مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان څه غواړي ؟

احمدشاه افغان

پاکستان څه غواړي ؟
د پام وړ خبره داده چي د ظاهر شاه له وخته تراوسه څومره حکومتونه په افغانستان کي راغلل؟
دملا حکومت
دامي حکومت
دږېرور حکومت
د بې ږېرو حکومت
دخلقي حکومت
او دمجاهد او طالب حکومت
په دغو ټولو حکومتونو کي دپاکستان يو هم خوښ نه سو او له يوه سره يې هم صداقت ونه کړ.
لدې معلومېږي چي دوی دافغانستان دملت سره دښمني لري، په افغانستان کي هيڅ قسم حکومت نه غواړي بلکي صرف ورانۍ او فساد غواړي.


نو بايد افغانان سرخلاص کړي، دپنجاپيانو دگټو لپاره دي خپل مسلمان وروڼه نه وږني.

دا چي يوه ورځ يوه ولسوالۍ طالبان ونيسي او بله ورځ يې بېرته حکومت ونيسي.ددې گټه چاته رسېږي؟


ددې گټه صرف دافغانانو دښمنانو پنجاپيانو ته رسېږي،نه دطالبانو داوضعيت په گټه دی، نه دحکومت او نه دعام ولس

نو بايد نور سرخلاص کړو.

افسوز چي افغانان داسي سرناخلاصه اواغيزناکه څېرې ډېري لري چي سړی دا اميد هم نه ترې لري چي سر دي يې خلاص سي .

نور نو څه وکړو پرته لدې چي خدای پاک ته وژاړو،نور خو مو له لاسه څه نه کېږي .

که په دې کي فکر وکړل سي چي دپاکستان عالمان ولي په خپل هيواد کي د جهاد فتواوي نه ورکوي او په افغانستان کي يې دافغانستان اوپاکستان دواړو ملايان په يوه خوله دي؟

هم به دمعمولي عقل خاوند هم پوه سي چي دلته يوه لوی پلان روان دی،جهاد نه دی بلکي دپنجاپيانو گټي دي چي دافغانانو دوينو په توييدوکي يې لټوي .

خدای دي يې په خپل غضب او قهر اخته کړي

آمين يارب العالمين

پای

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery