مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دفضل خان لالا په مړینه د خواشینۍ پیغام‏

دا د میر بد قسمتي که د کاروان ده
 چې منزل لنډ شو نو ستړې قافله شوه
 په ډیره ژوره خواشینۍ سره خبر شو، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو سیاسي او روحاني مشر او دعوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه دیوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.
انا لله و انا الیه راجعون
 ارواښاد محمدافضل خان (خان لالا) د پښتون قام هغه شریکه هستي وه ، چې نه یوازې د پښتنود سوکالۍ، ابادۍ او خوشالۍ لپاره ئې کوټلي ګامونه اوچت کړي، بلکه د پښتون قامي وحدت او د پښتنو دسیاسي شعور د بیدارۍ لپاه ئې د مرګ تر اخري سلګۍ پورې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې او عملي مبارزه کړې ده.
ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د ټول ژوند مرام او موخه د پښتنو یووالی ؤ، چې دغه ګډ ارمان او موخې ته د رسیدو په لار کې ئې د پښتنو د ټولینز ولسولیز ګوند سره په ګډه د څو لسیزو را په دې خوا نظري او عملي هلې ځلې روانې کړي وې او د لوې افغانستان دننه او بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې دپښتنو د سیاسي شعور دبیدارۍ لپاره مخکښ او د پام وړ رول ادا کړی، چې د پښتون قام په تاریخ کې ډیر لوې ارزښت لري. مونږ به د ارواښاد خان لالا مرام او د ارمان لړۍ د پښتنو سیاسي شعور د بیدارۍ او د پښتنو یووالی دهلو ځلو له پاره جاري ساتو.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټی) ارواښاد خان لالا ته د لوې خدای له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي، کورنۍ، خپلوانو او سیاسي ملګرو او دغه راز هیواد دننه او بهر د ټولو پښتنو سره په دې دروند او نه جبران کیدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.
روح دې ښاد وي
 
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery