مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پیسو قسم ورکول

محمود نظری


 
 


 په انسان کې ویده دی شیطان
 راویښوي یې شرنګی د غیران
 هر څه چې ږیره اوږدیږي د حیوان
 دلیل داچې ویښ یې دی شیطان
 دهغه سړي سره معامله مه کوه
 چې په هر خبره درته خوري قران
 هغه چې درته صوفي ګري کوي
 شک کوه سم دم دهغه په ایمان
 هغه چې وایي مادیت په کا رنه دی
 ویریږه ډیر دهغه معنوي انسان
 له خلاصې ارامې خولې تل ویریږه
 ارامه خلاصه خوله والا دي تمساحان
 دمړامو اوبو ویریږه نه د روانوتوندو
 په مړامو کې ژوند کوي کروکوډیلان
 پیسوته د نن انسان د ټنیګي نه دی
 که څه کافران وي یاڅه مسلمانان
 دنیا غله ده باور مه کوه په دوستي
 ښه ده قاضی په پیسو قسم ورکړی نه قران
 دانسان د انسانیت موټر چلیږي په پيسو
 که دی پیسې درلودی یې انسان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery