مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اکلیل حکیمي: پر کرېډېټ کارټ ۱۰ سلنه مالیه له نړیوالې ټولنې سره زموږ د ژمنو برخه ده

احمد فیصل
د مالیې وزیر وايي پر د مخابراتي شبکو پر کرېډېټ کارتونو ۱۰ سلنه مالیه له نړیوالې ټولنې سره د دوی د ژمنو برخه ده. اکلیل حکیمي چې پرون د مشرانو جرګې استجواب کړی و وویل چې پر مخابراتي خدماتو د ۱۰ سلنې مالیې په اړه پرېکړه د مالیې د وزیر په توګه د ده تر ټاکل کېدو وړاندې شوه وه. د مالیې له وزیر څخه د ناراجستر شویو سیمکارتونو د مالیې په اړه پوښتنه وشوه او ده یې په ځواب کې وویل چې په دې اړه یې کار پیل کړی دی. یو شمېر سناتورانو اندېښنه درلوده د هغو سیمکارټونو چې راجستر شوي نه دي، مالیه ښايي مخابراتي کمپنۍ حکومت ته ور نه کړي. د مالیې وزیر پر کرېډېټ کارټونو د مالیې په اړه دغه راز زیاته کړه چې په دغه کار سره د مخابراتي کمپنیو اصلي عوایدو معلومېدلی شي چې پر اساس یې بیا حکومت پر روڼتیا له هغوی مالیه اخیستلی شي. اکلیل حکیمي وویل چې د روان مالي کال له پیل راهیسې ۱۰۴ میلیارده افغانۍ را ټولې شوې چې د کال تر پایه به ۱۰ میلیارده افغانۍ نورې هم راټول شي چې پر کرېډېټ کارټونو لګېدلې مالیه هم په کې شامله ده او دا له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنه ده. نوموړي زیاته کړې:« دا د هغو ژمنو برخه ده چې موږ له نړۍ سره کړې دي. کله چې د ملي یووالي حکومت کار پیل کړ او په لندن کې یې د خودکفایۍ طرحه وړاندې کړه، موږ ژمنه وکړه چې ورو ورو به پر ځان د بسیا کېدو پر لور ځو.» د مالیې د وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې خلک او د ملي شورا غړي پر کرېډېټ کارټونو له ۱۰ سلنې مالیې سره مخالف دي. ولسي جرګې له همدې کبله په دې اړه د ولسمشر فرمان رد کړی او هغه یې د خلکو په زیان بللی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery