مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له لوګره بیا د کرومایټ قاچاق شروع شوی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزارت په غير قانوني ډول يوه خصوصي شرکت ته د محمداغې ولسوالۍ د کرومايټ قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده. د کرومايټ ډبرې په عمومي ډول په فولادو او وسپنې کې کارېږي او د مرميو په جورښټ سربېره په زرهي موټرو او د مرمۍ ضد واسکټونو په جوړلو کې ترې هم کار اخيستل کېږي. د لوګر د ولايتي شورا منشي محمد ناصرغيرت پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د کانونو وزارت چارواکو په غیر قانوني ډول د "میټایل ماینینګ یوکي" په نوم خصوصي شرکت ته د محمداغی ولسوالی د کرومایو قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده. غيرت وايي له تېرو ۱۴کلنور را په دېخوا د لوګر په بېلابېلو برخو کې د کرومایټ ډبرو د غیر قانوني استخراج او قاچاق لړۍ روانه وه خو لس مياشتې مخکې ودرول شوه. هغه زياته کړه:« د ولایت مقام، خلکو او ولایتی شورا د شکایتونو او د ولسمشر د حکم پر اساس له تیرو ۱۰ میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د کرومایټ د استخراج او قاچاق لړۍ درول شوې وه خو اوس يو ځل بيا شروع شوه.» د ده په وينا، د ولايتي شورا غړي د کرومايټ کان ته ورغلي و او د ياد شرکت وسايل يې له ځانه سره راوړي او کار يې پرې بند کړى دى. خو ده وويل:« اوس دغو شرکت د شپې له مخې په قاچاقي توګه له کان نه کرومايټ ډبرې وباسي.» دغه راز د ولایتي شورا بل غړي محمدقسیم خوشیوال هم ویلي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرومايټ ډبرو غير قانوني استخراج پيل شوى دى. هغه وویل:« ما تېره ورځ په خپلو سترګو دوه لارۍ موټر چې د کرومایټ ډبرو په کې بار وې او په رڼا ورځ له لوګر څخه د پکتیا لور ته روانې وې ولیدل خو د موټو درول او نیول د ما له وسه پورته وه او هغه ډبرې به اوس پاکستان ته رسیدلې وي.» هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل چې د يادو ډبرو په قاچاق کې لوړپوړې کسان لاس لري او بايد مخه يې ونيول شي. خو د لوګر د ولايتي شورا مشر حسیب الله ستانګزي ویلي چی د کرومایټ په غیر قانونی استخراج او قاچاق کې د دغه ولایت د پخوانیو چارواکو او امنیتي مسوولینو لاس و خو د نوي والي په راتګ سره د قاچاق مخه نیول شوی ده. هغه زياته کړه په دې وروستیو کې د کانونو وزارت له ځینو خصوصي شرکتونو سره په لوګر کې د کرومایټ د کانونو د (اکتشاف) قرادادونه لاسليک کړي خو هر ډول کیندنه يې غیر قانوني ده. ستانګزی وویل چې د ولایت مقام او ولایتی شورا له لوری یو ګډ پلاوی ټاکل شوی او ډېر ژر به په دې اړه څېړنې پیل کړي. د محمداغې ولسوالۍ د مغل خېل کلي قومي مشر حاجي فاروق پژواک ته وويل چې دلته د کرومایټ قاچاق یوه عادي خبره ده او دا لړۍ کلونه وشول چې روانه ده او د مخ نیوې لپاره څوک نشته. خو د کانونو وزارت وياند محى الدين نوري وايي امنيتي ارګانونه مسووليت لري چې په هېواد کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيسي. د هغه په وينا، د کانونو وزارت هېڅ شرکت ته اجازه نه ده ورکړې چې په خپل سر کانونه استخراج کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery