مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دهیواد یوه بله ډیوه مړه شوه ...!

له هیواد څخه دباندې دهجرت په پنډغالی کې
 د ارشاد تعلیمي اونشراتي خبرندویې ټولنې  په استازیتوب دخواخوږۍ ، خوابدۍ اوتسلیت پیغام ...
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی  دهیواد نابغه علمي شخصیت اود پښتو ادب پیاوړی ځلاند ستوري استاد او دروند شخصیت شیخ الفنون حضرت مولانا عصمت الله حقیار«رحمه الله » له دی پانې  نړۍ  څخه سترګی پټی کړې !
                                        اناالله وانا الیه راجعون
د مرګ خزان خو د استاد د وجود پسرلی وچ کړ خو د پښتو ادب په ځمکه چی استاد کوم پسرلي زرغون کړي دی تل به زرغون پاتی شي او کومه مینه چی استاد دیو ریښتینې انسان او سپیڅلي افغان په توګه خپل ولس ته ورکړی ، ددی ولس ذهن او زړونه به د استاد نوم له یاده ونه باسي.
د ارشاد تعلیمي اونشراتي خبرندویې ټولنې او غړي د ارواښاد استاد مرحوم «حقیارصیب» په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي ، په دی دروند غم کی د ارواښاد کورنۍ او ټول افغان ملت سره ځان شریک ګڼي او د ارواښاد استاد لپاره د خدای ( ج) دربار ته د فردوس جنت دغوښتنی لاسونه جګوي.
روح دی ښاد اوتل دي یاد وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په پای کې غواړو ارواښاد درته په لنډ ډول معرفی کړو :
شیخ الفنون استاد مولانا عصمت الله حقیار په قوم توخي «شملزي » دي دزابل ولایت دشملزو ولسوالۍ اوسیدونکي چي دکمونسټي یرغل په مهال له خپل درانه کهول سره دپاکستان مسلم باغ مهاجرپنډغالی ته یې نبوي هجرت کړي .
لومړۍ زده کړي یی له ځایی علماکرامو څخه کړي اومېنځنۍ  دینی زده کړيې دپاکستان په بلوچستان کوټه کي ترسره کړي دي.، البته د جهاد مرحله وه مرحوم دجهادي فعالیتونو سره سره دعلم زده کړي هم کولي ،،،خو ورستي زده کړيی دګراچي له جیدو علماء کراموڅخه د اعلي سند په ترلاسه کولو سره سرته ورسولي بیایی دطب اوعصر ی علوم لازمي زده کړې هم ترسره کړي .
دطالبانو داسلامي تحریک په لومړیو کې یې دجمعیت طلباء حرکت انقلاب دمخکښ مشرپه توګ د روان جهاد دپایلو په ترلاسه کولو دپام وړبنسټیز خدمتونه وکړل .
دوخت ناخوالو دي ته پری نښود چي ترپایه  داسلامي لښکروسره یوځای په سنګریزډګرکې ونډه واخلی خونړیوال اسلامي سیاسي فعالیت یې دخپل قابلیت په موټو په مخ وړلو .
اودې  سره یې یوځای دعلمي ډګر او کورنې معاشراتی  ژوند ته دوام ورکړي ، چي ددیني علومو ځانګویی د اسلام په روزنیزه بچانو فعاله وساتله .
نوموړی ... دپاکستان په کوټه پښتون اباد عبدلولی چوک کې ددیني علومو په درس کولو مصروف وو چي داجل قاصد ته یی لبیک وویلو . اناالله وانا الیه راجعون
هیره دي نه وي ... مرحوم حقیارصیب دزړه خطرناکه ناورغي هم لرله چي دعلقیدر امیر المؤمنین رحمه الله  دمړینی له خبرسره یوځای یې دزړه ټکان نورهم ضرباتي شو...
دکوټی په روغتون کی یې دژوند وروستي شېبی پای ته ورسیدي کورنې یی وغوښتل چي خپل اصلی لرغونیی وطن «شملزو ولسوالۍ » ته یی جنازه نقل کړي اوهلته دخپل نیکو او اجدادو په قبرستان کې ښخ کړل شو.
نوموړی فعال ادیب ،شاعر،حکیم اونابغه عالم وو ،خو یوه پټه علمی خزانه وه.
 دمرحوم  د( ژوند لیک ، پېښلیک، او خاطراتو ) په اړه مو پراخي یون پیل کړي مینه وال دي په مرسته کي راسره شریک ووسئ ...!janwak51@yahoo.com
چي په لاندې عنوانو مشتمل دي ...
د هیواد یوه بله ډېوه مړه شوه
دمرحوم حکیم  حضرت مولانا عصمت الله حقیار رحمه الله ژوندلیک اوپېښلیک
1. زوکړه :
2. دخاپوړو کلي :
3. دهجرت ژوند :
4. لومړنۍ زده کړې :
5. مینځنۍ زده کړې :
6. دجهاد مینه :
7. جهادی هڅې :
8. دسیاسي ډګرپه بهیرکي :
9. دطالبۍ برم :
10. دطالبي یون تلپاته بنسټ کې :
11. دجمعیت طلباء حرکت پياوړ مخکښ :
12. داسلامي تحریک لومړي خطیب :
13. وروستۍ زده کړې :
14. دستار فضیلت اوفراغت :
15. طبی علوم :
16. دتصوفو لارښود :
17. روحاني روزنه اودرملنه :
18. خانقاه :داذکارو انګړ:
19. تصوف  دشریعت له زاویې :
20. دشرک څخه ځان لیری ساتئ :
21. دافکارو بېلګي :
22. زما محراب :
23. زمامنبر :
24. زما منار:
25. داذکارو درس :
26. ذکردسکون او اطمېنان لامل دي:
27. دشعراو ادب نړۍ کې :
28. دیوه داعي په توګه :
29. بلاغت اوفصاحت :
30. دمنبرله هسکو:
31. یوه پټه نابغه څیره :
32. لکه تندر :
33. دخندا اوخوشطبعي انداز:
34. کله چي امام دمحراب شو :
35. د درس اوتعلم په ډګرکې :
36. ملګرې لکه ستورې :
37. دفنونو امام :
38. دتألیف اوتصنیف قلم یی :
39. څوشعرې ټولګې :
40. دصرف اونحوې اساسی ښوونه :
41. دمرح نکتي :
42. شمې نکتي :
43. دهدایت النحوې نکتي :
44. کافیه له حقیاره زده کړئ :
45. دبدیع المیزان فارسي شرح :
46. دبدیع المیزان پښتو شرح :
47. مطول عبارت ،ابیات اوحواشی :
48. مسلم ثبوت شرح :
49. او یوشمېر نورې ،،،:
50. حقیار دپاکستانی علماؤ په اند :
51. حقیار د هیواد په علماؤکې :
52. حقیار دیوې علمی کهول بنسټ کېښود:
53. دمرحوم ځیرک اونابغه زوی :
54. خاطرې :
55. دمجلس غړې :
56. تعویذ ځکه درمل شو:
57. یو خوب چي ریښتیاشو:
58. حقیارپه کتب خانه کي :
59. دحقیار سفرنامه :
60. پښورته لاړم :
61. دلاهور اوکراچۍ سفر:
62. دهیواد په لراوبرکې :
63. زما سیاسی سفرنامه :
64. له شخصیتونو سره لیدنه کتنه :
65. زما دعلم یو ملګری :
66. ناروغي :
67. الله خیر...زړه مې درد کوي :
68. باالاخره یی له دې پانې نړۍ رحلت وکړ:انالله واناالیه راجعون ...
      ځانواک «مفتی زاده » ارشاد خپرندویه ټولنه .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery