مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-09   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دډله ايزورسنيو اوفرهنگی ټولنو دگډرسالت دعلمی کنفرانس پرېکړه ليک

حبيب الله غمخور
سويډن دمالمو ښار د۲۰۱۵ ز کال داکتوبر دريمه دروان کال داکتوبر دمياشتي په دريمه نېټه دسويډن دمالمو په ښارکي په اروپاکي دافغانی ډله ايزو رسنيو اوفرهنگی ټولنو استازوپه گډون علمی کنفرانس جوړ سو. دغونډي برخه ولو دکنفرانس دموضوع په اړه دمقالو ،بيانيو اوپيغامونوتراورېدلو اوهر اړخيز بحث وروسته داپرېکړه ليک تصويب کړ : په افغانستان کي دمطبوعاتوآزادي اوږدتاريخ اولوړه تجربه نلري ،ځکه نو ځني رسنۍ په خپلو خپرونوکي دهيواد ملی گټي سختی زيانمنې کوي اوداسی ښکارې يوشمېر یې بربنډ زموږ دهيواد بهرنيو دښمنانو په هدايت اودستور نشرات کوي . دې ملي ناخوالی ته په کتو پشنهادکوو: ۱/ ډله ايزی رسنی اړيدی چې خپل نشراتی فعاليتونه دهغه اصولو په رڼاکي تنظيم کړی چې دافغانستان په اساسی قانون کښي دهيواد دملی ارزښتونوپه توگه منل سویدي . ۲/ رسنی بايد دقومی ،سمتی ،نژادی ،ژبنی ،،مذهبی اوجنسی ضد تبليغاتوڅخه چې دژورناليزم د اصولو له مخې مردودي گڼل کيږي په جدی بڼه ډډه وکړي . ۳/ درناوی دژورنالستيکی اصولويوله اساسی بنسټونه جوړی،دې اصولوته په پام سره افغانی رسنی بايد دهيچا دانساني کرامت ته سپکاوی ونکړي اودخپرونوگډونوال هم بايد ددغه اصل رعايت ته اړيستل سي . ۴/ دافغانستان حکومت دې داساسی قانون په رڼاکي درسنيودقانون اوبيان دخپلواکۍ په اډانه کي درسنيو خپرونې وڅارئ . ۵/ همدا راز حکومت اوحکومتی اړونده ادارې بايد درسنيودقوانينوپه پلي کولوکښي جدی گامونه پورته کړی اودسرغړونکی رسنۍ سره قانونی چلند وسي . ۶/ ډله ايزی رسنۍ ،فرهنگی ټولنې اونورټولنيز سازمانونه دملی اواخلاقی مسوليت په نظرکي نيولوسره دخپلونشراتو لوری دولس دبيداری ،ملی يووالی ،سياسي اوفرهنگی پوهاوی په موخه بايد خپل نشرات عيار اوپه خپلو ټولو نشراتوکي دافغانستان ملی گټي ،ټولنيزي اړيکي اواخلاقی کودونه په نظر کي ولري . ترڅودرسنيو په اړوند دولس دا داوسنۍ بې باوری واټن راکم اوبلاخره ورک شي . ۷/ داطلاعاتواوفرهنگ وزارت ته وړانديز کېږي چې درسنيو کارکوونکو ته درسنيو داداروپه مالي اومادی مرسته دنوری نړۍ په دود دوامداره سمينارونه او ورکشاپونه جوړسی،ترڅودوي له يوې خوا خپلو مسلکی او حقوقی مسؤليتونوته متوجه سي اودبلې خوایې مسلکی وړتيا لوړه سوې وي . ۸/ ددولتی اړونده ادارونه غوښتنه لرودهغو بهرنيو اصطلاحاتو اوترمينالوژی داستعمال مخه ونيول سی چې پدې ورستيو کلونوکي دملی اورسمی ژبودمنل سوو اصطلاحاتوپرځاي کارول کيږي . داپرېکړه ليک دې داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ته ولېږل سی اوددې ترڅنگ دې دټولو ږغيزو ،انځورېزو اوچاپي رسنيو په واک کښي دافغان ولس دخبرېدولپاره ورکړه سي . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery