان لکه د حقاني اسلامي سختدریزه شبکې په څیر خپلې موخې تعقیبوي، تر څو په افغانستان کې لویدیځ پلوه حکومت له سقوط سره مخامخ کړل شي. د دې سره سره بیا کله نا کله اسلام اباد په خپلو رسمې ویناووکې یادونه کوي، موږ د کابل له حکومت سره همکاريو. د ملا منصور او د ده مرستیال سراج حقاني د پاکستان د اې ایس اې په خوښې او ملاتړ سره دوه جګپورې کاندیدان د طالبانو د وسله وال پوځ او مشرتابه کې دي. افغانستان کې د پاکستان د پټې ستراتیجۍ لامل دا دی، پاکستان فکر کوي چې دغه هیواد په یو مخیزه ډول د بدنامه او ویره ونکې ګاوندې هیواد هند په لوري وردورومي. پاکستان د هند سره درې ځلي جګړې هم کړي دي. د پاکستان د نا رسمې پوځې دوکټرین په بنسټ کې داسي لیکلي شوي دي، دوی مجبور دي په کابل کې یو پاکستان پلوي اوهمهاله یو هند دښمنه حکومت نصب کړي. تر څو افغانستان د کړکیچ په صورت د پاکستان لپاره د شاتګ یوخوندي ځای وګرځي. پاکستان نشي کولي خپلي غوښتنو او ادعاوو ته د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دلیل راوړي، له همدې امله د پاکستان لخوا له مرسته کیدونکې طالبانو څخه د یو لاسپوڅي او مذور وسله وال پوځ په څیر د خپلو ناوړو ګټو لپاره استفاده کیږي. د پاکستان پوځ په افغانستان کې د طالبانو پوځ ته د خپل نماینده پوځ په څیرګوري . په لومړي ځل د حقاني شبکي په یوه ۹۰ دقیقي ویډیو کې هغه طالبان جنګیالي ښایې، چې د دوی لخوا پوځي زده کړه او روزنه ورکول شوي ده، په ویډیو د دوی د پرپاګڼد مرکز هم لیدل کېږي او دغه ویډیو په ډیرلګښت سره هم چمتوکړل شوي ده. د حقاني شبکې د ویډیو د جوړښت ډول او تخنیک داسي مالومیږي، لکه د القاعدې او د اسلامې دولت ډلې په خپلو ویډیويې تبلیغاتو کې ترینه کار اخلي. په ویډیو کې یو شمیر کسان ښودل کيږې، چې یو ځانمرګې برید چمتو کوي او د سپکو وسلو استعمال لیدل کیږي او د پرمختللي راکیټي سیسټم ټرنینګ ښودل کیږي. د حقاني شبکې د صلاح الدین ایوبي کمپ، چې د یو نوموتې ځانمرګه بریدګر په نوم دی، په شمالي وزیرستان کې او یا د افغانستان په ختیزو سیمو کې ځای پرځای شوي دی. په دغه ویډیو کې د پام وړ ټوکۍ دا دی، چې وسله وال جنګیالي په عسکري دسپلین او پوځې جامو کې لیدل کیږي، دغه جنګیالي هڅه کوي چې ځانونه د یو نورمال منظم وسله وال پوځ یا یوې منظمې پوځې قطعي په څیر وښیې. په ویډیوکې داسي ښکاري، چې د پاکستان استخباراتي ادارې اې ایس اې غړې د دغې وسله والو پوځ کنټرولونکي او تنظیمکونکي دي . په دغه ویډیو کې یود ډیرمهم او پيچلي ځانمرګې برید پلان او طرحه ښودل کیږي، چې په څلورم د سپټمبر د غزني په ولایت کې د افغان ملي امنیت په وړاندې تر سره شو. د کابل حکومت د خبري سرچینو پر بڼسټ په دې ځانمرګې برید کې د افغان ملي امنیت ۱۴ غړې ووژل شول او ۱۵۴ نور افغان ملکې وګړي ټپیان شول . د پاکستان د طالبانو د ستراتیجۍ پیغام واضع دی، دوی غواړي وښيې چې د مشر ملا عمر د مړینې څخه ورسته بیا هم د طالبانو ضربتي ځواک نه ماتیدونکې دی او همداسي د مجاهدینو د مختلفو ډلو یووالي په کې ښودل کیږي. دا حالات دا ښیې، چې دوی په خپلو کې یعني د القاعدې مشر ایمن الظواهری، ملا منصور او د طالبانو په منځ کې مخالف ځواکمن لوري پخواني پوځي قوماندان ملا قیوم ذاکر د نوي مشرتابه سره بیعت کړي دی او دوی د نوي مشر اطاعت کوي، یا نوي مشر چې کومې لوري ته هدایت کوي، دوی ورسره ولاړ دي. د طالبانو مشر د ملا عمر د فنټوم انځور یا ګونګ، ناڅرګند انځور د پای ته رسیدو سره کیدای شي د طالبانو غورځنګ لا نوره پیاوړي شي . ځکه د طالبانو دا نوې مشران د خپلو ملاتړو په راجلبولو کې او د خپلي مبارزې او غوښتنو لپاره له ډلیز ټولنیزه رسنیو څخه هم کار اخلي. پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery