مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-05   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هلمند کروندګر: کښتونه مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د هلمند يو شمېر کروندګر وايي چې د اوبو د نشتوالي له امله يې کښتونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي محمداسلم وايي د نورو کلونو په پرتله په سیندونو کې اوبه کمې شوې دي نو ځکه يې فصلونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. هغه زياته کړې:« دلته د سيمې ډېر اوسېدونکي خپلې اقتصادي اړتياوې له همدې کرنې ترلاسه کوي خو که چېرې د اوبو ستونزه هواره نه شي، کروندګر به له خپلو ځمکو د ګټې اخیستو پر ځای تاوان وکړي.» د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې دغه راز د خانشين ولسوالۍ اوسېدونکي ولي داد وايي چې د دې ولسوالۍ په ګډون د هلمند په ډېرو سيمو کې ريحان، پنبه، جوار او مۍ کرل شوي چې د خړوبولو لپاره ډېرو اوبو ته اړتيا لري. نوموړي وايي:« اوس موږ پوره اوبه نه لرو چې کښتونه پرې اوبه کړو، د همدې ستونزې له امله ډېری کروندګر په خپلو کې په لانجو اخته دي، په سیند کې دومره اوبه نشته چې خلک ترې حتى د څښاک لپاره هم ګټه پورته کړي.» د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي بسم الله ويلي:« موږ په سيمه کې اوبه ډېرې نه دې کمې شوې خو تر پخوا کمې دي او زه يې په علت هم نه پوهېږم.» د هلمند د اوبو او برېښنا ریيس انجنیر نصرالله قانع وايي چې د اوبو د تنظيم رياست چارواکو د کجکي ولسوالۍ د برېښنا بند د توربينونو او د ځمکو د خړوبولو دروازې خلاصې پرېيښې دي نو ځکه اوبه کمې شوې دي. هغه وويل:« دغه کار يوازې پر ځمکو نه، بلکې د برېښنا پر توليد هم بد اغېز کړى؛ ځکه له ٣١ ميګاواټو څخه يې کچه ٢٦ مېګاواټو ته راټيټه شوې ده.» خو د لښکرګاه د اوبو برخې مشر انجنیر خان اقا پژواک ته وويل چې په عمومي ډول د اوبو کچه د پخوا په پرتله را ټيټه شوې ده. هغه زياته کړه:« د کجکې د بند ډېره برخه له خاورو او خټو ډکه شوې، وچکالى هم د اوبو پر دې ذخيرې بده اغېزه کړې ده نو زه فکر کوم چې له ورښتونو سره به دغه ستونزه هواره شي.» د ده په وينا، اوسمهال دولت د کجکي بند د پاکولو امکانات هم نه لري. هلمند د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې ډېرى اوسيدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery