مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سنډي ټایمز: طالب قوماندانانو له روسي چارواکو سره لیدلي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
د وسله والو طالبانو پوځي قوماندانانو په تاجکستان کې له روسي چارواکو سره کتلي دي. د افغانستان په ختیځ کې د وسله والو طالبانو قوماندانان وايي چې دغه لیده کاته په تاجکستان کې د روسيې د استازو او هغو طالب قوماندانانو تر منځ شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې جنګېدل. که څه هم چې د دې لیدنې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو هندي او پاکستاني ډیپلوماتان وايي چې په دې لیدنه کې طالب قوماندانانو هڅه کړې مسکو ته ډاډ ورکړي چې د شمال جګړه به منځنۍ اسیا ته نه غځېږي. د طالبانو او روسانو ترمنځ دغه ناسته مسکو ته د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم له سفر وروسته شوې ده. د طالبانو له خپلمنځي اختلاف او په سیمه کې د داعش ډلې له را پیدا کېدو وروسته طالبانو په سیمه کې د ځان لپاره د نوو ملاتړو د موندلو هڅې پیل کړې دي. په روانه اوونۍ کې د زابل ولایت ځایي چارواکو په دغه ولایت کې له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ خبره وکړه، خو په یوه تازه اقدام کې روسي چارواکو هم د طالبانو له ځینو قوماندانانو سره کتلي دي. د برېتانیا سنډي ټایمز ورځپاڼه وايي چې دغه قوماندانان په شمال کې له جګړې وروسته تاجکستان ته وربلل شوي وو څو پر هغو امنیتي اندېښنو ورسره خبرې وکړي چې د منځنۍ اسیا هېوادنه ګواښي. ورځپاڼه کاږي: ((د افغانستان په ختیځ کې طالب سرچینو موږ ته ویلي چې په شمال کې د دې ډلې عملیاتي قوماندانانو په دې وروستیو کې تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې له روسي چارواکو سره خبرې کړې دي. د روسي چارواکو او طالب قوماندانانو ترمنځ دغه لیده کاته، مسکو ته د ولسمشر غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تر سفر وروسته ترسره شوي دي.)) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پیل د ټولې سیمې، په ځانګړې توګه د روسیې لپاره یو ستر ګواښ وباله، خو له دې وړاندی د وسله والو طالبانو نوي مشر اختر محمد منصور د یوې اعلاميې په ترڅ کې د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د دوی فعالیتونه یواځې د افغانستان تر پولو محدود دي او کوم بل هیواد ته به جګړه ونه غځوي. په داسې حال کې چې ځیني شنونکي د طالبانو او روسانو ترمنځ ترسره شوې خبرې د لوېدیځو رسنیو تبلیغات بولي، یو شمېر نور په دې ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه د وسله والو ډلو په موجودیت کې خپل امنیت لټوي. له طالبانو سره په جلا جلا توګه د سیمې د هېوادونو د تعاملاتو او خبرو پیل په داسې حال کې دی چې دمګړۍ افغان حکومت له دې ډلې سره د سولې خبرې په بشپړ ډول درولې او ټینګار کوي چې دغه مذاکرات به د پاکستان له صادقانه اقداماتو سره هم مهاله پیل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery