مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وزیر صاحب

روغوال

 یو وزیر د خپلو ما دونانوسره غونډه لرله نو د ځانه سره یې ډ یر محافظین رااوړی وو او د خپلو مادونانوڅخه یی ګرد چار پیره ودرولي وه نو پدی وخت کې یو خبریال د وزیرصاحب
 څخه داسي سوال وکړچې محترم وزیرصاحب! دا دومره محا فیظینو ته څه ضرورت و چې تا د ځان د ساتلو لپاره دي سالون ته راوړی دي نو وزیرصاحب ورته په ځواب کښي داسي وویل چې خبریال صاحب چې زه خو پدي خپلو مادونانو باندی اعتبار نلرم نوخبریال ورته وویل چې یوه اداره کښی د مادونانواوامرانو ترمنځ اعتبارموجود نه وي نو کارونه به څنګه مخکي لاړ شي نو وزیرصاحب ورته وویل چې کارونه دي سر وخوري زه هسي هم یو بیسواده وزیر یم او زما فقط او فقط همدا یو ارمان وه چې خلک په اینده کښی ووایی۰چې د پلا نکي پایکوټ زوی هم په یوه وخت کې وزیر تیر شوی وه۰
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery