مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماشهیدان ورکړي دي

روغوال



کله چی مجاهد ین افغانستان ته داخل شول۰نودهررهبراوهرتنظیم خپله خپله بادشاهی شوه۰ نو یو نفر چی د خپلي کورنۍ څخه یي څو نفره شهیدان ورکړي وه۰ نود خپل تنظیم مشر ته ورغي۰او ورته یی وویل۰ چی ما ډیرشهیدان ورکړي دي۰ نو ماته به دا پلانکۍ دولتي د ښته حتمي راکوي۰چی زه یی نمري کړم۰ او په خلکو باندي یی خرڅی کړم۰ او پیسی یی د شهیدانو په واریثینو باندی تقسیم کړم۰ نو دي رهبر ورته په ځواب کښی وویل ۰چی ستا د شهیدانو شهاد ت دي خدای تعالی په خپل دربارکښی قبول او منظور کړي۰د هغوي شهاد ت مه خرابوه۰ او دا دښته د ټولو افغانانو حق دي ۰زه دا کار باالکل کولې نشم ۰نودي نفر ورته وویل ۰چی اې رهبره۰ ورځ د قیامت خو منی۰ نو دي رهبر ورته وویل۰چي ولي یي نه منم شکردي مسلمان یم۰چی که ته دا کار ونکړي۰ نو په ورځ د قیامت به زما لاس او ستا به ګریوان وي۰نو دي مشر ورته په عصه کښی وویل۰ چې ای نادانه! ته لا لدې څخه ناخبره یې۰ چې د قیامت په ورځ خو به د هیچا په تن کښی کالي نه وي۰ نوکله چې زما په تن کښی کالي نه وي۰ نو ته به مې څنګه د ګریوانه څخه ونیسی۰خو یوازي دا یو کار کولی شي چې د ګریوان په ځاي مې د پښی څخه ونیسي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery