مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دویني ګروپ او روغتیا ( دوهمه برخه)‏

بخت الرحمن بخت
نن غواړم په دي سلسله کي دویني دګروپونه (A) برخه باندي رڼا واچوم، هغسي خو دویني ټول اته ګروپونه دي یعنی دویني کوم څلور ګروپونه چي زه دلته یادوم هغه که مثبت او که منفی وي دغذا په مقابل کي یو ډول حساسیت ښیی دویني ټول څلور ګروپونه چي دغه څلور ګروپونه بیا په مثبت او منفی باندي تقسیم شوي دي چي دغذا سره تعمل او تعلق په برخه کي یی منفي او مثبت مهم نه دي د مثال په توګه دوینی ګروپ (A)، دغه ګروپ که منفی وي او مثبت وي له غذا سره یی تعمل یو ډول وي.
د انساني وینه ګروپ (A): دغه ګروپ ته سبزي خوړونکي ګروپ ویل کیږي ډیر نازک طبعیته او حساس ګروپ دي ددغه ګروپ لرونکي کسان خپل ژوند کي ضرور باید خپلي روغتیا ته خاصه پاملرنه وکړي، وخت په وخت ځیني اړین معاینات وکړي تازه او صافه غذا وخوري کوښښ دي وکړي چي دکور پخه ډوډۍ وخوري دهوټلونو او دیوه وخت څخه بل وخت ته له پاته شوي خوراک څخه دي ډډه وکړي، سبزي او تازه میوي دي دخپل خورک لازمي اجزا وګرځوي دپسونو، غوایانو او میښو غوښه دي بلکل ترک کړي ډیر غوړ لرونکي لبنیات او دوچي میوي له ځینو ډولونو سره دي هم احتیاط کوي.
په سبزوکي یواځي پټاټي، خوږي پټاټي، رومیان، ګوبی (کلفي) او مرچ هغه سبزي دي چي د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره نقصان رسونکي دي او باید ورڅخه ډډه وشي.
اومه (خام پیاز)، دکدو زڼي او ممپلي ورته ډیره پایده لري دخپل ورځني خورک حصه یی باید وګرځوي ځکه چي دبدن دفاعي قوت یی مضبوطه وي دناروغۍ مخه یی نیسي او کومه ناروغي چي له وړاندي په اخته شوي وي دهغي دپرورش او پرمخ تګ مخه ډب کوي.
په لبنیاتو کي قلیل الدسم ( لږ غوړ لرونکي ) مستي او شیدي خوړلی شي، له ډير غوړ لرونکي لبنیاتو سره او له لبني مصنوعاتو سره دي احتیاط کوي هغه لبني مصنوعات چي کم غوړ لرونکي لبینات ورکښی استعمال شوي خوړلی شي.
میوه ورته ډیر پایده لري البته، له ام، پاپیتي او مالټي سره دي احتیاط کوي ځکه ددغه ګروپ لرونکی کسانو دهضمیی نظام دغه میوي په مشکل هضم کوي.
لاندي چارټ یاجدول کي غذاوي پردرو ګروپونو تقسیم شوي دي
 ۱: هغه غذاوي چي خوړونکي ته فایده لري ۲: هغه غذاوي چي ورته خاص پايده نه لري خو نقصان هم ورته نه لري یعني دغذا په ډول یی استعمالولای شي ۳: هغه غذاوي چي خوړونکي یی ښه په خوند خوری په خوله ورته ډیره مزه هم ورکوي خو باطن کي ورته دزهرو مثال لري.
۱ هغه غذاوي چي د (A) ګروپ لرونکو لپاره دومره ګټه لري لکه دوا چي خوري
 الف: غوښي: د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره یواځي دچرګ دغوښی اجازه شته، یعني دغه ګروپ لرونکو کسان کچیری غواړي چي غوښه وخوري نوصرف دچرګ او پلمرغ غوښه خوړی شي چرګ هم باید کوښښ وشي چي کورنی چرګ پیداکړي. نوره یوډول غوښه نشي خوړی هغه که غواوي میښی اویا واړه پسونه وي.
ب: بحري ( سمندري) خواړه: د (A) ګروپ لرونکي کسانو لپاره دغه لاندي ډول ماهیان خوړل ډیره پایده لري:
کارپ، کاډ، ګروپر ماکریل، مونک فیش، پیکریل، ریډ سنیپر، رینبو ټروپ، سالمن، سارډینا، سي ټروټ، سیلور پرچ، سنیل، وایټ فیش، یلوپرچ، دغه ټول دماهیانو هغه ډولونه دي چي د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره ددوا په ډول ګټه لري، مشهور ماهي پخوونکو یا ماهي پلورونکو دغه پورته نومان دماهیانو پر غوښه یاخپله ماهیانو باندي لیکلي وي، تاسو یی خپله نوم ویلی شي او که نوم ور باندي نه وي لیکلي له ماهی پلورونکي څخه یی دنامه تپوس کولای شي.
ج: لبنیات: د (A) ګروپ لرونکي کسان ډیر کم لبنیات هضمولای شي، څیړنه کوونکی ډاکټر ورته دلبنیاتو خوړلو مشوره نه ورکوي، یواځي هغه لبنیات دلته ذکرکوي کوم چي ( A) ګروپ لرونکي کس ته یی دخوړلو اجازه شته یعني دضرورت په وخت کي یی خوړلی شي.
مستي، پنیر، دوزو شیدی ځکه چي د وزو شیدي دغواوو، ګاومیښو او میږو دشیدو په پرتله کم غوړ لري له دغو څخه علاوه نور لبنیات لکه دغوا، میښي او میږي له شیدو او له دغو شیدو څخه جوړ شوي موادو څخه کلک پرهیز کول په کاردي.
د: غوړي: د(A) ګروپ لرونکو خلګو لپاره دزیتون او بذرلکتان ( linseed oil) ډير مفید دي او همدارنګه د ماهي د یني او کانولا تیل هم خوړلی شي ورته نقصان نلري.
ر: وچه میوه: په وچه میوه کي دکدو زڼي او ممپلي هغه میوه ده چي د(A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره خاصه ګټه لري ددغي میوي په خوړلو سره دبدن دفاعي قوت زیاتیږي دناروغیو په مقابل کي یی دمقاومت او جګړي توان زیاتوي دغه ګروپ لرونکي کسان له پستي، کاجو او برازیلي چارمغه څخه بغیر نوري ټولي وچي میوی خوړلي شي خو کومي میوي چی ورته زیاته ګټه رسوی هغه دکدو زڼي، او ممپلي دي.
ز: حبوبات: لوبیا، نخود، لیمیا چی زړ رنګ لري اوله لیمو څخه په حجم کي لږ ستره معلومیږي او همدارنګه دګردي په شکل کوچنی لوبیا او هندي خورما ورته زیات تاوان لری د (A) ګروپ لرونکي کسان دپورته حبوباتو له خوړلو څخه باید پرهیز وکړي ځکه دغه حبوبات د (A) ګروپ لرونکو کسانو دانسولینو دجوړولو نظام متاثره کوي له پورته ذکرشویو حبوباتو څخه علاوه نوري ټولي غلي داني خوړلی شي خو عدس او یو ډول نور حبوبات چي خړ رنګ او په منځ کي توري سترګي لري لوبیا ته په شکل کي ورته وي په انګريزي کی ورته (black eyes peas) تور سترګي مټر وایی ددغو خوړل ورته زیاته ګټه لري.
ر: غله چی ډوډي ورڅخه جوړیږي: د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره ترټولو ښه ډوډي له قطیفه او حنطة السودا چي انګریزي کي ورته (Amaranth او buckwhaeat ) وایی څخه جوړه شوي ډوډي ده ډیره ګټه لري کوښښ دي وکړي چي له دغو دوو رقمو غلودانو څخه جوړه شوي ډوډي وخوري
 سبزي: د(A) ګروپ لرونکي کسان تقریبا ټول سبزي خوړلی شی او ټول سبزي ورته ګټه لري که دغه ګروپ لرونکو کسان دخپل ورځني خورک لویه برخه سبزي وګرځوي په ټول ژوند کي به ډاکټر ته محتاجه نشي ددغه ګروپ لپاره سبزي هم غذا او هم دواده، هغه سبزي چي ډيره ورته فایده لري او ډیر زیات یی باید وخوري هغه په لاندي ډول دي.
وږی ( ثوم) یا ګارلیک، پیاز، ګاجري ( زردکي)، (بروکل) ګوبي ته ورته ګڼ شنه بلګونه لري)، کولارډ ګرین(کرنب) دغه هم دسبزو په څیر شني پلن بلګونه لري، کلم پیچ (KALE) شنه زیږه بلکونه لري، کدو، پالک دچقندر بلګونه، شلغم، او بنډي ورته زیاته ګټه لري دورځني خورک لویه برخه یی باید دغو سبزیو باندي مشمتله وي‎، له پټاټو، خوږو پټاټو، پوڅکي (مشروم)، دګوبي ( کلپي) ټول رقمونه، رومیانو، مرچو، بانجڼانو او زیتون له دانو څخه دي کلک پرهیز وکړي.
س: میوي د(A) ګروپ لرونکي کسان دلاندي میوو څخه بغیر نوري ټولي میوي خوړلی شي هغه میوي چي د(A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره تاواني دي به لاندي ډول دي.
۱: ختکی ( دخټکي ټول ډولونه) ۲: پپیا ( پاپیته) ۳: نارنګي ۴: ام ۵: کیله ۶: کوپره، مالټي او پښۍ هغي میوي دي چي دغه ګروپ لرونکي کسان یی باید ونه خوري او دغو پورته ذکرشویو میوو څخه بغیر نوري ټولي میوي ښه په مزه خوړلی شي.
هغه میوي چي د( A ) ګروپ لپاره هم دوا او هم غذا ده هغه په لاندي ډول دي
 ۱: توت زمیني ، بلیک بیري، بلوبیري، بوای سنبیري، کرینبیري، اینځر، زرد الو، شفتالو، چیري، لیمو، دانګورو ټول ډولونه، او اناناس دي، دغه میوي ددغه ګروپ لرونکو کسانو لپاره دوا او غذا دواړه دي ښه په مزه مزه دي خوري.
چايي: د(A) ګروپ لرونکي کسانو لپاره شني چایی څښل پایده لري له تورو چایو سره دي احتیاط کوي، بس که یی سورولي نو دي شني چاي سوروي.
نوربیا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery