مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سګرټ څکول مو د ملا دردونه زياتوي

ډاکټر لیلا آفاق


 سګرټ څکول نه يوازې دا چې د انسان مال بې ځايه خرڅوي، بلکې د ډول ډول خطرناکو ناروغيو سبب کېدای شي.
سګرټ څکول که له يوه لوري د انسان سږو ته خورا مضر دي، خو بل لور ته نويو طبي څېړنو ثابته کړې ده چې د ملا د دردونو په ډېرولو کې هم ستر رول لري.
 ...
د امريکايي پوهنتون North western څېړونکو ويلي چې سګرټ څکول په مغزو کې د درد له مسؤولو برخو سره پخه اړيکه لري.
د فرانسې د روغتيا او روغتيايي زده کې وطني انسټيټيوټ په حواله د ملا دردونه په ژوندانه کې د ۱۰ بېلابېلو کارونو له امله وي.
د پرېوتو پر وخت د زنګنو د قات کولو (ماتولو) او د کمپيوټر سکرين ته له ډېرو کېناستو څخه د ځان ساتلو توصيه کړې
 یوه بله مهمه خبره ده چې سګرټ څکول پرېښودل د ملا درد په کمولو کې ستر رول لري.
سګرټ پر دماغو اغېز کوي، څېړونکو کشف کړې ده چې سګرټ څکول څنګه پر دماغو اغېز کوي او د ملا دردونه ډېروي.
دغه نتيجې ته رسېږو سګرټ څکول نه يوازې دا چې د انسان مال بې ځايه خرڅوي، بلکې د ډول ډول خطرناکو ناروغيو سبب کېدای شي.
سګرټ څکول که له يوه لوري د انسان سږو ته خورا مضر دي، خو بل لور ته نويو طبي څېړنو ثابته کړې ده چې د ملا د دردونو په ډېرولو کې هم ستر رول لري.
د امريکايي پوهنتون North western څېړونکو ويلي چې سګرټ څکول په مغزو کې د درد له مسؤولو برخو سره پخه اړيکه لري.
د فرانسې د روغتيا او روغتيايي زده کې وطني انسټيټيوټ په حواله د ملا دردونه په ژوندانه کې د ۱۰ بېلابېلو کارونو له امله وي.
دغه انسټيټيوټ د ملا درد د کمولو لپاره د تمرين کولو، د پرېوتو پر وخت د زنګنو د قات کولو (ماتولو) او د کمپيوټر سکرين ته له ډېرو کېناستو څخه د ځان ساتلو توصيه کړې.
همدغې څېړنو يوه بله مهمه خبره دا ياده کړې چې سګرټ څکول پرېښودل د ملا درد په کمولو کې ستر رول لري.
سګرټ پر دماغو اغېز کوي، څېړونکو کشف کړې ده چې سګرټ څکول څنګه پر دماغو اغېز کوي او د ملا دردونه ډېروي.
دغه څېړونکي له هغه وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چې ۱۶۰ تنه هغه کسان يې وازمايل کومو چې د ملا دوامدار درد درلود.
دغه کسان ټول د يو کال په اوږدو کې پنځه پنځه واره ټېسټ شول او هر وار ترې د دوی د سګرټ څکولو د اندازې او د ملا د دردونو په اړه پوښتنې وشوې، نو څېړونکي دې نتيجې ته ورسېدل چې په مغزو کې د دردونو مسؤولې دوه سيمې په سګرټ څکوونکو کې فعالې وي، او کله به چې دغو کسانو له سګرټ څکولو لاس واخست نو د ملا دردونه به يې خورا لږ شو.
چې ۱۶۰ تنه هغه کسان يې وازمايل کومو چې د ملا دوامدار درد درلود.
دغه کسان ټول د يو کال په اوږدو کې پنځه پنځه واره ټېسټ شول او هر وار ترې د دوی د سګرټ څکولو د اندازې او د ملا د دردونو په اړه پوښتنې وشوې، نو څېړونکي دې نتيجې ته ورسېدل چې په مغزو کې د دردونو مسؤولې دوه سيمې په سګرټ څکوونکو کې فعالې وي، او کله به چې دغو کسانو له سګرټ څکولو لاس واخست نو د ملا دردونه به يې خورا لږ شو.


په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery