مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-04   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

تورن جنرال وفادار : طالبانو دوه ځله د ارزګان د سقوط هڅه وکړه ، خو ناکام سول .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
تورن جنرال وفادار خبر ورکړ ، چي د طالبانو د ځپلو دپاره يې ( MD530 ) ډوله الوتکي هم تر لاسه کړي چي د ازمايلو پر مهال يې ښه نتيجه ورکړې ده . تورن جنرال داوودشاه وفادار جګړه ګټلي بولي او وايې چي نور وسله وال طالبان فعاليتونه نه سي کولای .
په سويل کي د فوځ لوړپوړي چارواکي خبر ورکوي ، چي په دې سيمه کي يي جګړه ګټلې او وسله وال طالبان يي سخت ځپلي دي . د پخوا په پرتله دا مهال د جنوب لوديځي حوزې ولايتونه او په ځانګړي ډول کندهار ارام دی ، خو د جګړي لوری د شمالي ولايتونو په لوري بدل ښکاري . په سويل کي ځايي امنتي چارواکي وايي ، چي دا مهال يې په ټولو ولايتونو کي طالبان ځپلي دي او نور د دوی سره د جګړې توان نه لري . د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوود شاه وفادار د يکشنبې په ورځ يوې خبري ناستي ته وويل ، چي تيري شپږ مياشتي يې په ارزګان کي د وسله والو طالبانو سره سختي جګړې کړي دي . نوموړي زياته کړه ، چي وسله والو طالبانو دوه ځله د ارزګان د سقوط هڅه وکړه چي دوی ور شنډه کړه . هغه وايې ، چي د دې مودې پر مهال يې څه کم دوه زره تنه وسله وال طالبان وژلي ، نيولي او ټپيان کړي دي ، په وينا يې چي د فوځ د سرتيرو مورال يې قوي او په هر ډول وسلو او مهماتو مجهز دي . تورن جنرال وفادار خبر ورکړ ، چي د طالبانو د ځپلو دپاره يې ( MD530 ) ډوله الوتکي هم تر لاسه کړي چي د ازمايلو پر مهال يې ښه نتيجه ورکړې ده . تورن جنرال داوودشاه وفادار جګړه ګټلي بولي او وايې چي نور وسله وال طالبان فعاليتونه نه سي کولای . هغه د فوځ لوري ته مرګ ژوبله مني خو شمير يې نه ياد نه کړ . د فوځ لوړپوړی چارواکی دا څرګندوني پر داسي مهال کوي ، چي اوس هم د ارزګان د يو شمير ولسواليو څخه ځايي چارواکي او عام خلک حالت ترينګلی بولي او وايې چي هره ورځ يې په سيمو کي جګړي کيږي چي له امله يې د دوی ژوند نارام سوی دی . وسله وال طالبان هم په دې سيمو کي نژدې هره ورځ د خپلو پرمختګونو څخه خبر ورکوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery