مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان په دوهمه نړیواله پنڅوس اوریزه لوبه کې له زمبابوې څخه د تیرې لوبې غچ واخیست

هوتک
افغانستان په دوهمه نړیواله پنڅوس اوریزه لوبه کې له زمبابوې څخه د تیرې لوبې غچ واخیست
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه نړیواله لوبه کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته د ۵۸ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه چی په ټاکلو پنڅوس اورونو کې یی د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبدلې ته یی د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې محمد نبي عیسی خیل ۱۱۶، نورعلي ځدران ۶۰ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۳۹ منډې جوړې کړې.
د پانۍ له لنډې دمې ورسته زمبابوې توپوهونکو لوبه پیل کړه چی په ۴۶،۴ اورونو کې یی د تولو لس لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې او هدف ته یی ځان ونشوه رسولای.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري دولت ځدران، سمیع الله شینواري او افتاب عالم دوه دوه، محمد نبي، امیرحمزه هوتک او راشید ارمان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
محمد نبي عیسی خیل چی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو د خبري ناستې پرمهال یی د روزنکي انضمام الحق او لوبډلمشر اصغر ستانکزي څخه مننه وکړه چی نوموړی یی په دریم نمبر توپوهنې ته واستاوه او همدا ډول د لوبې بریا راز یی د ټولو لوبغاړو هڅه او د روزنکي ښه پلان اعلان وښود.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس ښاغلي نسیم الله دانش د زمبابوې پروړاندې د بریا لامل د ټولو لوبغاړو هڅه په ګوتو کړه او همدا ډول زیاته یی کړه چی افغان لوبډله به په راتلونکو لوبو کې هم د بریا زیري ولري.
نسیم الله دانش په هیوادوالو غږ وکړ چی د خپلو ملي لوبغاړو سره په هر حال کې باید یو ځای پاتې شي.
همداراز د کرکټ بورډ اجراییوي ریس ښاغلي شفیق الله ستانکزي دا بریا د ټولو افغانان لپاره د خوښۍ زیری وباله، نوموړي ډاډ ورکړ چی لوبډله هره ورځ په بیلابیلو برخو کار کوي ترڅو پدغه سیریز کې لا نورې بریاوې ترلاسه کړي.
شفیق الله ستانکزي په لوبډله کې د راشید ارمان لوبول د نورو ځونانو د راتلونکې لپاره د ښو هیلو نښه وښوده.
د یادولو ده چی افغان ملي لوبډله به راتلونکې لوبه د زمبابوې د ملي لوبډلې پروړاندې په همدې کوینس لوبغالي کې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نیټه پیل کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery