مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: پر حکومت به فشار راوړو چې له امریکا سره امنيتي تړون لغوه کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
مشرانو جرګه وايي، امریکا له امنیتي تړون سرغړونه کوي او دغه تړون د افغانستان لپاره ګټه نه لري. د مشرانو جرګې رییس وایي، امریکا د افغانستان په تړاو دوه ګونی سیاست پرمخ وړي او د امنیتي تړون په چوکاټ کې یې د افغان ځواکونو د تجهیز ژمنې نه دې عملي کړې. هاخوا د ملي دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له امریکا د هوایي ځواک د مرستې، مالي ملاتړ او پر پاکستان د هر اړخیز فشار غوښتنه کوي. د افغانستان په ډېری برخو کې د جګړې له زور اخیستو سره پر امریکا له دې امله انتقادونو هم زور اخیستی چې دغه هېواد د امنیتي تړون په چوکاټ کې د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان ځواکونو ملاتړ نه دی کړی او په ځانګړي ډول د دغه ځواک د تجهیز ژمنې یې نه دې عملي کړې. په همدې تړاو دلته د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون او د افغانستان د امنیتي ارګانونو چارواکو ګډه غونډه رابللې، څو د دغه تړون د ژمنو د عملي کېدو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي. د مشرانو جرګې رییس پر امریکا نیوکه کوي چې د افغانستان په تړاو دوه مخی سیاست پر مخ وړي او تر اوسه یې د امنیتي تړون په چوکاټ کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی. په دې غونډه کې د پوځي چارو شنونکي له امریکا سره د امنیتي تړون پر لاسلیک له دې امله انتقاد کوي چې روانه جګړه امریکا پیل کړې او د پای ته رسولو لپاره یې امنیتي تړون د حل لاره نه ده. د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی وایي، امریکا د امنیتي تړون ځینې برخې عملي کړې، خو د یو شمېر نورو برخو د عملي کېدو په اړه یې ځيني وړاندیزونه مطرح کړل چې له ډلې یې د هوایي ځواک مرسته، مالي ملاتړ او له روان بحرانه د وتو لپاره د ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه وړل یا هم د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابرول دي. خو د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد بیا وایي، افغان حکومت له امریکا ۱۰۰ زره پوش غوښتي او امریکا به یې په نږدې راتلونکي کې افغان لوري ته وسپاري. د ملي دفاع وزارت سرپرست یو وار بیا پاکستان له ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن کړ، خو د مشرانو جرګې غړو بیا پر امریکا انتقاد درلود چې له ټولو شته ثبوتونو سره سره اوس هم له پاکستان سره مرستې کوي او په دې توګه په افغانستان کې د جګړې دوام ته زمینه برابروي. مشرانو جرګې په تاکید له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د امنیتي تړون د ژمنو عملي کېدو لپاره کمېسیون وټاکي او له امریکا وغواړي چې له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي. دوی خبرداری ورکړ چې که امریکا خپلې ژمنې عملي نه کړي پر حکومت به فشار راوړي چې دغه تړون لغوه اعلان کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery