مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو نړیواله سیمینارپښتوژبه جهانیت،ستونزي اوامکانات په سهیلي پښتونخواکویټه کښي

رمضان ارماني

۲۳م ستمبربه هرکال دپښتون کلتور(کلچر)روځ په توګه لمانځل کېـږي،دپښتونړیواله سیمینارغوښتنه
که چیري ادب دقام اود اولس ستونزو نماینده نه وي دقام ترجماني و نکړي نوهغه ادب خوندوارادب نه وي،محمودخان اڅکزی
په بلوچستان کښي له خیبرپښتونخوااوافغانستان څخه دپښتودپاره کارلږروان دی.ادب دمیني سمبول دی،ډاکټرعبدالمالک بلوڅ
دسیمینارګډونوالوډاډڅرګندکړچي پښتوژبه به ژوندۍ وي اوله ورپېښوستونزواوخنډونوسره به بریالۍ اوسرلوړې مقابله اومبارزه وکړي.
ځینې کسان په ټي وي اوراډیوخپرونوکښي ناست وي.دپښتونوې توري لغات رامخته کوي کوم چي دپښتودپاره لوې زیان دي،حبیب الله رفیع
راپور:ـ رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
تېره ورځ په سهیلي پښتونخواکویټه کښي دپښتون اکیډمۍ کویټه په تاریخ کښي په لومړۍ ځل یوداسي سیمیناروشووچي په هغه کښي دهري سیمي پښتنوګډون درلود.پښتواکیډمۍ خوپخواهم وجوددرلودخودغسي شان سیمینارونه یې نه دي کړي اوکه چیرته کړي یې هم وي نوپه هغه به عام لیکوالان نه ووخبر.دادسیدخیرمحمدعارف اودډاکټرعبدالروف رفیقی زیاردی چي کله راهیسي چي دوي دپښتواکیډمۍ په صدراوسیکرټری جنرل ټاکل شوي دي دوي دغه زیارته دوام ورکړي دی.تردې وړاندي به دپښتواکیډمۍ کارتښ په نامه وو.عام لیکوال دپښتواکیډمۍ مشراوعمومي منشی نه پېژندی.خواوس دپښتواکیډمۍ کاروټولوته څرګنده شوه.په دې زیارکښي دپښتونخواملي عوامي ګوندهلي ځلي هم دهېرېدونه دي په تېروخت  کښي چي پښتونخواګوندپه اپوزیشن کښي ناست وونویې دپښتواکیډمۍ دپاره ډیري کالداري ورکړې اواوس چي په حکومت کښي برخه وال دي نوبیایې هم دپښتواکیډمۍ سره خپله مرسته کړې ده.دسیمینارپیل دقرآن پاک دسپېڅلي آیاتونووسوو.بیادپښتواکیډمۍ صدرسیدخیرمحمدعارف سپاسنامه وړاندي کړه.بیادکابل څخه راغلی مېلمه حبیب الله رفیع،پوهاندډاکټرفضل الرحیم مروت پېښور،محمدمعصوم هوتک کینیډا،زرغونه رښتین افغانستان اوځانګړې میلمنوپېژندګلوي وکړل شوه .بیادبلوڅ پښتون ګډایالت ګورنرمحمدخان اڅکزي خپله مقاله(پښتوروزنه او ننۍ غوښتني) وړاندي کړه.دګورنردویناوروسته دچایې دمه شوه.په دویم پړاوکښي دسیمینارصدارت محمدمعصوم هوتک صاحب وکړی چي دکینیډانه راغلی وو.مرستیال یې پروېش شاهین وو.چي دسوات نه راغلی وو.منشي یې پوهاندعلي کمېل قزلباش وو.اوکوآرډینیټریې عارف تبسم وو.په دې پړاوکښي ډاکټرمحب وزیردوزیرستان خپله مقاله(تعلیمي ستونزي په خیبرپښتونخواکښي)،لال باچاازمون دافغانستان خپله مقاله(په افغانستان کښي دپښتوتعلیمي ستونزي) پوهانددروېش درانی کویټه خپله مقاله(دبلوچستان ښونیزنظام اوپښتو) زرغونه رښتین افغانستان خپله مقاله(پښتواوتعلیمي ستونزي) وړاندي کړه.هرمقاله وړاندي کونکوته یې ۲۰دقیقې  وخت ورکړي وو.په دغوشل دقیقوکښي به هرچاخپله مقاله وړاندي کوله.ددې پړاوپه پاي کښي پروېش شاهین اومحمدمعصوم هوتک ویناوي وکړې.ددې وروسته دمقالې واړندي کونکوڅخه سوالونه وشوچي هغویې ځوابونه ورکړل.مقالې وړاندي کونکوته جایزې ورکول شوې اوبیادډوډۍ دمه وشوه.دماپښین دلمانځه وروسته په درې بجوبیادسیمینارپیل دقرآن پاک په سپېڅلوایاتونووشو.ددې پړاوصدارت سلیم راز کولو.چي وڅه پېژندګلوي ته اړنه دی.مرستیال یې عبدالهادي ملادامریکاڅخه راغلی وو.منشي یې ډاکټرروف رفیقی وو.اوکوارډینیټریې سهېل جعفروو.په دې پړاوکښي ډاکټرفضل رحیم مروت دپېښورخپله مقاله(په خیبرپښتونخواکښي دپښتودنصاب اوکتاب سفر،خلیل باوردکویټه خپله مقاله(دپاکستان تعلیمي پالیسیاني اومورنۍ ژبي ،محمودایازدکویټه خپله  مقاله وړاندي کړه.خوحبیب الله رفیع ویل چي زه خپله مقاله دلیک په بڼه کښي دسیمیناروچارواکوته ورکوم اوزه نوري خبري کوم دغه شان نوموړی دمقالې په ځاې ډیردکاراوتاریخي خبري وکړې دحبیب الله رفیع دمقالې سرلیک په افغانستان کښي دپښتوتعلیمي ارتقاء.ددې پړاوپه مهال دمقاله وړاندي کولوڅخه سوالونه وشول اوهغو یې ځوابونه ورکړل.اوبیاومقاله وړاندي کونکوته جایزې ورکول شوې.په سیمینارکښي دپښتونخواملي عوامي ګوندایالتي مشراوسینیټرعثمان خان کاکړ،دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي قهارخان ودان،دایالتي اسمبلۍ غړي نصرالله خان زېرې ایالتي وزیرسرداررضامحمدبـړیڅ دایالتي اسمبلۍ ښځینه غړې میرمن سپوږمۍ اڅکزي اونوروملګروګډون درلوداوترپاې پوري یې په سیمینارکښي ګډون درلود.دعوامي نیشنل ګونډپخواني سینیټرافراسیاب خټک اونوروملګروهم ګډون درلود.
دنړیواله پښتوسیمینارددویمي ورځي پیل دقرآن پاک سپېڅلوآیاتوڅخه وشوو.دلومړۍ برخي مشري یې دکابل څخه راغلی مېلمه زرین انځورپه غاړه وه.مرستیال یې دجرمني څخه راغلی مېلمه احمدولي اڅکزی وو.منشي یې پروفیسرمحمودایازوو.په دې برخه کښي دکراچي مېلمه قېصراپرېدی خپله مقاله پښتوژبه نړیوال کلي کښي،ډاکټرعبدالروف رفیقی خپله مقاله دپښتوژبي عصري کولواوخورولومېکانیزم،مانسهره نه راغلی مېمله سلیم رازخپله مقاله پښتوادب اوعصري غوښتني،عبدالکریم بریالي خپله مقاله پښتومغربي امپـیریالیزم په شکنجه کښي،دمردان راغلی مېمله میاوکیل شاه فقیرخېل خپله مقاله دپښتوادب تحقیق کښي اثري غوښتني،سیاسي مخکښ داې این پي خیبرپښتونخواایالتي مشرافراسیاب خټک خپله مقاله دپښتوادب عصري تقاضې وړاندي کړه.هرمقاله دسیمینارګډون کونکوښه په پښتنه مینه اورېدله.اودلاسونه په ټکولوسره یې ومقاله نګارته دادورکوی اودهغه ډاډګیرنه یې کوله.ددې لومړۍ برخه په پاي کښي ومقاله وړاندي کونکوته سیاسی مخکښانوپه خپل لاسونه جایزې ورکړې اودپښتواکېډمي له خواودغوسیاسي مېلمنوته دپښتواکېډمۍ لخوادسیمینارپه ویاړخپره شوي دلس کتابوچي دبېلابېلوسیمودلیکوالانوکتابونه وو.ودوي ته ورکول شو.دمرستیال دننه ترسره کونکي مېلمه احمدولي په دې موقع وویل چي موږوېښل شوي یوکلي په کلي اوکورپه کور.اوس په خپلوکښي موږکرکه سره کوو.په دې خاوره مینه ژوندي کېدل غواړي.۱۸کلنومي په بهراني هېوادکښي تېرکړل خوپه دې ټوله موده کښي مي دومره مینه له چانه نه ولېده لکه څنګه مینه چي په دې څوورځوکښي دکویټه پښتنوراکړه.زموږژبه پښتوده موږپښتوسره یوکړي یو.که دکویټه یوکه دکابل یوکه دکندهاریواوکه دپېښوریوموږټوله سره یویو.دکویټه خلګ مینه ناک خلګ دي.دلته موږله دې لوې لوې لیکوالانوسره زده کړه کوودازموږمشران دي موږکشران یو.دکابل نه راغلی مېلمه زرین انځورپه خپلي ویناکښي وویل چي حکومتي غړي په دې سیمینارکښي ګډون لرې له دوي څخه دایوه غوښتنه کوم چي پښتواکېډمۍ کویټه دي په رسمي توګه دیوې عملي اکېډمۍ په توګه رجسټرډکړي.اوددولتي څانګي په توګه دي ارزښت ورکول شي.نوموړي زیاته کړه بایدچي پښتانه ودې ته پام وکړي چي پښتانه دنوې عصرله تقاْضوسره څومره ځان برابرساتلی دی.پښتانه ترټولوښه خلګ دي په افریکا کښي دتعلیم سېوه ترټولوټېټه ده خوهلته ترننه پوري ښوهنځي اوپوهنځي نه سوځول سوي.دغه شان چي چیرته پښتانه آبادهلته دوي خپلي ښوهنځي اوپوهنځي ړنګوي.په افغانستان کښي هم په پښتني سیمه کښي دغه حال دی دلته په پاکستان کښي هم دپښتنوچي کومي سیمي دي هلته دتعلیم سېوه ټیټه ده اوبیاهلته دتعلیمي څانګي ړنګول کېږي.کومه دښمني له تعلیم سره پښتانه لري نورڅوک یې نه لري.پښتانه خپل ښونکي استاذان وژني نورڅوک دغه کارنه کوي.په دې حالاتوکښي پښتانه دنړۍ دعصري حالاتومقابله نه شي کولاي.اونه په دې حالاتوکښي فکردعصرتقاضوسره برابرېدلی شي.موږپښتنوخپل نېم وجودپه خپله وژلی دی.موږوخپلوښځوته نمایندګي نه ورکوو.یووخت قبایلیت ښه وو.خوپه دې دورکښي قبایلیت دښمني ده.ورورله وروره تربورله تربوره اوکلی له کلي څخه په دښمني اختي دي.ترڅوچي موږله دې قبایلیت څخه ځان نه وي خلاس کړی پرمختګ نه شوکولاي.دزرین انځوردویناوروسته دچاې څښکلودمه شوه.دچاې ددمې وروسته ددویمي ورځي دویمه براخه دقرآن پاک دسپېڅلوآیاتوسره دسیاسی مخکښ اودپاکستان پخواني سینیټرافراسیاب خټک په مشري کښي پېل شوه.ددې برخي مرستیال پوهانددرویش درانی وو.منشي یې اباسین یوسفزي اوکوآرډینیټریې پوهاندخلیل باوروو.په دې برخه کښي لومړۍ مقاله دپېښورڅخه راغلي مېلمه ډاکټرخادم حسین دپښتوژبي وادب دفني دورچېلنجونه ترسرلیک لاندي وړاندي کړه.دکراچي سره راغلي مېلمه ریاض تسنیم خپله مقاله پښتودخپل شناخت اواجتماعي فکرپه لټون،دصوابي څخه راغلی مېملمه فېصل فاران خپله مقاله دپښتوادب پرپښتنوباندي اثرات،دجرمني څخه راغلی مېلمه احمدولي اڅکزي خپله مقاله دپښتوتخنیکي اړتیاوي اوچېلنجونه وړاندي کړه.دروایاتوترڅنګ دمقالې وړاندي کونکوڅخه پوښتني وشوې اوهغویې ځوابونه وویل.دغه شان بیادجایزې ورکولواودکتابوورکولولړۍ ترسره سوه.ودې برخي ته دویناپه مهال ددې برخي مرستیال پوهاندعبیدالله درویش دراني وویل چي مقالې خوملګروواورېدل دتبصرې ضرورت نشته.اوس موږویونوي دورته داخل شوی یو.داسیمیناردټولوپښتنوخوښ بختي ده.په خبروکارنه کېـږي چي دابه وکړویاهغه به وکړو.دپښتووده(پرمختګ)خپل موسم غواړي که دغه موسم نه وي راغلی نوپښتووده نه شي کولاي.پښتودودي دپاره موسم راوستل غواړي.شاعران داخلي غوښتني پيداکړي دي.زه په کلي کښي وم داظهاردپاره مي خپله ژبه وه ماخپل کړه خوبچي مي په ښارکښي دي که دوي ته داظهارکولوضرورت شي نودوي په خپله ژبه خپل اظهارنه شي کولاي دوي شاعران لیکوالان نه شي جوړېدی.ادیبان اوسیاسي فکرلرونکي په پښتوژبه یوبل ته لیک کوي که چیري پښتوژبه دضرورت په شان ولیکل شي نودابه دهرچاضرورت شي.دصدارتي ویناپه مهال ددې برخي مشرښاغلي افراسیاب خټک وویل چي داټولي مقالې په زړه پوري اودپوهي په سیرت ډکي وې ماخوترډیرڅه زده کړل کېدایشي تاسوبه هم څه زده کړي وي.نوموړي وویل چي چاربیت راپورتاژدی دخداې خدمتګارغورځنګ ملګروچاربیت ته نوی رنګ ورکړ.له تېرولس اوشلوکالوراهیسي دمظلومیت احساسات زیات شوي دي که دمظلومیت احساسات ډیرشي نوبیاله موږه مثبت اړخ هېرشي غمونه ډیردي خوژوندبه هم کوو.دپښتوشمېره په خاطره کښي ښکاري تعلیم په نوروژبوکښي کوو.ګاونډي بلوڅ اوبراهوي قام ته وګوری دهغوشمېره ورکه ده په فارسي کښي ده هسي نه وي چي دپښتوشمېره هم رانه ورکه شي.ددې وروسته دډوډۍ دمه وشوه.دډوډۍ تردمې ډیردمخه پښتون ملي سالاراودپښتونخواملي عوامي ګوندمشراودپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی محمودخان اڅکزی هم وسیمینارته راغلی اوپه سیمینارکښې ګډون وکړی.دډوډۍ اودلمانځه ددمې نه وروسته ددویمي ورځي دریمه برخه دقرآ ن دسپیڅلوآیاتوسره دکابل څخه راغلي مېلمه عبدالغفورلېوال په مشري کښي پېل شوه.دمرستیال وظېفه دپېښورڅخه راغلې خورمېلمنه ډاکټرکرن سینین په غاړه وو.منشي ریاض تسنیم اوکوارډینیټرپوهاندډاکټرنصیب الله سیماب وو.په دې برخه کښي داسلام آبادنه راغلي مېلمه حنیف خلیل خپله مقاله په پښتوفلمونوکښي دپښتوکلتوري انځور،رزین انځورخپله مقاله پښتوژبه اواوسنۍ میډیا،عمرګل عسکرخپله مقاله په سهیلي پښتونخواکښي ژورنالیزم،اباسین یوسفزي خپله مقاله پښتواومېډیا،ډاکټرلیاقت تابان خپله مقاله ټولنیزي رسنۍ(سوشل مېډیااوپښتانه)فاروق سرورپښتوسټیج ډرامه په کوم پړاوده؟ وړاندي کړه.خوپه دې برخه کښي یوبرخوال چي دپښتواکېډمۍ صدرسیدخیرمحمدعارف خپله مقاله په دې نه کړه وړاندي دهغه ویناوه چي زه خپل وخت وراغلومېلمنوته ورکوم.تردې لږساعت مخکښي دپښتواکېډمۍ صدرسیدخیرمحمدعارف وپښتون ملي مشرمحمودخان اڅکزي ته دپښتنولونګۍ ورپه سرکړه.په دې برخه کښي هم دتېروبرخوپه شان مقالې وړاندي کونکوته جایزې ورکول شوې اووسیاسي اوقبایل مېلمنوته کوموچي په خپل لاسوومقالې وړاندي کونکوته جایزې وړاندي کړې ودغومېلمنوته دپښتواکېډمۍ له خواچهاپ شوي کتابونه په سوغات کښي ورکول شول.په دې موقع ډاکټرکرن سینین خوروویلې چي داډیرښه سیمیناردی دخیبرپښتونخواملګري هم دغه شان سیمینارجوړکړي دکویټه خلګ له دې سیمینارسره مینه ده له تېري دووورځوراهیسي دلته ناست دي اوپه سیمینارکښې ګډون کړی دی.په دې مهال عبدالغفوروویل چي ژبه دمېډیااومېډیادژبي دپاره ډیره مهیمه ده.بایدچي پښتوسینماسمه کړویایې بنده کړو پښتوسینمادپښتون کلتورپه ضدده.سوشل مېډیابایدچي داسي وکارول شي چي پښتانه تېرخپله ګټه واخلي.بایدچي ټیکنالوچي موږخپل دځان په ګټه وکاروو.ددویمي ورځي ددریمي برخي په پاې کښي پښتون ملي سالاراودپښتونخواملي عوامي ګوندمرکزي مشرمحمودخان اڅکزي هم خپله ویناوکړه.نوموړي وویل چي نړۍ پرموږداخبره تپي چي پښتون افغان ترهګردی پکاردي چي زموږلیکوالان اوادیبان دغه خبره غلطه ثابته کړي چي پښتون افغان ترهګرنه بلکې یوامن خوښونکی قام ملت دی.ادب که دخپل اولس ستونزونماینده وي نوښه وي که چیري دادقام اولس ستونزو نماینده نه وي دقام ترجماني نه وکړي نوهغه ادب خوندوارادب نه وي.زه له اسلام آبادڅخه یواځي په سیمینارکښي دګډون کونکووسلام ته راغلی یم.ځکه چي حبیب الله رفیع،معصوم هوتک،سیلم راز،اباسین یوسفزي اونورمېلمانه راغلي دي.محمودخان اڅکزي زیاته کړه چي له آمونه تراباسینه دادافغانانومسکن اوداوسېدوځاي دی.دټولي نړۍ تاریخ پوهان داواي چي داوطن دافغانانودی.داوطن موږته چاپه خیرات کښي نه دی راکړی.داوطنززموږاولس خپل دسرپه بېعه ساتلی دی.ددې وطن ساتنه اوخپله شمله اوچته ساتل دهرافغان وظېفه ده.زموږوطن په اورسوځي که ادبیانو،لیکوالانوودې خبروته پام لرنه ونکړه اوادب له سیاست سره ملګری نه شونوتاریخ به موږکله هم معاف نکړي.
ښاغلې محمودخان اڅکزي په مخه زیاته کړه چي موږپاکستان ماتول نه غواړو.موږپه پاکستان کښي اوسېدل غواړوخوپه دې شرط اوسېږوچي په افغانستان کښي به زموږله خاوري لاس وهنه نه کېږي.اوپښتنوته به دبرابري په بنیادحقوق ورکول.کېږي کوم حق چي په لاهورکښي وځوان،سپین ږېره،ماشوم اوښځي ته ورکول کېږي هغه به وهرپښتانه ته ورکول کېږي.پښتون افغان په تاریخ کښي دانه دی ثابته شوی چي ترهګراویافرقه پرسته پاته سو.کله چي نړۍ په حکومتونه پوهېدله پښتنوپه ډیروهېوادوباچاهي کولا.موږدژبي رنګ اونسل په بینادله هیچاسره کرکه نه کوو.څوک دي زموږوطن اوجومات ته په بدوسترګونه ګوري موږددوي وطن اودعبادت ځایوته په بده نه ګورو.په دې نړۍ کښي به ټوله ګزاره سره کووټوله انسانان دیومذهب هیڅکله نه شي کیدلاي.
ښاغلي محمودخان اڅکزي دډیورنډکرښي په حقله وویل چي دغه کرښه جبردی له افغانیت انکارکول جرم اوکفردی.پښتون قام یودوه هېواده دي.پښتانه دبل هېواداوخاوره نېول نه غواړي.خوخپله خاوره اووطن هم وچاته نه پرېږدي.پښتانه خپله خاوره وبل ته پرېښودل بې ننګي ګڼي.پښتونخواوطن دنړۍ ترټولوښتمن وطن دی.خوبیاهم دپښتونخواخلګ په نوروهېوادوکښي خواروزاردي اومزدوري کوي.موږپښتانه دپاکستان داوبومعاهده(لاس لیک)نه منو.هغه په دې چي په دې حقله نه له افغانستان سره خبره شوې ده اونه دپښتونخواله پښتنوصلاشوې ده.اوبه دپښتنودي خودسیندپه غاړه پراته پښتانه داوبودپاره دباران خواست کوي.دغه اوبه دپښتون افغان ملت اوبه دي.په دې اوبودکالا باغ بندجوړول هم نه منو.پکاردی چي په خوشحال ګړهـ کښي دي خوشحال بیراج جوړکړل شي.له دې څخه به دپښتونخواډیره سېمه خړوبه شي.
ښاغلي محمودخان اڅکزي زیاته کړي چي پښتانه په پاکستان کښي په څلوروبرخووېښل شوي دي.که هرڅومره څوکۍ په ټاکنوکښي وګټوموږبه له بلوڅوسره په اسمبلۍ کښي یوځاي یو.داټک پښتانه به له پنجابیانوسره په اسمبلۍ کښي دمنځنۍ پښتونخواخلګ خوهډواسمبلۍ نه لري اودخیبرپښتونخواخلګ به ځانته جلاپه اسمبلۍ کښي ناست وي.
ښاغلي محمودخان زیاته کړه چي موږپه هیڅ توګه هم نه غواړوچي آزادافغانستان موږپه تکلېف کړو.کویټه دپښتون افغان ملت وطن دی.په کویټه خودافغانستان پخواني امیرامیرشیرعلي خان اودانګریزترمنځه جنګ ګرم وو.امیرشیرعلي خان په دې خبره زورکوای چي کویټه دپښتون افغان ملت برخه ده خوانګریزغوښتله چي داځېني بېله کړي.که چیري چاداثابته کړه چي دډیورینډپه پوله ټهیکه مااخستې ده نوزه بیاله پښتونخواوطن کډه کوم.موږله افغانیت څخه انکارنه کوو.تردې وروسته دپښتونړیواله سیمینارددوي ورځي غوڼده پاي ته ورسېده.ماخوستن له مهاله وټولوراغلومېلمنوته دپښتونخواملي عوامي ګوندایالتي مخکښ اودپښتون بلوڅ ګډایالت داطلاعاتوڅانګي وزیرښاغلي عبدالرحیم زیارتوال له مېلمستیاورکول شوه.
دنړیواله پښتوسیمینارددریمي ورځي دلومړۍ برخه دقرآن پاک دسپېڅلوآیاتودتلاوت وروسته دکابل راڅخه راغلی پوهاندحبیب الله رفیع په مشرۍ کښي پېل شوه.مرستیال یې عبدالکریم بریالي،منشي یې ډاکټرحنیف خلیل اوکوآرډینیټریې ډاکټرلیاقت تابان وو.په دې برخه کښي داسلام آبادڅڅه راغلي ډاکټرعلي کمېل قزلباش په خپله مقاله پښتولیک داملااوانشاء ستونزي،دپېښورڅخه راغلې خورمېلمنې ډاکټرکرن سینین خپله مقاله دپښتوژبي بقاعمومي ستونزي،دکابل څخه راغلی مېملمه عبدالغفورلېوال خپله مقاله پښتواودژبي دنړیوال کېدوڅلوربنسټونه،عارف تبسم خپله مقاله پاکستان کښي دپښتودپرمختګ مسله،افغانستان څخه بل راغلي مېلمه عبدالرحمان حبیب زوي خپله مقاله دپښتوژبي بقاعمومي ستونزي وړاندي کړه.دروایاتوترڅنګ هغه شان پوښتني وشوې.(خوداځل دپښتونخواملي عوامي ګونډایالتي ډپټي سیکرټري اوپښتون بلوڅ ایالت دپارلیمان غړي نصرالله خان زېرې ویلي چي زه دمقاله نګارانوڅخه دپوښتني کولوپه ځاي داوړاندیزوړاندي کوم چي دنوروژبي اوقامونوپه شان دي یوه ورځ دپښتون کلتوردپاره هم وټاکل شي چي دغه ورځ به بیاپه ټوله نړۍ کښي په ګډه توګه لمانځل کېږي.دښاغلي دغه غوښتنه دقراردادونوجوړونکي کمیټۍ ته وسپارل سو.چي بیاداپرېکړوشوه چي هرکال به په ۲۳م ستمبردپښتون کلتور(کلچر)ورځ په ټوله نړۍ کښي لمانځل کېږي)بیاومقاله نګارانوته جایزې ورکول شوې اوجایزې ورکونکوته دپښتواکېډمۍ لخواکتابونه ورکول شول.په دې مهال دددې برخي مرستیال په خپل ویناکښي وویل چي هرمقاله نګاردقدروړدی اوډیري ښې مقالې یې وړاندي کړې.حبیب الله رفیع په دې مهال وویل چي دژبي ستونزي باید چي هواري کړل شي.پښتوسوچه کولوپه ځاي پښتوسمول پکاردی دپښتوژبي ګرایمرکارکول غواړي.دپښتوهرلهجه خزانه بایدچي داخوندي کړواوکارځیني واخلو.دلهجولیکل زموږدپاره زیان دی.په لهجوکښي پښتولیکل کفردی.دلیکوالانوڅخه خواست دی چي دپښتوپالنه دي وکړي.که پښتوپرمختګ وکړي نوموږهم پرمختګ کولای شو.بایدچي موږلهجې ونه لیکوبلکې پښتوپه خپله بڼه کښي ولیکو.چي زموږماشومان زدهکړه ځیني وکړي.که موږخپله ژبه ولرونوبیادیوه دښمن هم په موږزورنه رسېږي. تردې وروسته بیادچاې دمه وشوه.دچاې ددمې وروسته دویمه برخه پیل شوه ددې برخي دمشرۍ دپاره دپوهاندولي محمدسیال کاکړنوم په فهرست کښي لیکل شوی ووخونه یوخبرچي هغه په دې عملي اونړیواله سیمینارکښي ګډون ولي نه وکړي.دمشرۍ څوکۍ دبل مېلمه ته ورکول شوه اودمرستیال وظېفه دکابل راغلې خورزرغونه رښتین ترسره کولا.منشي ډاکټرخادم حسین اوکوآرډینیټرسیدمحمدحسن آغاوو.په دې برخه کښي پروفیسرنصیب الله سیماب خپله مقاله آیادکنزومرژبه سوچه کېدای شي؟دټل نه راغلی مېلمه سلیم بنګش خپله مقاله دپښتوژبي مستقبل،پروفیسرعبدالغني غنوخپله مقاله دپښتوژبي داخلي اوخارجي ستونزي،دکینیډانه راغلی مېلمه محمدمعصوم هوتک خپله مقاله دپښتو لیک دوداونړۍ ستونزي،رضامحمدرضاخپله مقاله دپښتوژبي دبقاستونزي اواباسین یوسفزي هم خپله مقاله وړاندي کړه.دروایاتوسره سم په مقاله وړاندي کېدونکوسوالونه وشو.هغویې ځوابونه وویل. مقاله وړاندي کونکوته جایزې ورکول شوې اوجایزې ورکونکوته ته دپښتواکېډمۍ لخوادکتابونوسوغات ورکول شواوددې برخي مرستیااومشرخپلي ویناوي وکړې اوبیادغرمې دډوډۍ اودلمانځه دمه شوه. ددمې وروسته دپښتون بلوڅ ګډایالت سترایالتي وزیرډاکټربلوڅ په سیمینارکښي ګډون وکړی.په دې برخه کښي اباسین یوسفزي ددرې ورځنۍ پښتونړیواله سیمینارقراردادونه وړانه کړل.دې سیمینارغوښنته وکړه چي پښتون یوامن خوښونکی اولس دی دترهګری ختمولودپاره دي له پښتون وطنه ټول ترهګروایستل سي،۲۳م ستمبربه په ټوله نړۍ کښي دپښتون کلتور(کلچر)ورځ لمانځل کېږي،دولتي تعلیمي څانګوکښي حکومتي ژبه پښتووګرځول شي اوپښتودي لازمي ژبه کړل شي،له ګواده ترکاشنغرپه سړک دي ژرترژره کارپیل شي چي دغه ددې سیمي دامن لورګټورګام دی،راځي چي ټوله پښتانه په شریک لوظ وکړوچي پښتنوانجونوته به تعلیم ورکوو،دپښتواکېډمۍ کلنۍ بودیجه ګرانټ کښي دي وده وکړل شي،کومي تعلیمي څانګي چي تړل شوي دي یاوراني شوي دي هغه دي بیرته جوړي کړل شي،په هري پوهنځي کښي دي دپښتوڅانګه پرانستل شي،په کراچي کښي دي دپښتوادبي ټولنوسره هغومره مالي مرسته وشي څومره چي له نوروژبوسره کېـږي.دحکومت بلوچستان له خواچي دپښتنواوبلوڅانوهنرمندانوته کومې جایزې ورکول کېدې هغه دي بېرته ورکول شي له څوکالوراهیسي دغه جایزې ورکول بندشوي دي،ځوان نسل دي وهڅول شي چي دقام خدمت وکړي،په بلوچستان اوپېښورکښی دي دپښتوسټډی سرکل جوړکړل شي،داولس مجلې خورول دي بېرته پیل شي،دټولوسیاسي ګوندوڅخه داغوښتنه کووچي دپښتوژبي ثقافت دپرمختګ دپاره دي په خپل ځاي کاروکړي اودغسي نورقراردادونه وړاندي کړل شول.په دغه مهال داطلاعاتوایالتي وزیرښاغلي عبدالرحیم زیارتوال دااعلان وکړی چي دایوقراردادباندي داهسي پوهـ  شي چي عمل وشو.دنومبرترمیاشتي به اولس مجله پښتون اولس په خپل لاس کښي وویني.په دغه مهال دپښتونړیواله سیمیناراعلامیه هم وړاندي کړل شوه.چي پکښي وویل شوچي دپښتواکېډمۍ بلوچستان لخواد(پښتوژبه جهانیت،ستونزي اوامکانات)تر سرلیک لاندي درې ورځنی نړیواله سیمیناردکوټي ښارپه سریناهوټل کښي په ۱۲،۱۳،۱۴ستمبرجوړشو.چي پکښي دلروبرافغان ملت پښتون مېشتوسیمواوکاناډا،جرمني څخه راغلوپوهانو،لیکوالو،سیاسي مشرانواو فرهنګي نامتوڅېروګډون کړی وو.پښتواکېډمۍ پښتوژبي،فرهنګ اودپښتنوکلتوري ارزښتونوته ورپېښوستونزواوګواښونوته په پام دغه سیمیناررابللی وو.په سیمینارکښي پوهانو:۱.دپښتوژبي تعلیمي ستونزي.۲.پښتوادب اوعصري غوښتني.۳.پښتوژبه اورسنۍ.اودپښتوژبي عمومي ستونزي وڅېړلې،بحث یې پروکړاوددغومهمومسایلوپه اړه یې بېلابېلومقاماتوسپارښتنې وکړې،چي ددغوسپارښتنوبشپړلسټ به دقراردادونوپه برخه کښي وړاندي شول.خوهغه څه چي موږددغه سیمیناردارزونې په برخه کښي وړاندي کولای شو،دغه دي.
۱.دسیمیناردګډونوالوټینګارپردې ووچي پښتودټولوپښتنوګډمیراث،ارزښت اوښتمنۍ ده.چي ساتل، پالل،ددوي اوپراختیارله پاره یې هڅي دهرپښتون ملي حاکمیت پوهنیزبنسټ اوښتمنوپښتنوګډ مسولیت دی.
۲.دپښتوژبي دسمون اولیکدوددیووالي له پاره دي دټولي پښتني جغرافیې په سطح یوباصلاحیته اوواکمنه مرجع ارمنځته شي.
۳.ددغه رازسیمینارونولړۍ دی ټولوپښتني سیموته وغزول شي.
۴.دسیمینارګډونوالوډاډڅرګندکړچي پښتوژبه به ژوندۍ وي اوله ورپېښوستونزواوخنډونوسره به بریالۍ اوسرلوړې مقابله اومبارزه وکړي.
۵.دسیمینارسمبالوونکوته سپارښتنه کېږي چي په دغه سیمینارکښي لوستل شوي مقالې اوویناوي دیوې ټولګې په توګه چاپ اوخپرې کړي.زموږپه عقیده دغه سیمینارډیربریالی اوګټوروواودسمبالوونکوهلي ځلي یې دزیاتې قدردانۍ اوستایني وړدي.
تراعلامیه وروسته دپښتون بلوڅ ګډایالت سترایالتي وزیزډاکټرعبدالمالک بلوڅ دسهیلي پښتونخواوهغو زړوشاعرانو،لیکوالانواوادیبانوته داکېډمۍ لخواجایزې ورکړې چي هغه خویاپه حق رسېدلي دي اویاناروغه دي په کورپراته دي.لکه اروښادابوالخیرځلاند،صاحبزاده حمیدالله،اوراښادسیدمحمدرسول فریادي،رب نوازمایل،ارواښادافضل شوق،ارواښادډاکټرخدایداد،ارواښادساي کمال خان اودغسي نور.ترددې وروسته دپښتواکېډمۍ صدرسیدخیرمحمدعارف سپاسنامه وړاندي کړه اوبیاسترایالتي وزیرډاکټرعبدالمالک بلوڅ وویل چی خپله ژبه خپله کړی.دچاسره چي خپله ژبه نه وي هغه بیاهیڅ نه وي.ژبه ډیره خوږه ده.پښتواو بلوڅي ژبي سره نزدې ژبي دي.دهرقام پرمختګ کښي دهغه ژبه ډیره مهیمه وي.کله چي زه لوستونکی وم هغه وخت په پاکستان کښي دضیاء الحق آمریت وو.په هغه وخت کښي زه هم لیکوال ووم دبلوڅ ملتپاله لوستونکوسازومان بي ایس اولخوامي یوه مجله خپروله.نوموړي وویل چي دپښتنواوبلوڅوپه ضدډیري پروپیګنډې رواني دي لیکوالان دي ددې مخ نېوی وکړي.دایوښتمه پېړۍ ده په دې پېړۍ کښي ژبي نه پناه کېږي بلکې ژبي اوقامونه پرمختګ کوي.کله چي موږپه واک کښي راغلي یوله هغې ورځي څخه موترننه پوري دپښتو،بلوڅي اوبراهوي ژبي له هنرمندانواولیکوالانوسره مرسته کړې ده.موږیعني دملتپاله ګوندو حکومت ترخپله وسه دغه مرسته ورسره کوي.ځکه چي په دې هېوادکښي وهنرمندانواولیکوالانوته پام لرنه نه کېږي.موږدهغولیکوالانوکتابونه چهاپ کولوته چمتویوچي هغه خپل دکتاب چهاپه ولواوس اوتوان نه لري.دې اوسني حکومت په ایالت کښي دهري ژبي اکیډمۍ کالنۍ بودیجه ورزیاته کړې ده.داموږهڅه ده چي دغه بودېجه به نوره هم زیاته کړو.نوموړي وویل چي پښتونړیواله سیمینارپه هرتوګه بریالی سیمیناردی. زه ددې سیمیناروګډون کونکوته تبریکي وایم.دخوشحالۍ خبره خودغه چي په دې سیمینارکښي په ګڼ شمېرځوانانوګډون کړی دی اودلته په پښوولاړدي داددوي له خپلي ژبي سره مینه ده.دپښتواکیډمۍ غړو اودپښتنوسیاسي مخکښانوته ډاډورکوم چي دوي له پښتوادب سره خپله مینه څرګنده کړه.نوموړی وویل چي په بلوچستان کښي له خیبرپښتونخوااوافغانستان څخه دپښتودپاره کارلږروان دی.ادب دمیني سمبول دی موږمورنۍ ژبي ولوستونکوته په ویلوپیل کړی دی.پکاردی چي موږوخپل بچیانوته خپله ژبي ورزده کولوترڅنګ خپل دوددستورهم وروښایو.ادیبان ډیرمهیمه خلګ دي زموږسیاسي مشران لکه خان شهید، ګل خان نصیرهم سیاسي مخکښان وې اوهم لیکوالان وې زموږسیاسي ملګروته هم پکارده چي ادب ته پام لرنه وکړي.زه دراغلوټولومېلمنولیکوالانومننه کوم.په دې مهال سترایالتي وزیردپښتواکېډمۍ دپاره د۲۰لکهـ کالدارودمرستي اعلان یې وکړی اودغه اعلان یې هم وکړی چي هرهغه پښتون شاعرچي دخپل کتاب دچهاپ کولوجوګه نه دی غریب دی وس یې نه لري رادي شي کتاب یې زه ورچاپ ته سپارم.
دپښتواکېډمۍ ترنظارات لاندي کېدونکې نړیواله سیمینارخوډیرښه اوپه زړه پوري ووپښتانه واي دښایستې یوعیب نه عیب.لنډه داکه په دې سیمینارکښي څه خامیاني وې هغه په خپل ځاې خوسیمینارډیرتاریخي وو.دپښتواکېډمۍ کویټه دتاریخ لومړی اوتاریخي سیمیناروو.دپښتواکېډمۍ بنسټ سترپښتومبارزخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي اونوروپه پښتومئین لیکوالانوپه کال۱۹۷۱ء کښي کېښودله لومړۍ ورځي څخه ترننه پوري دغه شان تاریخي سیمیناریې په دې دومره اوږدې مودې کښي نه دی کړی.دالاڅه کووچي په دې ټوله موده کښي څوکسانوپښتواکېډمۍ کویټه په خپل ولقه کښي اخستې وه نوې پښتانه لیکوالان یې واکېډمۍ ته نزدې هم نه پرېښودل.اوهروخت به اکېډمۍ بنده وه.داخودپښتونخواملي ګوندپه هڅوحکومت فنډورکړاولویه اکېډمۍ یې جوړه کړه اوبیادې نوې مشراوعمومي منشي یې داکاروکړچي دپښتواکېډمۍ دروازه یې وهرچاته پرانستله اودادی چي اکېډمۍ لخواپه کویټه کښي یونوی تاریخ ولیکی شو.په دې تاریخي سیمینارکښي دپښتون ملتپاله ګوندپښتونخواملي عوامي ګوندمرکزي اوایالتي مشرانودروې ورځي ګډون درلودچي پکښي دقامي اسملۍ غړي قهارخان ودان،میرمن نسیمه پانیزي،سینیټرعثمان خان کاکړ، پخواني سینیټرعبدالروف لالا،دایالتي اسمبلۍ غړي نصرالله خان زېرې،سپوږمۍ اڅکزي،عبیدالله بابت چي دځنګلاتووزارت صلاکاردی،سرداررضامحمدبـړیڅ چي دتعلیم څانګي صلاکاردی ګډون درلود.دغه شان دعوامي نیشنل ګوندایالتي مشراصغرخان اڅکزي یوه ورځ ګډون وکړی،دجماعت اسلامي عبدالمتین اخوندزاده،قبایلي مخکښان حاجي نصیرباچااڅکزي،ملک عبدالولي کاکړاودغسي دنوروسیاسي ګوندومخکښانوګډون درلود.په سیمینار کښي دباچاخان پوهنتون له خواډکومنیټري فلم وړاندي شو.سیمینارکښي موږته داهم څرګنده شوه چي په کال۱۸۵۰ع کښي سیدوباباپه سوات کښي دپښتوورځپاڼي اجراء کړې وه.دغه شان هم راته څرګنده شوه چي ځینې کسان په ټي وي اوراډیوخپرونوکښي ناست وي.دپښتونوې توري لغات رامخته کوي کوم چي دپښتو دپاره لوې زیان دي.پکاردی چي پښتواکېډمۍ په راروان وخت کښي دغه شان نور سیمینارونه دپښتو د پرمختګ دپاره وکړي.کله چي په سهیلي پښتونخوااویاپه خیبرپښتونخواکښي دغه شان سیمینارونه کېږي نوپکارده چي په دغه سیمیناروکښي دپښتون ملي مبارزخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی اودباچاخان په حقله هم یوه یوه مقاله پکښي وویل شي اوکه بیادغه سیمینارونه په افغانستان کښي کېږي نوهلته دي هم یوه یوه مقالې پښتونخواددې مشرانوپه حقله وي.دپښتواکېډمۍ ترڅنګ داپښتونخوا ملي عوامي ګوندهم لوې زیاردی چي ددې ګونددحکومت په وخت کښي په سهیلي پښتونخوا کښي یوبریالی سیمیناروشو. او ایالتي حکومت ددې په بریالیتوب کښي مهیمه رول ولوبوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery