مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي او وکیلان: ابراهیمي د کندوز د سقوط لوی لامل دی

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د کندوز د سقوط تر ټولو لوی لامل د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي دی؛ ځکه نوموړي له یو لوري په امنیتي ځواکونو او د ولایت په چارو کې مداخله کوله او له بل لوري یې یوازې د سیمه ییزو پولیسو په نوم ۳۰۰ خیالي کسان پر دندو ګومارلي وو. د چارو شنونکي بیا وايي، نه یوازې ابراهیمي، بلکې په شمال کې په ګڼو سیمو کې پخواني قوماندانان له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت څخه د سلګونه خیالي افرادو معاشونه اخلي او په شمال کې پر خلکو ظلم کوي. خو د کندوز خلک وايي چې هلته د سیمه ییزو پولیسو تر چتر لاندې د یو شمېر ټوپکسالارانو فعالیت خلک له طالبانو سره مرستې ته اړ کړل. د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي وايي، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د کندوز د سقوط لومړی درجه عامل دی؛ ځکه له یو لوري یې د ولایت په چارو کې مداخله کوله او له بل لوري یې د اربکیانو په نوم ۳۰۰ تنه نیولي، چې ټول یې خیالي کسان دي. د مجیدي په وینا، ابرهیمي یوازې د ولسي جرګې شپېته ساتونکي له ځان سره کړي او د کندوز ټولې عایداتي سرچینې یې په خپل لاس کې اخیستې دي. دی وايي، کندوز ځکه سقوط وکړ چې له خلکو سره یې توپیري چلند کېده او خورا متعصب چارواکي او سیمه ییز قوماندانان پرې حاکم شوي وو. نوموړی همداراز زیاتوي چې عبدالرووف ابراهیمي په کندوز کې د کوچینو مدیرانو او یا رییسانو د ټاکلو لپاره هم واسطه کېده او د کندوز ګڼې ادارې ده په خپلو افرادو ډکې کړې دي. مجیدي له ولسمشر غني غواړي چې د کندوز د برید څېړونکي پلاوي ته دا دنده هم ورکړي چې هلته د امنیتي ځواکونو جزتامونه وګوري او دا روښانه کړي چې د څومره کسانو په نوم خیالي معاشونه اخیستل کېږي. سیاسي کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي، په شمال کې نه یوازې سیمه ییز پولیس، بلکې ملي پولیس او پوځ هم د پخوانیو ټوپکسالارانو او جنګسالارانو په غوښتنه کړنې ترسره کوي. ده سرنوشت ته وویل، که په کندوز کې خیالي ځواکونه نه وای نو دغه ښار به هېڅکله سقوط نه و کړی او نه به هم لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته. حقیار زیاتوي: ((تاسو وګورئ! په کندوز کې اربکیانو له خلکو سره څه ډول چلند کاوه، دا هغه اربکیان وو چې معاش یې له حکومته اخیست؛ خو ټوپکسالاري او زورواکي یې په ولس کوله، د دوی قوماندانان د پنځوسو او سلو کسانو معاشونه اخلي خو په اصل کې لس یا پنځلس کسان لري.)) د ده په باور، په شمال کې له هر پخواني ټوپکسالار ځان ته لس او شل وسله وال ساتلي او معاش یې له کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت څخه اخلي. دی وايي، امنیتي وزارتونه ځکه دغه کسانو ته معاش ورکوي، چې دلته په مرکز کې ریښي لري او په پوځ او پولیسو کې دننه هم یو شمېر کسان شته چې د ناقانونه وسله والو په شتوالي کې خپله بقا ویني او ټول عواید یې له همدې لارې دي. په کندوز کې تر ټولو زورواکی قوماندان چې د کندوز خلک ترې په تنګ دي، میرعلم نومېږي چې د ښار د درېیمې ناحیې ځينې برخې او څو کلي یې تر ولکې لاندې وو. ده د سیمې خلک ان په سپیو داړل او له حاصلاتو به عشر هم د همدغه قوماندان کسانو ټولاوو. د دشت ارچي یو قومي مشر چې نه غواړي نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل، خلک په تېرو کلونو کې د دولت پلوي وو؛ خو کله چې سیمه ییز پولیس پرې حاکم شول خلک له دولته لرې شول، دوی د خلکو پر ناموس او کورنیو تېری وکړ. دغه قومي مشر وايي، د میرعلم په نوم قوماندان له دولتي امکاناتو دومره تغذیه شوی چې اوس یې حکومت هم نه شي مهار کولی او د کندوز د سقوط یو لامل دی و چې خلک یې پر وړاندې له طالبانو سره یو شول. دوه میاشتې وړاندې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هم ویلي وو چې کندوز د حکومت دوستانو نا امنه کړی؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې د حکومت دغه دوستان څوک دي او ولې نه روښانه کېږي. د شنونکو په باور، د ولسي جرګې د رییس په څېر د خیالي محلي پولیسو درلودونکي ښايي د حکومت هغه دوستان وي چې دوه میاشتې وړاندې یې د کورنیو چارو وزیر یادونه کړې وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery