مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کار پنځونې ملي پروګرام پیل شو

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په افغانستان کې د کار پنځونې ملي پروګرام پیل شو چې له مخې یې په لومړي پړاو کې د هېواد ۴۷۰۰ او په دویم پړاو کې ۱۵۰۰۰ کلي تر پوښښ لاندې نیول کېږي. دغه پروګرام پرون د ولسمشر اشرف غني له خوا رسماً په ارګ کې پیل شو. ولسمشر غني په هېواد کې وروستي ناوړه اقتصادي وضعیت او وزګارتیا ته په اشارې وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، نه یوازې امنیتي ستونزې ډېرې شوې، ترڅنګ یې د هېواد اقتصاد هم ټکنی او زرګونه کسان وزګار شول. نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال د هغوی ۴۰۰ سوه زره قراردادیان هم وو، چې خلکو ته یې کارونه پیدا کړي وو. اشرف غني زیاته کړه، د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د قراردادیانو په وتلو سره ګڼ شمېر افغانان نه یوازې وزګار شول بلکې ځینې یې له هېواده ووتل. ولسمشر وویل:« د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هغوی مالي لګښتونه محدود شول، هغو هېوادونه چې دلته یې پوځیان لرل، ډېرې پیسې یې لګولې، خو کله چې عسکر یې لاړل پیسې هم ورکې شوې.» ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د جګړې شدت او د بهرنیو مرستو کمېدا د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړ او له دغه وضعیت نه هغه هېوادوال ډېر زیانمن شول، چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په سړکونو او چوکونو کې د کار په تمه ورځ بېګاه کوي. ده وویل:« تېر کال زموږ ډېره هڅه دا وه چې د تمویلوونکو هېوادونو اعتماد را ژوندی کړو، چې له نېکه مرغه د ملي یو والي حکومت په دې کې بریالی شو.» ولسمشر وايي، د دې لپاره چې پر بهرنیو مرستو اتکا را کمه شي، یو لړ اصلاحات يې پیل کړي چې له دې جملې په قرادادونو کې د سپما برخه ده. اشرف غني زیاته کړه، موږ د نورو مسایلو ترڅنګ په دې فکر کې هم یو څو هغو هېوادوالو ته کار پیدا کړو چې اولادونه یې ډوډۍ غواړي. نوموړي وویل: د دې لپاره مو د کار موندنې ملي پروګرام پیل کړی دی، چې موخه یې د کار پنځول دي او هڅه کېږي چې په دغه پروګرام کې کلیوالو او ښاریانو دواړه ته کار پیدا شي. هغه وویل، دا پروګرام سر له نن شپې د پلي کېدا وړ دی، چې په لومړي سر کې به ۴۷۰۰ کلي او د راتلونکي کال په پسرلي کې به ۱۵،۰۰۰ کلي تر پوښښ لاندې راولي. ولسمشر وویل چې په کلیو کې د کار پنځونې په موخه د کرنې، اوبو بندونو او د حاصلاتو ښه کولو په موخه کروندګرو سره مالي مرسته کېږي، څو په دې توګه له یوې خوا حاصلات ښه شي او له بلې خوا به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. ده په ښارونو کې خلکو ته د کار موندنې په برخه کې وویل چې په ښارونو کې د یو شمېر پروګرامونو لکه د ښارونو د پاکولو لپاره به زرګونه کسان پر کار وګومارل شي. ولسمشر اشرف غني دغه راز وویل چې د مسکن او ښار جوړونې لپاره پروګرامونه پیل شوي او د حکومت هدف دا دی چې ۱۰۰ زره نوي اپارتمونه جوړ کړي. هغه وویل چې دا پروګرام د ټول افغانستان لپاره دی او د متوازن انکشاف د اصل پر اساس به په ټول هېواد کې پلی کېږي. غني وویل:«د کار پنځونې ملي پروګرام به سر له نن شپې پیلېږی او په ځینو سړو سیمو کې به د پسرلي په موسم کې پیل شي.» ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره اساسي ګامونه اخلي، وویل: د برېښنا د برابرولو په برخه کې کار روان دی د راتلونکي کال د مني تر موسم پورې به په هېواد کې د برېښنا تولید ۲ برابره ډېر شي، یعنې تر راتلونکي کال پورې به د کورنۍ برېښنا تولید ۲۴۰ مېګاواټه ته ورسېږي. هغه وویل چې په دې برخه کې مقدماتي او تخنیکي څېړنې بشپړې شوې دي او اوس یې د تطبیق وخت رارسېدلی دی. اشرف غني په هېواد کې د اوبو بندونو د جوړونې په اړه وویل چې ډېر ژر به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پر ۱۷ بندونو کار پیل شي. د هغه د معلوماتو له مخې د دې بندونو لومړني مطالعات ترسره شوي دي او ۲۵ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery