مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اکتوبر اوومه

د جګړې ضد ځوانان
د اکتوبر اوومه
په ګران افغانستان د امریکایي او نړیوال تروریزم څوارلس کلن وحشت.
د پښتون خوځښت اعلامیه!
په ګران هیواد افغانستان باندې د امریکایانو او د دوی د نړیوالو ملګرو د یرغل څوارلسم کال پداسې وخت کې پوره کېږي چې نن افغانستان په یوه ډېر کمزوري سیاسي، پوځي او اقتصادي حالت کې قرار لري او زمونږ کړېدلی ولس اوس هم د نړیوالې ترهګرۍ ښکار دی.
څوارلس کاله وروسته افغانستان د یوه داسې کمزوري  نظام لرونکی دی چې په راس کې اوس هم جنګسالاران او د ولس د وینو څښونکي شرمخان ولاړ دي، د نظام مرکزي هستې له مېنځه تللي او د خلکو ستونځو ته هېڅ رنګه جواب نه لري، د ملي وحدت په نامه تپل شوې ډرامه نه یواځې دا چې ولس ته یې سوکالي په برخه نکړای شوه بلکې ولس یې نور هم د ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی دی.
جګړه چې د څوارلسو کلونو په اوږدو کې ښه په زور کې روانه ده او ټوله ورځ د بېګناه انسانانو ژوند اخلي یو له هغو سترو ننګونو څخه ده چې افغان ویاړلی ملت د پردیو له لاسه ورسره مخ دی، اوس هم پدې جګړه کې بېګناه انسانان د هماغو بشردوستانو لخوا په قصدي توګه وژل کېږي، جنګي جنایتونه روان دي، روغتونونه او عامه ځایونه لا هم د بمباریو ښکار دي، ښارونه او مرکزي سیمې اوس هم د جګړې لومړۍ لیکې دي او د سختو هوایي بمبارونو، کیمیاوي وسلو، بمي چاودنو او لیزري وسلو ښکار دي.
څوارلس کاله وروسته د پردیو استخباراتو، مافایايي کړیو، سیاسي تربګنیو، قومي ملېشو او اربکیو جګړې لا هم زمونږ د خلکو ژوند له سخت کړاو او تهدید سره مخ کړی او د دې ټولو تر شا هغه نړیوال ائتلاف ولاړ دی چې دلته یې د تروریزم د ځپلو او ډیموکراسۍ پلي کولو په درواغجن شعار جګړه پیل کړه.
سوله چې د افغانانو او بیا په ځانګړې توګه د جګړه ځپلو پښتنو یو ستر ارمان او غوښتنه وه په اوبو لاهو شوې ښکاري، د کمزوري حکومت د غلطو پرېکړو په نتیجه کې د سولې اصلي محور په لوی لاس له پامه وغورځول شو او یو ځل بیا نورو پردیو هیوادونو ته رجوع وشوه، د سولې ریښتیني ادرسونه په لوی لاس یوه څنګ ته پاتې شول او لداسې خلکو د سولې طمع او توقع وشوه چې یواځې او یواځې د سولې د درواغجن شعار لاندې له افغانستانه د امتیازاتو غوښتونکي دي، ولې په سوله کې هېڅ ډول اساسي رول نه لوبولای شي، نه یې لوبولی او به یې ولوبوي، د پردیو له استخباراتي او سیاسي نفوذ څخه متاثر شوی د ملي وحدت حکومت اوس د سولې په نامه هېڅ هم په لاس نلري.
مونږ امریکایانو او نړیوالو ملګرو ته یې دا په ډاګه وایو چې جګړه د حل لار نده، د زور او وسلو له لارې ملتونه تر پایه یرغمل نشي پاتې کېدای، که داسې کېدای نو ستاسو خپلو ملګرو هیوادونو به مو پدې جګړه کې مخالفت نه کولای، بلکې د اسارت کړۍ خامخا ماتېدونکې دي، امریکایان او د دوی ملګري دې د افغانانو استقلالیت ته نور قایل شي، د بېګناه خلکو له وژنو دې لاس واخلي، محاربوي عملیاتو ته دې په ریښتینې معنی د پای ټکی کښېږدي، افغانانو سره دې د سولې او خبرو لار اختیار کړي، نه د زور جګړې او وسلو لار، خپل لاسپوڅي ګاونډي هیوادونه دې په افغانستان کې لاسوهنو ته نه هڅوي، بلکې افغانان دې پرېږدي چې د خپل هیواد برخلیک په خپله وټاکي، د سولې لپاره وروڼه یو بل ته لاسونه ورکړي او دا هیواد په خپله وچلوي.
د لوی افغانستان د ریښتینې خپلواکۍ په هیله
پښتون خوځښت
Oct-07-2015
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery