مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خوست ښاروالي او که د هیوادپال ځواک ټولنیز بنسټ د عایدو منبع

اکبر افغان

پدې لیکنه کې داسې حقایق لیکل شوي چې لوستونکي به یې په آسانه هضم نکړی شي، خو د دې حقایقو بیان ځکه لازمي بولو چې دې قوم ته ترڅو داسې په ډانګ پییلي، سپینې خبرې ونشي، نو په شف،شف ددوی سر نه خلاصیږي ممکن دا لیکنه پر یو شمېر کسانو ښه تاثیر ونه کړي او پرموږ نیوکې وکړي . خو په لیکنه کې له ذکر شوي حقایقو څخه سترګې پټول هم ستره جفا ده ځکه تاریخ په دې اړه عادلانه قضاوت کوي. یاده لیکنه ولسي مبارزه ده او له هیڅ ډلې هم د ملاتړ مانا نه لري، او د لوستو په وخت کې ګرانو لوستونکود زغم او حوصلې په هیله . غواړو چه په ملي شورا کې د خوست ولایت د ځېنو استازو په اړه یو څه حقایق پرلېکه کړو.
مقننه قوه د دولت یو عالي ارګان دی،چې موهمې دندې یې د قانون جوړونه ،د حکومت یا اجرائیه قوې له کړنو څخه څارنه، او د دولتي بودیجي تصویب دی. لکه څرنګه چې ټولنه په غیر مستقیم ډول د خپلو نماینده ګانو پواسطه په یو سیاسي نظام کې خپلې غوښتنې انعکاس کوي یعني د انتخاباتو په ذریعه استازي ټاکي اما په تاسف سره باید ووایم چې دغه کلتور په افغانستان کې د نورې نړۍ په پرتله په هغه کچه وده نده کړي . د افغانستان په ملی شورا کې زیاتره هغه خلک شتون لري چې د زور، قدرت او ځواک لري او د تقلب په اساس یې ملي شورا ته لاره پیداکړي او هغه خلک چې باسواده، مسلکي اود کار خلک دي د هغوی کامیاب کیدومخه یی ډب کړي ده. چې د دې جملې څخه په ملې شورا کې د خوست ولایت ځینې استازي هم د یادولو وړ دي. د مثال په ډول ښاغلی همایون همایون چه په ولسي جرګه کې په پرلپسې ټوګه د دفاعي کمسیون ریس هم پاتې شوی ، د ۲۰۱۰ میلادي کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یې د تقلب،رشوت،خلکو ته چل او فریب ورکولو پر اساس چې بالاخره پارلمان ته یې لاره پیدا کړه. د ښاغلي همایون همایون ترلاسه شوي رايې ټول ولس ته مالومې وې چې ۱۷۰۰ شاوخوا رایې یې ترلاسه کړې وې او په مقابل کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکي نماند ښاغلي عرفان چې ترهمایون یې زیاتې رایې ترلاسه کړې وې او د انتخاباتو د ځانګړي محکمې په څیړنه کې هم بریالی شوی وو، ناکام او ښاغلی همایون دانتخاباتو کمسیون پخواني ریس ملا معنوي سره د یوې معاملې پراساس کامیاب اعلان شو .د دې لپاره چې لیکنه رالنډه کړو اوس په ځانګړي ډول په لاندې موضوعاتو بحث کوو.
۱- دخوست ولایتي ادارې پخوانی مشرتابه ( ښاغلی عبدالجبارنعیمي) او ښاغلي همایون همایون ترمنځ د لمړني کړکیچ پیل .
د ښاغلي همایون همایون او د ولایتي ادارې پخوانی مشرتابه( ښاغلي عبدالجبارنعیمي) ترمنځ هغه وخت اړیکې خړې پړې شوې چې دښاغلي همایون او ښاغلي عبدالجبارنعیمي تر منځ به کابل کې خصوصي ناسته وشوه او په هغه ناسته کې ښاغلي همایون له ښاغلي عبدالجبارنعیمي څخه دخوست اوسني ملکي روغتون سره نږدې د لوړ پوړیزو ودانیو لپاره د ځمکې غوښتنه وکړه تر څو هلته خپله سرمایه ګزاري وکړي او د تل لپاره یې خپل ملکیت وګرځوي، مګر پدې خصوصي ناسته کې دواړه ښاغلي سره جوړ نه شول او د لوړ پوړیزو ودانیو لپاره د ځمکې غوښتنه د ولایتي ادارې پخوانې مشرتابه لخوا منفي ځواب شوه. ښاغلی همایون دې ناستې له راوتو سره سم د خوست له سیمېزو راډویو ګانو سره د ټلیفون پر کرښه مصاحبې شروع کړې او ټولو خوست مېشتو ولسونو ته مالومه ده چې په هغه وخت کې ښاغلي همایون په کومو ادبیاتو خبرې کولې چې د وکالت د شان سره نه ښایي.
۲- دخوست ولایتي ادارې مشرتابه پر وړاندې په ملي شوار کې د خوست مېشتو وکیلانوترمنځ اتلاف.
د ښاغلي همایون همایون او د ولایتي ادارې پخواني مشرتابه( ښاغلي عبدالجبارنعیمي) ترمنځ د کړکیچ د پیل سره سم ښاغلي کمال ناصر اوصولي هم له دې موقع څخه په ګټه اخستنه د خوست ولایت نور وکیلان صاحبان راټول کړل ، ځکه چې ښاغلي اوصولي د ښاغلي غازي نواز تڼي پر اساس له ښاغلي نعیمي سره له پخوا چندان اړیکې نه درلودې. پدې ناسته کې د خوست مېشتو وکیلانوترمنځ اتلاف جوړ شو او د اخلاقي ضمانت لپاره يې د قران کریم قسم یاد کړ چې هر وکیل به دې اتلاف ته ژمن پاتې کیږي.او دا یې هدف وټاکه چې دخوست پخوانی والي ښاغلی عبدالجبارنعیمي وکمني به د خوست له سیاسي جغرافیې څخه ټولوي. ددې اتلاف په جریان کې د ښاغلي اوصولي له پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره د ملاقات وخت وټاکه تر څو په غیر مستقیمه توګه له ښآغلي کرزي څخه د ښاغلي نعیمي د ګوښه کیدو غوښتنه وکړي ،او د خوست په کچه تقریب ۱۵۰ مخورو له ښاغلي اوصولي صیب سره ترکابله ملا وتړله چې پدې جریان کې ځیني وکیلانو دقران کریم پرقسم باندې پښې کیښودې او له ښاغلي اوصولي سره یې لاره بیله کړه چې په نتیجه کې د اوصولي او همایون ترمنځ د دښمنۍ او تربګنۍ مورچلونه پرانستل شول او ځوانانو ترمنځ یې د نفرت خندقونه وکېندل.
۳- په ملي شورا کې د خوست مېشتو وکیلانو ترمنځ دبې اتفاقۍ پیل او دشخصي ګټو پالل.
دا به ومنو چې تر ډیره ښاغلی نعیمي په خوست کې یو مسلط والي وو او په ملي او سیمېیزه کچه د ملاتړ څخه برخمن وو. د مدیریت او پالېسۍ ځانګړی هنر یې درولود، دخوست مېشتو وکیلانو ترمنځ یې داسې درځ پیدا کړ چې وکیلان صاحبان په ځانګړي ډول ښاغلی اوصولي او همایون چې دښاغلي نعیمي پروړاندې د لوبې مخکښان وو په خپل منځ کې سره واچول .پدې وخت کې د هیوادپال ځواک په نوم یو بنسټ رامنځ ته شو او په پردو باندې لیکل شوي وو چه په (ملي شورا کې دخوست مېشتو وکیلان ګډ دفتر). نومړی دفتر ټولنې ته داسې ورپیژندل کیدو چې ګواکې دا د ټولو وکیلانو ګډ دفتر دی . چې لدې جملې څخه ښاغلی لیاقت بابکرخیل، اغلې ساهره شریف،ښاغلی میربات منګل او ښاغلي همایون همایون نومونه اخستل کیدل. او پاتې دې نوي چې ښاغلي کمال ناصر اوصولي خو لا له وړاندې ځانګړی بنسټ درلود چه نوم يې( د ځوانانو د یووالي خوزښت) وو او ښاغلي عارف الله پښتون هم ځانګړی بنسټ درلود چه نوم یي دی ملي فکر ټولنیز بنسټ .
پدې جریان کې ښاغلي همایون له ښاغلي نعیمي سره د هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ له ادرسه معامله وکړه او ښاغلي نعیمي ته یې ډاډ ورکړ چه موږ ټول وکیلان له تا څخه ملاتړ کوو،او همداسې وشول او ټولو خوست مېشتو وکیلانو له ښاغلي اوصولي سره لاره بیله کړه او د ښاغلي نعیمي ملاتړي شول،چې په نتیجه کې ښاغلي همایون څلور نمرې ځمکه ترلاسه کړه .که څه هم چه ښاغلي لیاقت بابکرخیل، اغلې ساهره شریف ، ښاغلي میربات منګل او ښاغلي عارف الله پښتون د لوبې مخکښان نه ول نوموړي څلور نفره تر ډیره ملي او د روغې جوړې فکر درلود. د هیوادپال ځواک ټولنیز بنسټ کې یوازې د همایون لپاره مرکیټینګ (مشهورتیا) کیده ځکه چې زیاتره مصارف یې له ښاغلي همایون لخوا ورکول کیدل او همایون پلویان هم پکې سر لاري ول نو په همدې اساس نوموړیو څلورو نفرو( لیاقت بابکرخیل، اغلې ساهره شریف ، ښاغلي میربات منګل او عارف الله پښتون ) هم له ښاغلي همایون سره فکري لار بیلا شوه ،اوصولي د نعیمي په مخالفت کې تر اخیره پاتې شو نورو خوست مېشتو وکیلانو منځ لاریتوب غوره کړو مګر همایون ګټې وکړې ،چې په لمړي پړاوو کې څلور اخستل شوي نمرې او هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ همایون ته ورپاتې شو. په همدې جریان کې ښاغلي اصولي د ولایت او مرکز په کچه د ښاغلي نعیمي پر وړاندې مخالفت ته دوام ورکړ او ښاغلي همایون د ښاغلي نعیمي ملاتړ ته دوام ورکاوو په نتیجه کې یې دوهم قسط (۱۰) نمری ځمکه ترلاسه کړه ، او ښاغلي نعیمي ته يې ښو خدمتونو د ترسره کولو او د غوره والي تر عنوان لاندې د ولسي جرګې د فاعي کمسیون په مشرۍ ستاینلیک هم ورکړ.
۴- دخوست ولایتي ادارې پخواني مشرتابه ( ښاغلي عبدالجبارنعیمي) او ښاغلي همایون همایون ترمنځ د دوهم کړکیچ پیل .
دا امکان نلري چې یو دولتي جګپوړی چارواکی دې فساد نه کوي فساد له وزارته تر ماموریته د مقننه او قضایه قوو په شمول یو عام کلتور دی مګر ځیني یې په مسلکي ډول کوي. چې له دې جملې څخه د خوست ښاغلی وکیل صیب همایون همایون هم د یادولو وړ دی. چې ثبوت یې د ښاغلي (کرامت خان خپلواک ) معتاد مسلکي غل مقرري او له هغه سره معامله ده چې د هیوادپال ځواک ټولنیز بنسټ ټول مصارف به ورکوي او د ښاغلي همایون له ادرسه به نوموړي بودیجه مصرفیږي او پدې ډول به ښاغلی همایون خپل کمپاین پرمخ وړي. ښاغلی نعیمي چې زیرک انسان دی او غوښتل يې چې د فساد سره مبارزه وکړي اود دولتي بودیجې څخه د شخصي ګټې اخستنې مخه ډب کړي، د ښاروال بې مسلکي توب چې یو مسلکي غل وو او یوه ورځ ماموریت یې ندی کړی. نو پدې اساس یې د ښاغلي ښاروال کرامت خان خپلواک له تقرر سره مخالفت وکړ. د ښار وال نه منل تردې کچې پورې ور سیدل چې د پیژندنې په عونډه کې ښاغلي همایون ښاغلي نعیمي ته د ټوپک په مشه ګوت څنډنې وکړې . چې بیلا اخیره د همایون په مستقیم ملاتړ ښاروال خپل ماموریت شروع کړ. مګر په اداري غونډو کې د ښار وال منظوي کیدنه ،په ښاوالۍ کې د همایون په مشرۍ د هیوادپال ځواک ټولینز بنست د برنامو نه تطبیق او په راتلونکي انتخباتو کې د همایون د ناکامۍ ویره ددې سبب شوه چې د خوست په کچه یې د مظاهرو تابیه ونیوه . همایوني مافیا د ځان د ګټو لپاره د فساد پر ضد مبارزې له نوم څخه ګټه پورته کړه او ښاغلي کمال ناصر اصولي هم له موقعې ګټه پورته کړه او په مظاهرو ورکډ شو ځکه چه ښاغلي اوصولي لا له وړاندې د ښاغلي نعیمي پر ضد مبارزه کوله. په مظاهرو کې د مدني حراکت تر نوم لاندې وسله وال ګډون، د ښاروالۍ له وسایطو ګټه اخستنه اوهمدارنګه د مهاجرینو ریاست ځیني خیمې چې د مهاجرینو حق وو او ځیني خیمې د مهاجرینو چارو ریس په شخصي مصرف راوړل شوي وې چې اوس یې هم قرض ندی ورکړی او دوکاندار یې هروخت د پیسو غوښتنه کوي . په مظاهره کې پراخ ګډون لپاره له معیوبینو سره ځانګړي هوکړه لیک چې د معیوبینو لپاره د کورونو د ځانګړي ښارکوټي پروژې مسایل به پرمخ وړي . او همدارنګه ښوونځیو ته لاروي ماشومان یې دلوبو د شیانو د ورکړې په پلمه له لارې راګرځولي او په مظاهره يې ورګډ کړي. چې میندو اوپلرونو يي د دې انتظار کاوو چې له ښوونځي به اوس راځي مګر په وینو لړلي یې ترکوره ور وړل.
د سترګو لېدلي حال چې د دریو ماشومانو له جملې څخه یو یې په خپله قیصه کوي وایي چې موږ دري واړه ښوونځي ته په لاره روان وو چې په لار کې د مظاهري سرلارو راته وویل چه راځۍ دلته د سپورتې لوبو شیان درکوي موږ دري واړه له سرک هلته ورتاو شو چې لږه شیبه ورسته انفجار وشو او زما دواړو ملګرو خپل ژوند له لاسه ورکړو. پدې دوو ماشومانو کې یو داسې ماشوم هم وو چې پلار او مور يې خپل عمر خوړلی وو او یواځنۍ زوي یې دلود چې د شپږو لوڼو ورسته خداي ورکړي وو او د کورنۍ د رزق لپاره یواځنۍ انسان وو چې د سهر لخوا به یې ښوونځۍ ویل او د ماسپیخین لخوابه یې د بوټانو پالش کاوو او د کورنۍ لپاره به یې یوه نوړی ډوډی پیداکوله . کله چې د شهیدانو فاتحه اخستل کیده ، تاسو په خداي یقین وکړي چې پلار یې کله فاتحي ته راغلو لکړه ورسره وه او په ژړغوني اواز یې وویل چه خداي راکړي وو او ډیر زر یې بیرته رانه وخستو او قسم یې وکړ چه په کور کې د خوراک لپاره هیڅ شي نلري. او ټوله کورني دیدې ماشوم لپاره منتظره وه چه کورته به دخوراک څه راوړي؟ اوس تاسو قضاوت وکړی چې دیدې عمر خوړلیو پلار او مور به نوري څه هیلي پاتې وې او خپل ژوند به د مرګ تر پولي ځنګه رسوي . دیدې په رقم په لس هاوو نوري قضیې!!!!!!!!!!!!!! او همداسې په لس هاوو کورنی یې نوري هم د ویر په ټغر کینولې یتمان، شهیدان او زخمیان یې کړل. خوست مېشتي یې د خپلو نیابتي او نماینده لښکرو په توګه دیدې لپاره وجنګول چه تر څو همایوني مافیا بیا هم د ځان د ګټو لپاره د امتیازاتو د حصول مورچلونه وګټي. مګر خوست مېشتې د یو مثبت بدلون په ارمان خپل هغه رسالت اداء کړ. مظاهري یي ورسره بدرګه کړي هر ډول خطر ته یي تن ورکړ،په تاسف سره چه دغه خوزښت د افغانستان د ولسواکۍ په ډګر کې د مدني خوزښت تر عنوان لاندې د شخصي ګټو ساتلو یوه ننداره وه، چې دهمایوني مافیاګانو د مفاداتو ډرامې ته یې د مشروعیت رنګ او بنګ ورکړ .

۵- په ادارې فساد او ځمکو په غصب کې د ښاغلي همایون همایون په مشرۍ د هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ ښکېلتیا.
داچې په خوست ولایت کې هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ د اصولو له مخي د یو ټولنیز بنسټ په نوم اجازه لري مګر په خقیقت کې دي ښاغلي همایون همایون شخصي شرکت دي .ځکه یو ټولنیز بنسټ باید د ټولني ناخوالې انعکاس کړي او دښې راتلونکې لپاره په یو بنسټ کې د ښکېلو مباریزینو نظر باید واوریدل شي. مګر هیواد پال ځواک ټولنیزبنسټ کې د هیچا نظر نه اوریدل کیږې ،دملې اهداف لپاره مبارزه نه کوي بلکې د یو شخص لپاره مبارزه کوي. د خوست د ښاروالی په ریاست او همدارنګه د مهاجرینو چارو په ریاست کودته او د نا اهلو او بي مسلکه خلکو ملاتړ ، د خوست په کچه د یو مسلکي شخص ښاغلي صوات ګل خوستي د مهاجرینو چارو د ریاست له دندې ګوښه کېدل یې یو څو مثالونه دي چه د ولایت په کچه یې حکومتوالي ننګولي او تاوان یې ولس ګالي ، پدي کار سره همایون غواړي چې د ولایت په کچه خپل راج وچلوي .
چه ښه مثال یې معتاد مسلکې غل د خوست ښاروال ښاغلي کرامت خان خپلواک او مهاجرینو ریس ښاغلي حسن محمد دي چه د همایون همایون له شخصي شرکت(هیواد پال ځواک ټولنیزبنسټ) لخوا د دخوست په اولسونو تپل شوي . او ښاروال څخه ژمنه اخستل شوي ده هیوادپال ځواک ټولنیز بنسټ ټول مصارف به د ښاروالي له لارې پوره کوي. او همدارنګه د ښاروال په تقرر کې چه زده کړي یې نه درلودي 70, 000 ډالر مربوطه ادارو ته ورکړل شوي د زیاتو مالوماتو لپاره د مندوزیو ولسوالی محترم ولسوال محمد یونس ځدران څخه پوښتنه کولی شی. لمړی به ښاغلي ښاروال صیب خپل ورکړل شوي ډالر ترلاسه کوي او دوهم به د هیوادپال ځواک ټول مصارف پوره کوي پس ښاروالې یوازي د ښاغلي همایون په مشري د هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ او د معتاد مسلکې غل ښاغلي ښاروال د عایدو منبع ده او بس . معتاد مسلکې غل ښاغلي ښاروال او د هیواد پال ځواک اداري هیت له جملي څخه ښاغلي ولی مت خان خادم او ښاغلي صاحب ګل فرهاد په غلا کي تردي کچي مهارت لري چه د هر پسرلې د نیالګیو له پیسو څخه او هم دې د هیواد پال ځواک په لویو عونډو او پروګرامونو کې يې هر وخت خپله ونډه ځانته بیله کړي او دا کار دوام لري، نو دا به امکان ولري چه د خوست ښاریانو لپاره خدمات ترسره کړي؟
 همداسې د مهاجرینو چارو ریس ښاغلي حسن محمد چې د همایون لخوا مقرر شوي ، سر له اوسه له مراجعینو سره توپیري چلند کوي او په ډاګه ترې پوښتنه کوي چې د خوست مېشتو وکیلانو له جملي د چا ملاتړي یې . که د همایون ملاتړي وو نو کار یې کیږې ، اوکه دبل وکیل ملاتړي وو نو بیا ترې د همایون د ملاتړ ِغوښتنه کوي او د یوې ځانګړې هوکړې له مخي یې کار کیږي.
او همدارنګه د خوست ولایت د ملی امنیت د ادارې لپاره سرخوګۍ چه په زیاترو قضیو کې د نیول شویو کسانو سپارش د ښاغلي همایون لخوا کیږې چه عامه نظم یې خرابه کړي دي ،او همدارنګه مافیایی کړیو ملاتړ چې تاوان یې ټولنه ګالي. او همدارنګه د خوست ولایت پخوانې ملکې روغتون سره نږدي د یوې ځانګړې ساحې غصب کول چې ماشومان یې بې لوبو کړل اود ماشومانو خق یې وخوړو، پدې دلیل چې له زراغت ریاست څخه یې په ۱۰۰۰ افغاني قرار داد کړي . آیا دا څنګه امکان لري چه پنځه جریبه ځمکه دي په یو ستراتیژیک موقعیت کې د میاشتي په ۱۰۰۰ افغانی قرار داد شي او ورسته دې شخصي ګټو لپاره ساختماني ودانی پکې جوړي شي.
او همدارنګه د ښاغلي شیرمحمد کریمي د نوماندی پر وړاندي د ښاغلي همایون همایون مبارزه چه په علني ډول یې د ولسي جرګې په تلار کې د کریمي د نکامي چغي وهلي. علت یې دا وو چه له ښاغلي کریمي سره یې له وړاندي ناسته کړي وه او غوښتنه یې ورڅخه کړي وه چه د دفاع وزارت د عسکرو لژستیک په ځانکړي ډول د بوټانو او دریشیو قرار داد به همایون ته ورکوي مګر د ښاغلي کریمي لخوا ونه منل شوه . په ښاغلي اصولي باندي هم تور پوري شوي وو چه ګواکي له ښاغلي کریمي سره یي همکاري نده کړي ، مګر ښاغلي اوصولي د اولس پروړاندي ځان سپین کړ.
ورستی مثال یې د خوست ولایتی شورا په دوو برخو ویشل اوپه هغه باندي معامله چه ټول خوست مېشتي پري خبر دي چې څه وشول.
همایون چې د سیمې بدمعاش دی او غواړي چه دغه راج ته دوام ورکړی، دغه بدمعاشي یې سپانسر شوې ده، که د خوست ښاروال ده ، که خوست د مهاجرینو ریس ده او داسی نور ، د مرکزیت جرړې یې د همایون په مشري د هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ کې دي.خوست مېشتي د خپلو نیابتي او نماینده لښکرو په توګه د ځان د ګټو لپاره جنګوي. د خوست دخونړي زبیښاک اوښکیلاک په موخه یې خوست مېشتي ولسونه د سترناورین اوناتارسره مخامخ کړي د همدغودرغلیواو ناندریو په پایله کې یي د خوست ولایت سایسی جغرافیه د افغانستان په نقشه کي بدنامه کړه . او دا دې دخوست مېشتو زبیښاک لړي په دوام اوس یو ځل بیا دا دې ارزښتونو سوداګر هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ د فساد پر وړاندې په مصنوغي ټوګه د جګړې د بړېڅو په توګه غواړي ځان ولس ته سپین کړي او معتاد مسلکي غل ښاروال ښاغلي خپلواک د ښو کړنو له امله لمناځل کیږي .داچې چې د مافیایي او شخصي ګټو د حصول لیوني د همایون د ټیم د ستونې فقرات سیستم جوړوي، هېڅ ګمان نه شي کېدای چې نوموړي ټیم د ملي روحیې پر بنسټ په سالمه توګه خوست د اوږدې تبې لپاره د یوه مسکن تابلیت کار ورکړي ،ځکه دلته سالمیت د فساد له معافیت سره ټکر کوي. مګر نن هم هماغه همایوني مافیا لګیا ده د خوست له هویت سره د خواخوږۍ او همدردۍ په نامه مبارزه په مصنوعي ډول پیاوړې کوي.ترڅو چې په خوست کې بی سواده او بي مسلکه وکیلان د سیاست د لوبولو څخه ونه لوېږي او ترڅو چې د وکیلانو مصنوعي چلند پر طبیعي چلند بدل نه شي د خوست د استقرار او ثبات پرګنه ییزې هیلې او ارمانونه به هېڅکله هم د منطق ژبه پیدا نه کړي او خوست مېشتی به هېڅکله هم د سیمې دنورو پرګنو سره د سعادت او نیکمرغۍ معامله ونشو درلودلای.

 

۶- د خوست مېشتو ولسونو بې موخې کړنې.
موخې انسان ته د کار تګلاره او لوری ورښئ،پوهان وايي ((هغه کسان چې موخې نه لري تر هغو کسانو ژر مري چې موخې لري))که موږ پرته له تګلارې روان شوو نو څه به په لاس راوړو؟ نه هیڅکله نه! ځکه موږ نه پوهیږو چې په کومه او په څه پسې روان یو، موږ مخکې له دې چې په حرکت پیل وکړو او په یو کار لاس پورې کړو باید خپل لوری معلوم کړو. که موږ له موخو ډک ژوند ولرو په هیڅ کار کې به د ستړیا احساس ونه کړو. خوست مېشتو وکیلانو د اوږمهاله اهدافو پرځاي لنډ مهاله اهدافو ته لومړې توب ورکړ په مرکزی حکومت کی د ونډي لپاره د مبارزی پرځای د ولایت په کچه مبارزه وکړه اوس چې کابینه تشکیلا شوه د خوست ونډه وګوري چې په فیصدي کې هم نه راځې. ، دلوبي سر لاري د یوه داسې جوړښت په فکر کې نه وو چې د ملې بقا او په ځانګړ ي ډول د خوست ولایت د اوږد مهاله درد دوا شي ، بلکې دځان د بقا د حصول په غورځو پرځو کې لګیا وو ترڅو په راتونکي کې هم د امتیازاتو د حصول مورچلونه وګټي. هر چاپلوس لګيا دی، چې همایون ته په احترام قايل شی. يو وايي چې د خوست مدافع وکیل دی، بل وايي چې دي خوست پرمخ لومړنی انسان دی چې د وکالت په شتون کې يې د خوست ټولې ستونزې حل کېدلای شي. د چاپلوسانو افراطي تبليغات هغه حد ته رسېدلي دي چې يو وړوکی انتقاد هم نشی زغملي او دوښمني درسره کوي. زما هيله له ټولو خوست والو څخه داده چې راځئ د يوه فرد پرځای د يوه سيستم او ملې اهدافو لپاره مبارزه وکړو. په چاپلوسيو مقام مه ګټئ په يوه داسې سیستم کې د خپل حقدار مقام په لټه کې شئ چې له چاپلوسۍ پرته مو د هېواد له هرې ګوښې څخه د ځان پر لور راکش کړي، افرادو ته دومره سپېځلتوب مه ورکوی چې بله ورځ به د جايز انتقاد کړکۍ هم پرې بنده شي.
وړاندیز:- لکه څرنګه چې ښاغلي ډاکټر صیب محمد اشرف غني هم د کمپاین په وخت له ولس سره وعده کړي وه چې د فساد پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي او ښاغلي د خوست والي (حکم خان خبیبي ) هم د پیژندنې په عونډه د خوست ولس سره وعده وکړه چې ولسمشر د نماینده په صفت به د مرکزي حکومت پر تګلاره عمل کوي ، نو د خوست والي (حکم خان خبیبي ) څخه هیله کوو چې خپلې وعدې عملي کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery