مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په مسکو کې نن د افغانستان د وضعیت په اړه کنفرانس جوړېږي

احمد فیصل
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه کنفرانس جوړېږي. د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کنفرانس کې به د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو، د مشترک المنافع هېوادونو د ټولنې او د ډله ییز امنیتي تړون د غړو هېوادونو استازي برخه واخلي. د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت او ثبات بحث وشي. سرچینې ویلي ګډونوال به له افغانستان سره د مرستو پر داسې لارو چارو غور وکړي چې له لاري یي دغه هيواد وکولی شي د سیمې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery