مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-19   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

شمسي ، د ارغنداب د نني بريد سيمه د نژدې وليدل .

لودين
مرستیال والي په ارغنداب ولسوالۍ کښې د ملي اردو پرقرارګاه د نني ترهګريز بريد سيمه له نژدې وکتل. د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالعلي شمسي په داسي حال کي چي د ارغنداب ولسوال، امنیه قومندان او دامنیتي ځواکونو د همږغۍ د مرکز مرستیال يې ملتیا کول، د ارغنداب ولسوالۍ له هغي سيمي څخه چي نن سهار پکي ترهګريز بريد وسو، لیدنه وکړه. وسله والو ترهګرو نن سهار وختي مهال د ارغنداب ولسوالۍ د ملي اردو پر مرکز ډله ييز ځانمرګی بريد وکړ، چي په پايله کي د افغان ځواکونو له خوا ياد ترهګر ووژل سول. شمسي له سيمي څخه د ليدني پر مهال وويل: د هیواد دښمنانو هڅه کول چي د ترهګريز برید په کولو سره خپل شوم او ناروا هدف ته ځان ورسوي، خو زموږ مېړنیو او اتلو سرتېرو یاده حمله ډېر ژر کنټرول او دښمنان يې له منځه یووړل. دا زموږ د ملي امنیتي ځواکونو غښتلتیا ښيې چي دوښمنان مخکي له دې چي هدف ته ورسیږي، له منځه وړل کيږی. مرستيال والي په پېښه کي د ملي اردو د يوه سرتېري پر شهادت او دوو نورو پر ټپي کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery