مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کتونکي: د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو د ملکي مرګ ژوبلې مسئله باید جدي وګڼل شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
کتونکي د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان هغه را پور سم ګڼي چې د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان اوړي. په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار سازمان د امریکايي او ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. شنونکي باور لري چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې نه یوازې سم هدفونه نه په نښه کیږي، بلکې لویه برخه مرګ ژوبله یې هم ملکي وګړو ته اوړي چې دا چاره په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده او حکومت ته په کار ده چې دا مسئله جدي وګڼي. پر بهرنیو ځواکونو نیوکه ده چې بریدونه یې په هغو سیمو کې دي چې هلته هوايي برید ته اړتیا نه وي او نه هم ترې غوښتنه شوې وي، خو په هغو ځایونو کې بریدونه نه کوي چې هلته اړتیا وي او یا هم غوښتنه ترې کیږي. اوس د بشري حقونو د څار سازمان هم همدا خبره کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ډیری هوايي بریدونه پر هغو سیمو دي چې هلته د وسله والو مخالفینو ډیر جدي ګواښ نه وي موجود. د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راپور له مخې ویلي؛ د تېرو پنځو میاشتو په موده کې بې پیلوټه الوتکو د افغانستان په خاوره کې له درې سوو ډېر خلک هدف ګرځولي دي. دغې سازمان په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون چیرته چې ۲۲ کسان ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول د دې ستونزې یو واضح مثال او جنایت بللی دی. ویل کیږي چې د نورو هوايي حملو تر څنګ د نړېوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو هم د افغان ځواکونو سره له همغږی پرته ډېر تلفات اړولي دي. د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم په دغه هېواد کې د نړېوالو ځواکونو د هوایي بمباریو څخه د اوښتو زیانونو په اړه راپیدا شوې اندېښنې په ځای ګڼي. ددغه سازمان مشر لعل ګل لعل هم وايي چې که نړېوال ځواکونه له افغان لوري سره له همغږی پرته عملیاتو ته دوام ورکړي؛ په هېواد کې به د ملکي تلفاتو شمېره لوړه شي. د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې بریدونه له دوی سره په همغږۍ کیږي. د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د دفاع وزارت اهداف تعینوي او له هغې وروسته بیا بهرني ځواکونه حملې کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery