مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د څلور ولایتونو په صنعتي پارکونو کې پانګوالو ته د ځمکو وېش پیلېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
ټاکل شوې چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په څلورو نویو صنعتي پارکونو کې سلګونو پانګوالو ته ځمکې ووېشل شي. افغان صنعتکاران وايي، له پانګونې د ملاتړ اداره به په هغو ولایتونو کې چې صنعتي پارکونه په کې جوړ شوي دي، ډېر ژر پانګوالو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل کړي. د ځمکې نه شتون هغه ستونزه ده چې پانګوال یې په افغانستان کې د صنعت پر وړاندې لوی خنډ ګڼي. سره له دې چې په تېره یوه لسیزه کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په څو لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي، خو صنعتکاران وايي چې دغه پارکونه لږ او ستونزې یې نه شي ځوابولی. د افغانستان د صنعتکارانو سراسري ټولنه وايي چې اوس هم ډېر شمېر تولیدي فابریکې په شخصي ځمکو کې فعالیت کوي او له اړینو اسانتیاوو بې برخې دي. د تولیدي فابریکو لپاره د ځمکو پر نه شتون سربېره، د برېښنا نشتوالی او د برېښنا لوړه نورې هغه ستونزې دي، چې افغان پانګوال یې د خپلو کارونو پر وړاندې لوی خنډ ګڼي. خو په هغو صنعتي پارکونو چې د ایسا له خوا په معیاري بڼه جوړ شوي دي، په نسبي ډول دغه اسانتیاوې برابرې شوې دي. د افغانستان د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپی وايي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د لازمې زېربنا د نشتوالي له امله پانګوال په هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. عبدالجبار ساپي همیانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، که څه هم په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په هېواد کې د پانګونې لپاره د خلکو فوق العاده لېوالتیا موجوده وه، خو په دې برخه کې لویه ستونزه د صنعتي پارکونو نشتوالی دی. ساپی وايي، د همدې ستونزې د حل لپاره د پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا ژمنه کړې چې ډېر ژر به د هېواد په څلورو ولایتونو کې صنعتي پارکونه فعال کړي. هغه زیاته کړه، چې دغه پارکونه په لوګر، ننګرهار، وردګ او پروان ولایتونو کې مخکې پرانېستل شوي وو، خو ځمکې یې پانګوالو ته نه دي وېشل شوي. د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې ډله کې د هرات د صنعتي پارک یو فاز یا برخه هم شامله ده چې ځمکې به یې ډېر ژر پانګوالو ته په واک کې ورکړل شي. د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال وویل چې د پانګونې د ملاتړ ادارې ور سره ژمنه کړې ده چې دغه پارکونه به د پانګوالو پر مخ پرانېزي. د هغه په وینا، که څه هم د دغو پارکونو په ډله کې د ځینو یې رغنیزې او زېربنايي چارې نه دي بشپړې شوي، خو د صنعتکارانو د ټولنې او ایسا د پرېکړې له مخې به دغه ځمکې پانګوالو ته ووېشل شي. ساپي وویل، چې د یادو صنعتي پارکونو د زېربنايي کارونو ترڅنګ به پانګوال په عین حال کې د پارک په ځمکو کې خپلې فابریکې هم جوړوي. هغه زیاته کړه چې په دغو پارکونو کې به صنعتکارانو ته برېښنا او نورې اړینې اسانتیاوې برابرېږي، چې په دې برخه کې د ایسا ادارې ژمنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د تېر کال په پرتله په پانګونې کې دېرش سلنه کموالی راغلی دی. د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال وايي، چې په هېواد کې د پانګونې په کچه کې له دغه کمښت سره سره، بیا هم خلک پانګونې ته لېواله دي. هغه زیاته کړه، که د لوګر، ننګرهار، وردګ او پروان ولایتونو صنعتي پارکونه فعال شي، نو ګڼ شمېر پانګوال حاضر دي چې په دغو پارکونو کې پانګونه وکړي او زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery