مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دویني ګروپ او زمونږ روغتیا‏

( بخت الرحمن بخت)
ایا تاسو تراوسه په دي فکر اوګمان یاست چي دویني ګروپ تعینول یواځي له یو انسان څخه بل انسان ته دویني دانتقال لپاره لازمي او اړین وي؟
 نه داسي نه دي دویني دګروپ دتعینولو په اړه مونږ نوري څیړني او تحقیق ته ضروت لرو او زمونږ هغه باور باندي باید له سره فکروکړو چي وایو دویني ګروپ یواځي ددي لپاره باید تعین شي چي داړتیا په وخت کي له چا څخه وینه واخلي او یا بل کس ته دضرورت په وخت کي وینه ورکړي.
څیړنو ښودلي ده چي دویني ډول دهر انسان دناروغتیا، روغتیا او غوره ژوند په ډيرو اړخونوپوري ارثي تړاو لري او دانسانانو دښه ژوند، ښی روغتیا او غوري ګارګردي لپاره دویني دګروپ تعینول او ځان ته دخپلي ویني دډول معلومول ضروري ده.
مونږ وینو ځیني خلګ دخپل بدن وزن په ډیره اساني سره عادي ساتي په ډیر کم ایکسرسائز (ورزش) سره کولای شي خپل لوړ وزن په ډیرو کمو ورځو کي او په کم سپورټ سره راکښته کړي، خو باالعکس نور وروڼه بیا وینو چي دبدن وزن کمول ورته غټ ګواښ جوړشوي وي او همیشه ورسره په جنګ اخته وي او ددغي جګړي له ګټلو څخه ناهیلی شوي وي.
او همدارنګه مونږ ځیني خلګ وینو دخپل ژوند په نیمایی کي یا چي کله دعمر له نیمایی څخه لږ ور پورته شي په ډول ډول وژونکو ناروغیو باندي اخته وي او نور بیا وینو چي دخپل عمر په اخیرو شیبو هم کي دځوانانو په ډول روغ رمټ وي دغه ټول دانسانانو د وینو په ډول پوري اړه لري.
دانسانانو دوینو ډول معلومول یواځي ددي لپاره نه دي اړین چي دضرورت په وخت کي چاته وینه ورکړي او یادي له بل کس څخه وینه واخلي بلکی دویني ډول یا ګروپ تعینول نور ډیر اړخونه لري چي باید هر انسان یی معلوم کړي او دخپلي ویني له ډول سره سم ورځني ژوند په مخ بوزي.
دانسانانو دوینو ګروپ تعینول انسانانو ته ښیی چي خپلو ورځني خوړو کي کوم شیان وخوري او کومو غذاوو څخه ډډه وکړي، څرنګه چاپیریال کي واوسیږي او له کوم ډول چاپیروال څخه ځآن لري وساتي کوم ډول کومو حالاتو کي احساستي کیږي او کومو حالاتوکي یی دماغ عادي حالت کي وي، کوم وخت لویی او مهمی پریکړي وکړي او په کومو حالاتو کي له لویو او مهمو پریکړو څخه ډډه وکړي او سازګار حالت ته یی وځنډوي، له دغو پورته ذکرشویوحالاتو سره انسان خپل ځان هغه وخت عیاره ولای شي چي کله ورته دخپلي ویني ډول (ګروپ) معلوم وي.
دویني دډول معلومول له وړاندي څخه انسان ته دور پښودونکي ناروغیو په اړه معلومات ورکوي
 څیړنو ښودلی ده هغه کسان چي دویني ډول ( ګروپ) یی ( O ) وي هغه که (o+)یا (o-) منفي وي ددغه ډول ویني لرونکي کسان باید دمعدي دتیزابیت په اړه محتاط واوسي او دمعدي دتیزابو دمعلومولو لپاره باید په ژوند کي څو ځلي ډاکټرته ورشي خو ددغه ګروپ لرونکو کسانو لپاره پیا دخوند خبره داده چي (او) ګروپ لرونکي کسان ډیر کم دزړه په ناروغي باندي اخته کیږي.
2: هغه کسان کوم چي دویني ډول یی (A) وي، داډول وینه لرونکي کسان دکولمو دزخم په ناروغي باندي ډیر ژر اخته کیږي که یی ژر درملنه ونشي دغه ناروغي بیا په سرطان باندي هم بدلیدلای شي او همدارنګه هغه میرمني چي دویني ډول یی (A) وي داولادونو په ږیولو کي ډیره پهلوانه وي یعني ډیره زرخیزه وي
 ۳: او همدارنګه هغه کسان کوم چي دویني ډول (ګروپ) یی (AB) یا (B) وي دغه ډول وینه لرونکي کسان دپنکرو په سرطان باندي ژر اخته کیږي ددغه ډول ویني لرونکو خلګو لپاره به ښه دا وي چي دخپلو پنکرو په اړه کله کله ډاکټر ته ورشي او دفنکرو دروغتیا په اړه له اړوند ډاکټر څخه مخکي له دي څخه چي دغه ناروغي باندي اخته کیږي معلومات تر لاسه او کوم احتیاتي تدابیر چي ډاکټر له لوري ورته توصیه کیږي باندي عمل وکړي.
دویني ډول او خورکونه: دلته زه په اختصار سره ورته اشاره کوم نور تفصیل به په راتلونکي لیکنه کي ولولي.
۱: (O) ګروپ لرونکي خلګ: هغه کسان چي دویني ډول یی (O) وي دغه ډول وینه لرونکي کسانو ته غوښ خوړونکي کسان ویل کیږي بس مزي دي کوي داغاجان او ګلاف هوټل روشونه دي وهي، له غلو دانو او لبنیاتو سره دي احتیاط کوي په غنمو کي دګلوټین په نامه سره ماده چي یو ډول پروټین دي داورسره ښه نه لګیږي وزن یی زیاتوي او دنس دغټوالی لامل یی ګرځي.
له جوارو، لوبیا، عدس او ګوبی څخه دي لري ګرځي، عادي ورزش دي کوي په اونۍ کي دي دري څلور ځلي سهار وختي یا مازیګر وخت مونډه کوي او همدارنګه مارشل ارټ هم ددغه ډول وینه لرونکو کسانو لپاره غوره ورزش دي.
 (A) ګروپ لرونکي خلګ: بد بختانه دغه ډول وینه لرونکي کسان غوښه نشي خوړای چي زه خپله هم له دغه کروپ لرونکي کسانو سره تعلق لرم (A) ګروپ ته مونږ سبزي خوړونکی ګروپ ویلای شو، (ډاکټر ډي اډامو) چاچي دغه څیړنه کړيده وایی (A) ګروپ لرونکي کسان باید ډیر محتاط و اوسي ډیره تازه او صافه غذا وخوري دویني په څلور سره ګروپونو کي د (A) ګروپ یواځیني ګروپ دي چي ډیر ژر په ناورغیو اخته کیږي په خاصه توګه سرطان، دزړه ناروغي او شکري خو دکورپه دروازه کي ورته انتظار وي، دغه ګروپ لرونکي کسان دي کوښښ وکړي چي سبزي او میوي ډیري وخوري هغه هم ډيري تازه او که یی بیخي له غوښو چاره نه درولوده دچرګ غوښه ورته تاوان نه لري ځیني خاص قسمه ماهیان هم خوړلي شي راتلونکي لیکنه کي به یی زه ذکر کړم، ورته خام پیاز، ممپلي او دکدو زوڼي ډیره ګټه لري، خام پیاز، ممپلي او دکدو زوڼي یی دبدن دفاعي قوه (Immune system ) نور هم پیاوړی کوي، ارام او ساده ورزش دي کوي له داسي چاپیریال څخه دي ځان لري ساتي چیري چي ډير زوږ او شورماشوروي.
 (B) ګروپ: دغه ګروپ لرونکي کسان ډیر خوش نصیبه کسان دي دناروغیو په وړاندي سخته مقابله کونکی ګروپ دي، هاضمي نظام یی ډیر قوي اوپیاوړی وي ډیر سخت شیان په اسانه سره هضم کولای شي او دغه ډول ګروپ لرونکي خلګ دخپل عمر په اخیرنیو شپو ورځو کي هم ډیر تکړه وي دمهلکو یا وژونکو ناروغیو په وړاندي سخت مقاوت کوي ددغه ګروپ لرونکو کسانو دغذا په اړه راتلونکي لیکني تفصیلي بحث کوو البته دغه ګروپ لرونکي کسان هم غوښه خوړلی شي.
 (B) ګروپ لرونکي کسان شاقه ( سخت ) بدني ورزشونه کولای شي لامبو وهل دغه ګروپ ته خاص شوی ورزش دي.
 (AB) ګروپ: دغه ګروپ په اړه به هم نور تفصیل راتلونکي لیکنه کي درکړم، دلته صرف دومره ذکرکوم چي (AB) ګروپ کي د(A او B) دواړو ګروپونو خاصیتونه وجود لري.
نوربیا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery