مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د تفکر بڼه یا (IDEOLOGY)

سلیمان اسدالله

 

کله چه په عراق کې د صدام حسین حکومت وځپل شو، دولتي چارواکې له واک لیرې او زندانونو ته واچول شول نو  پر ځای یې نوي رژیم ځان قدرت ته ورساوه. نوي رژیم کې که یې مشخص کړو ځینو عراقي شعیه مذهبو او بیا په خاصه توګه د کردانو ډلې له سني مذهبو سره د انتها تر حده زور او زیاتۍ پیل کړ. د ښار خوا او شا کورونه یې ترې له خپلو ارزښتو څخه په ډیر ټیټو نرخونو په زور او یا هم پرته له قیمت پرې کولو په زور سره ونیول. هره ورځ به یې له ناموس نیولې تر سره، مال، کورنۍ، سوداګرئ، مذهب او نورو موضوعاتو کې ورسره ظلم او جبر کاوه. له داسې حالاتو یوه ډله عراقیان په تنګ راغلل او ټوپک ته یې لاس پورې کړ، له کوڅو نه یې پیل وکړ او هر ظالم یې په خپل مټ محکمه محکمه کول پیل کړ.


له حالاتو ګټه واخیستل شوه او د ابوبکر بغدادي تر مشری لاندې د داعش او وروسته د (ای اس ای اس) ډله را مینځ ته شوه. نن ورځ دا ډله تر منځنۍ آسیا خپلې لیکې خپرې کړي او په افغانستان کې هم اوس ښه کره فعاله دي. که څه هم پرته له مالي مرستې دومره لویه ډله نشي پرمخ تللای او نه خپلې کړنې تر سره کولای شي، اما بیا هم خبره د تفکر بڼې یا آیدیولوژي ته ورځي د مالي لګښت او مرستې موضوع ته یې ورتلل نه غواړم.


د داعش آیدیولوژي د جبر او ظلم پر ضد پداسې حالاتو کې آواز او عملي ګام پورته کول وه کله چې حکومت هم د ظالم په لاس کې وي او څوک دې د غږ اوریدو او مرستې او ملاتړ هم نه وي.

 

په افغانستان کې د تیر دولت د بې کفایتۍ، په ځینو سیمو کې د ځینو دولتي چارواکو، امنیې قومندانانو، اربکیانو او لڼډغرو، والیانو او وکیلانو او نورو ظلمونه، تیري او حق تلفي ددې لامل وګرځېد چه طالب ډله لویه شي او په لیکو کې یې افغاني ځوانان ورګډ شي.
په کلیو کې یو لږ شمیر طالبان دي او پاتې تقریباً ټول یې د طالبانو هم غږي او ملاتړې دي، او دا ځکه چې که کومه ګټه د طالب ورته نه رسېږي نو تاوان یې هم نه ور رسیږي. له دولته خو هم ددو په نوم ګټې یوه خاصه ډله خلک خوري او هم یې په مال، ناموس، قوم، کورنۍ وغیره تیری کیږي، یوه بیلګه یې د لڼډغرو په لاس ټوپک ورکول او هغو ته د قانون ساتونکي ویل دی (اربکیان) که داسې نده ورشه او له یوه کلیواله چه د طالب طرفداری دی وپوښته!!!
لدې موقع هم دښمن ګټه واخیسته او له طالب څخه یې هم د افغانستان په ضد کار واخیست او اخلي یې.

د طالب هم اصلي انرژي مالي مرسته او تربییت ندی، بلکه هغه کړاوونه دي چه له خپله لاسې یې مونږ په خپل وطن کې په مظلومو وینو. د اکثره طالبانو چه کله نظریا په دقت سره واورې نو انګیرنه به یې د عراق د داعش په څیر له خپله ځانه، کورنیه، حق څخه او ناموس او مذهب څخه د مفسد، ظالم، جابر او ګمراه چارواکي په خلاف هم غږ او هم عملي ګام اوچتول وي.


له کندزیانو یو وار باید و پوښتل شي چه کوم لامل وه چه حکومت د خلکو تر نظره بد شو او ولې کندزیان له حکومت سره په کلکه ندي ولاړ؟؟؟ او دا دې هم ترې و پوښتل شي چه د دوی په اند حکومت څوک دي؟ او په کندز کې په تیرو ۱۲ کلونو کې حاکمان څوک وه او له عامو وګړو سره یې څه ډول چلن کاوه؟؟؟ البته باید له داسې کس څخه دا پوښتنې وشي چه هغه خپله هلته په کندز کې پدې تیرو ۱۲ کلونو کې اوسیدلای وي.


دا حالت د کندز یواځې ندی، تقریبا هر ولایت کې همدا حالت دی. وکیل د پیسو په ځور کامیابیږي، ولایتي شورا ته جابر، ظالم او مفسد کسان ور ننوځي، امنیه قومندان چه تر څو په بوجیو پیسې ورنکړي داسې بست نشي تر لاسه کولای، والي چه به له سیمییز ارګانونو تر ولسمشره (تیر حکومت کې کم له کمه) پیژندنه نه درلودی اووپیسې نه وې ورکړې ولایت ته نشو رسیدلی، غل به خوشې او غریب به د قانون او جابر دواړو تر تهدید لاندې وه، اربکیانو به د خلکو د مال، ځان، سواداګري او حتی ناموس تر پښو لاندې کاوه او داسې نور. د هم هغو وکیلانو، زورورو او مفسدو پس پاتي اوس نوي ولایتي شورا ته هم ور ننوتل، نوي حکومت کې یې هم ځای جوړ کړ، او له نوي حکومته یې هم د خلکو طمعې پرې کړې.
د کندز په نیولو کې زه مطمیین یم چه یو شمیر عامو وګړو کم له کمه د طالب ملاتړ کړی، که مرسته یې نوي کړې ملاتړ یې خامخا کړې.
که نن ورځ کندز له لاسه اووت، سبا ورځ به د هم هغې آیدیولوژي خلک د کندز له مثاله نور ولایاتو کې هم پاڅون وکړي او د دولت ملاتړي به پرېږدي.
د پاکستان ملامتول به زه دلته نه څیړم، ښه دی او که بد، هغه خپل ځای لري، اما آیا کله مو خپل په ګریوان کې کتلي چه تر کله به د بل ظلم چه پردی دی یادوو او ورته ژاړو به؟ او خپل هغه چې یا خو خرڅ شوي او د پردو په ساز ناڅي، یا هم د پردو د هیلو ښکار کیږي او یا خپله راته لکه د پردیو ظالم، مفسد، جابر، او غله جوړ شوي مو هیر کړي وي.

رسنیو ته عام خلک د دولت د ژبې او سترګو په سترګه ګوري، څه چې رسنئ وایي خلک باور لري چه دا دولت خلکو ته خبرې کوي. او که د دولت خبرې داسې له کینې، تبعیض، قوم پرستۍ، ژبپالنې او سمتي او نورو مذخرفاتو ډکې وي نو بیا له عامو خلکو د حکومت د ملاتړ طمع کول ندي پکار.

تر هر څه وړاندې د دغې آیډیالوژي بنیاد له مینځه وړل ضروري دي، له دولته او چارواکو مفسد، جابر او غله ویستل پکار دي، وروسته به ملت ته ډاډ ورکړای شو چه دولت د ملت دی او ملت باید له دولته ملاتړ وکړي تر څو دواړه خوندي وي.

هیله ده چه زما تر لیکنې لوستلو وروسته پر ما د سیاسي تنظیم، دولتي مخالف، پردیپاله، قومي متصب وغیره ټاپې ونه وهل شي. زه یو افغان یم او دا ۲۰ کلن دور زما له نظره داسې ښکاري، زه په همدې باور یم.


سلیمان اسدالله – د تلې اتمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery