مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نقیب فایق: داوود سلطانزوی د حاجیانو د لېږد په پروسه کې دری میلیونه ډالره اختلاس کړی

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
د ولسي جرګې یو غړی ادعا کوي چې د ولسمشر سلاکار محمد داوود سلطانزوی د حاجیانو د لېږد په پروسه کې دری میلیونه ډالره اختلاس کړی دی. د ولسي جرګې غړي نقیب الله فایق ویلي چې سلطانزوی باید تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي. ولسمشر سږ کال د حاجیانو د لېږد لپاره د خپل سلاکار سلطانزوی په مشرۍ یو کمېسیون جوړ کړی و. د ولسي جرګې غړی نقیب الله فایق وايي داسې اسناد ورسره دي چې ښيي د سږ کال د حاجیانو د لږد په بهیر کې ستر فساد شوی دی. نوموړي ویلي کورني هوايي شرکتونه حاضر وو چې حاجیان په ټیټه بیه سعودي عربستان ته ولېږدي؛ خو نوموړي په لوړ لګښت له یوه بهرني شرکت سره تړون کړی دی. فایق ادعا کوي چې کورنيو شرکتونو د حاجیانو د هر ساعت لېږد په بدل کې حکومت ته د ۸۶۰۰ ډالرو وړاندیز کړی و؛ خو سلطانزوی له یوه بهرني شرکت سره په ۱۲۰۰۰ ډالره تړون کړی دی. هغه دغه راز زیاته کړې له هغو الوتکو سره چې سلطانزوی تړون کړی و، بهرنۍ وې او بیمه یې هم نه درلوده. ده ویلي دغه شرکت په نورو هېوادونو کې د پرواز اجازه نه درلوده او که کومه پېښه رامنځته کېدای هېڅ شرکت او دولت به یې مسئولیت پر غاړه نه و اخیستی. فایق وايي که حکومت ریښتیا له فساد سره مبارزې ته ژمن وي، باید دغه مبارزه د ولسمشرۍ د ارګ له اړوندو ادارو پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني ویلي وو چې سږ کال د حج د مراسمو لګښت پام وړ کم شوی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery