مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

دولت په ۱۱ ورځو کې له مخابراتي مالیې ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د روان کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د ټیلیفون کرېډټ کارټونو څخه ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ مالیه را ټوله شوې ده. د مالیې وزارت په هېواد کې د ټیلیفون پر هر کرېدټ کارټ لس سلنه مالیه وضع کړه چې د روانې تلې میاشتې له لومړۍ نېټې د اجرا وړ ده. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د تلې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د کرېډټ کارټونو له درکه ټولټال ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې شوې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې یوازې په تېرو اووه ورځو کې ۷۸ میلیونه او ۲۲۹ زره او ۴۰۷ افغانۍ مالیات د دولت خزانې ته راټولې شوې دي. د مخابراتو وزیر زیاته کړه، چې دغه ټولې پیسې د ټیلیفون پر کرېډټ کارټونو له لګول شوې مالیې څخه لاسته راغلې دي. عبدالرزاق وحیدي د ټیلیفون له کاروونکو څخه د مالیې راټولولو سیستم شفاف وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د دې پیسو په اړه هر ساعت دغه وزارت ته معلومات ورکول کېږي. هغه وویل چې د ټیلیفون له کرېډټ کارټونو د لس سلنه مالیې اخیستو موضوع د ۱۳۹۴ کال له مالي بودجې سره یو ځای د ملي شورا له خوا تصویب شوه او هغه مهال د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې د قانون له مخې له مخابراتي شبکو څخه باید مالیات په شفاف ډول راټول شي. د مخابراتو وزیر وویل:«هغه سیستم چې جوړ شوی دی، د هر مخابراتي شرکت د کاروونکي دقیقې ځانګړې په کې شتون لري او ټول هغه کرېډټ کارټونه چې کارول کېږي، په دغه سیستم کې ښودل کېږي.» عبدالرزاق وحیدي وايي، خلکو ته د ډاډ لپاره پر یوې داسې سیستم کار کوي چې له مخې یې کله چې یو څوک خپل ټیلیفون ته کرېډټ کارټ اچوي، نو د هماغه کارټ شمېره او سریال نمبر به ۹۹۷ شمېرې ته استوي او کاروونکي ته به د تایید پیغام لېږل کېږي. هغه زیاته کړه، که د مخابراتي شرکت له خوا په سیستم کې داسې کومه شمېره نه وي ثبت شوي، نو د تایید پیغام نه استول کېږي او په دې صورت به له مخابراتي شرکت سره قانوني چلند کېږي. د نوموړي په وینا، افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله لږ مخابراتي محصول اخلي، چې لس په سلو کې دی. خو د یادونې ده چې د نورو هېوادونو په پرتله بیا په افغانستان کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بیې لوړې دي. د مخابراتو وزیر وویل چې په نږدې راتلونکي به د انټرنېټي خدمتونو په بیو کې ۲۰ سلنه کمښت رامنځته شي او په هېواد کې به د انټرنېټ لومړنی ټرانزیټ پیل شي. په همدې حال کې د مالیې وزارت مرستیال وايي چې له دې درکه راټولېدونکي مالیات هره میاشت محاسبه او د دولت خزانې ته لېږدول کېږي. هغه دغه مالیات د هېواد د پر ځان بساینې په برخه کې ګټور وبلل. هغه معلومات چې د مخابراتو وزارت د کارکوونکو د یوې تخنیکي ډلې له خوا وړاندې شول، څرګندوي چې پرون د شنبې تر سهاره پورې ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ مالیات راټول شوي وو. دغه راز د تلې له لومړۍ نېټې تر اوومې پورې معلومات څرګندوي چې په دې موده کې شاوخوا ۷۹ میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery