مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وردګ ولسونه او ماتم !

مومن خان وردګ

حق غوښتل کیږي مګر مونږ خپل حق نوروته په وړیا ډول، حتی دخپلې بې عزتۍ به قیمت ورکوو. هم له خپل حقه تیر یو او همې بې عزته کیږي، دیو ملت په توګه له هغه حقوق څخه بې برخې یو چې هغه خدای (ج) راکړي دي دمثال په توګه ژوند کول دحیات حق.
خو نن دا حقه حقوق له مونږنه اخیستل شوي او د طالب یا داعش او یانور ډلو پورې اړه پیداکوي. سره له دې چې ټول افغانستان بد امني ګواښوي او خلک په تنګ دي خو په ځینو ولایاتو کې وحشت آسمانو ته ختلی.
وردګ ولایت یادوم ، پخوا وردګ ولایت د سولې ، ادب او علم زانګو په نامه مشهور ولایت وو خو نن وردګ ولایت د عام ولس په کشتار ګاه بدل شوی دی. طالب خلک وژني او پر وینو یې ځان ساتي فاسد او اجیر نظام هم خلک وژني او پر وینو ځان ساتي.
له ورګ میشتو باعزته ولسونو څخه لاره ورکه ده چې په کومه ځان خلاص کړي، چاته شکایت وکړي له چاڅخه امن او سوله وغواړي، وچاته ګریوان څېرې کړي چې د خدا په خاطر پر مونږ رحم وکړئ.
دو ردګو ولایت د بند چک ولسوالئ شریف خلک شپه او ورځ د غم په ټغر ناست دي او خدای (ج) ته اوښکي تویوي، چک ولسوالئ کوزې خواته ټول د اردو او پولیسو په واک کې قرار لري ، پورته بیا ټول وردګ له وسله والو طالبانو سره ده.
له چک بند څخه پورته تر (نور )خیلو سیمه پورې اردو ناست دي او له خپلو پوستو څخه پورته کلي او باڼدې په ټوپونو ولي او ملکي خلک وژني او همدا تیرو څلورو ورځو کې سخت بد حال وو یادو سیمو کې د ملي اردو ټوپونو او هاوانونو له لاسه چې د وسله والو طالبانو سیمې په نښه کوي پرته له کوم دقیق هدف نه چې زیان او تاوان یې تول ملکي وګړوته اوړي.
ها خوا وسله والو طالبانو داسې ظلمونو او بې عدالتئ پیل کړي دي چې حد نه لري، پخوابه ویل کیدل چې طالبان مشران لري او اداره کیږي مګر زه باور لرم چې طالبان مشر نه لري او بې ادارې او بې نظمه بې دسپلینه خپل سري ځواکونه دي چې موخه یې په خلکو او ولسونو کې ډار او برم ګډول دي، هغه په دې مانا تر ۵۰ کلیو ډیرې سیمې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي مګر هرسیمه کې ځانته حاکم او واکمن طالب پرخلکو باداري کوي او هر څه یې چې زړه وغواړي هغه ترسره کوي.
تش په نوم والي او کمیسیونونه لري مګر مفید او ګټورنه دي، هر طالب واک لرونکی یا زور واکی خپلې خوښې وړ نظام اوشرعیت پلی کوي هغه ظلمونه او نیونې، هغه وهل او ډبول ، هغه جزیې او جریمې هغه فتواګانې او امرونه د چک ولسوالئ پر خلکو دوی له ځان څخه تطبیقوي چې ساری یې حتی د حضرت عمر فاروق په دوران کې نه دی لیدل شوی.
آخر مونږ وردګ ولسونه ولې په دې حالت کې ساتل شوي یو؟ ولې څوک نشته چې له دې ظلمونو پوښتنه وکړي ؟ ولې د اسلام او جهاد په نوم له مونږنه مو روح او هوساینه ایستلې ده؟ زه هغه بې ناموسه او بې شرفه جهادي مشرانو او هغه کسان چې ځان د دېن او الله او رسول خادمین بولي مخاطب ګرځوم او پوښتنه ترې کوم چې ( هې بې شرفه او بې عزته جاسوسانو) : د قرآنکریم په ۳۰ سپارو کې یو داسې آیت را په ګوته کړئ چې الله (ج) دمومن او بیګناه مسلمان مرګ روا حکم کړی وي. د نبی کریم ( ص) په احادیثو کې داسې یو حدیث را په ګوته کړئ چې ثابته کړي مجاهد بیګناه خلک وژلی شي او یا زورلی شي او یا ظلم پرې کولی شي.یات جاوز او غیره و غیره ناوړه اعمال ....
زه باور لرم چې اسلام هرګز داسې تشه نلري دا تاسې یاست چې د اسلام پر خلاف عمل کوئ او تاسې یاست چې د جهاد په نوم خپل ناموس او دهیواد خپلواکي مو پاکستان او نورو هیوادونو ته ډالئ کړې او خپله مزې کوئ د الله لعنت دې وي پرتاسې او ستاسې په شان بې شرفه او بې هویته مشرانو باندې چې دولس غم نه پیژني او ظلم کوي او یا له ظالم څخه ملاتړ کوي.
اوس وردګ ستر ویاړلی ولس د طالب وسله والو په بل شوي اور کې شپې او ورځې تیروي او د پوښتنې او شکایت کولو مرجعه هم نشته خلک حیران دي چې څه وکړي او په کومه لاره لاړ شي چې له دې ظلمونو خلاص شي. مګر خلاصی یې نشته هر ورځ ظلمونه نوي کیږي او هره ورځ بې عدالتي ډیریږي عام بیچاره ولسونه دي چې قرباني ورکوي.
وسله وال طالبان په مختلفو نومونو له خلکو د ( چک ولسوالئ له مختلفوکلیو) او شریفو اوسیدونوکوڅخه قرباني اخلي او پرهغوی ظلمونه کوي د روهي په ویب پاڼه کې د یوه لیکوال او دیو ښونکي لیکنه چې ټول دردونه او حقایق وو ومې لوست سخت یې وردولم حتی ومې ژړل .او زه یې اړ باسلم چې دا لیکنه تاید او خپل موقف هم ورسره شریک کړم او پرطالبانو او دهغوی پر مشرانو غږ وکوم چې ( هی د دین او اسلام خادمینو) : مونږ هم مسلمانان یو ولې مونږ باندې ظلمونه او تیري کوئ ؟ ولې مونږ وژنئ؟ ولې مو پرمونږ دا دنیا ګۍ پر جهنم بدله کړې ده؟
 الله ته وګورئ او قرآن ته نظر وکړئ ظلمونه بند کړئ او بیګناه وردګ ولسونه مه وژنئ او له بې عدالتیو لاس واخلئ.
زه پوره بې طرفه یم او دهمدي ولسوالئ د کزار اوسېدونکی یم خو پوره ۵کاله کیږي چې ستاسې د ظلمونو له امله خپل کورته نشم تلی او دلته په کابل کې په یوه کرايي کوټه کې ژوند سباکوم، خدای(ج) تاسې ته قدرت درکړی چې ولس ته خدمت وکړئ مګر تاسې ولسونو ته خیانت او ظلم روا کوئ او له خلکو مو آرامه ژوند قتل کړی.
اې طالبانو اې دطالب مشرانو آیا خدای (ج) پیژنئ ؟ د خدای په خاطر خپل ظالم او فاسد ، اجیر او جاسوس ملګري له واک څخه لرې کړئ چې پرخلکو ظلمونه کوي که چېرې تاسې نوي پر ظلمونو ګمارلي. که چیرې تاسې ظلم نه منئ. که چېرې تاسې حق او عدالت ته ایمان لرئ . خو که چیرې تاسې دوی ته د ظلمونو لارښونې کړي دي الله مو له خپلو ظالمو اهدافو او ظالمو ملګرو سره تباه او برباد کړه.
مونږ نور حوصله نه لرو له مونږ نه هرڅه ختمه شوې ده ، وژنې مو ولیدلې ، د خپلو مشرانو او عزیزانو پرجنازو خاورې ایرې شولو چې تاسې په ناحقه شهیدان کړي وو. له خپل کور او ولس څخه جلاوطنئ ته اړ شولو ، در په دره خاورې پر سر مسافر او بې روزګاره ګرځو مګر لاهم ستاسې زړونه پر مونږ نه دي یخ او درګرده رانه وینې او غوښې شکوئ مکړئ دا سې خدای ته وګورئ ظلم بند کړئ.
په سلګونه محصلین مو ووژل ، په لسګونه علمي کادرونه او مخور مو راته مړه کړل، په لسګونه روڼ آندي او پوهان مو راته شهیدان کړ، دغه راز لاهم دالړئ دوام لري.
اوس هم محصلین ، معلمین ، مامور ، اجیر، ډاکتر ، انجنیر کسبه کار او حتی عادی خلکو پرتګ راتګ مو بندیزونه ورځ تربلې زیات کړي دي، او چاته اجازه نه ورکوئ چې خپل کورته خپل جومات او ولس ته لاړ شي آخر ولې ؟ تاسې له دولت سره دښمني لرئ که له ولسونو سره؟
 په تیر شوي لوی اختر کې مو یو ځانور وحشي او بې هویته تور مخی انسان د ملاقاسم په نو د عربانو به دره کې مامور کړی وو چې خلک ونیسي او زنداني یې کړي آخر ولې ؟ په دې برخه کې زه د معلم صاحب ناوز نوري لیکنه تایید وړ بولم او والله حقایق یې لیکلي دي.
پخوا به شر او فساد شکونې او غلاګانې به یې کولې مګر نن د اسلامي امارت کرامو طالبانو دې مفاسود ته مخه کړې ده آخر ولې؟ تاسې خو له دین او شریعیت څخه خبر یاست او په رڼو سترګو ظلمونوته مو مخه کړې ده؟
 وردګ او په تیره بیا د چک ولسوالئ شریف ولسونه ستاسې په ارونو کې کباب کباب دي ، دې خواته د فاسد نظام نه پاملرنه او فساد او هاخوا ستاسې ظلمونه او بې عدالتئ دي چې حد نه وتلی دي.
زه د همدې لیکنې له لارې د طالبانو پر سترو مشرانو او واک دارانو غږ کوم چې ظلمونه بند کړئ او د خپلو عسکرو له جنایاتو او خیانتونو خبرشئ که خبر نه یاست وردګ بیچاره ولسونه ژاړي او ټول وخت په ماتم او غمونو کې ډوب دي چې ستاسې ظالم او جاسوسه مشران یې عملي کوي او پرې آخته دي.
وردګ مخور او مشرانو په وار وار غوښتل چې دې بد حالت ته د رسیده ګئ لپاره موثر اقدام وکړي مګر دوی پرتاسې ورحمیدل خو تاسې لانور هم ورته ظالمان شوئ ، دا مکوئ چې ولسونه دولت ته مراجعه وکړئ او ستاسې د نابودی در خواست وکړي چې هغه وخت هرڅه به ستاسې په تاوان وي او تل به له وردګي مشرانو او ولسونو څخه ترخه تاریخي کارنامه به ذهن ته وسپارئ دولسونو زور د خدای زور دی.
د ولس زور دخدای زور

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery