مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ودریږه !!!‏

محمود نظری

طنز
 

 

زموږ دولت دی یو موټر غورازه
 اصلي یې نه ده خپله یوه هم پرزه
‏ بس دی زنګ وهلی مات پینه پینه
 نه دشا دلیدو هېنداره لري نه پزه
 دوه اشترنګه لري ټایرونه اووه
‏ ښه ورته وګوره که بد وایم زه
 تل چلانیږي په اوربلولو او تیله ‏
دانډل اوسلف وهلو دی بې نیازه
 نه تیل خوري نه مبلایل نه اوبه ‏
 ‏ دډالر په زور چلیږي دا معجزه
 د یوشتمي پیړۍ دعلم ده نمونه
 دافغان په سړکو ځغلي داجایزه
 یو ټایر یې دلاري دی بل د بایسکله
 ټایرونه یو لوی یو وړ چالداره کاږه ‏
نه ور لري نه کړکۍ نه هم کومه تکیه
 په اروپا کې یې د پوش موټر ده آوازه
 دمخ په ښېښه یې میخ ده یوه تخته
 په رسۍ یې تړلې ده ورته د کور دروازه
 دکاربېټر یې وځي مرداره خړسکه ‏
نفس دچاربولولا بندوي دهغه ډډوزه
 دا عراده تر کله چلیږي په دې راسته
 ایم اوټي یې ده یوازې پنځه روزه
 دا جوړ سوی دی دامریکا په نخشه
‏ پرزې یې بدلې انجینریې الم غلیزه
 داسې موډل چا نه ده لیدلې تر اوسه
‏ بې عرابې ټریلرلري پرسر دلرګوخوازه
 نه سیټ لري نه یوه سمه هېنداره
 دیو پر ځای دوه لري لګام او کیزه
‏ نه لري هارن او بغبغی او چراغونه
‏ چې وکړي مخي ته د خبر دار انګازه
 د تیز تیریدو یې غنګا ده او تړتړه
 په هره کنده یې لګیږي خړیته پزه
 راسته اوچپه یې ځې باډۍ اوجنګله
 په هرپوټکی یې د دپرزوسي ډزه ډوزه
 یوه یوه پرزه یې لویږي لکه خوسا میوه
 د موټروانانو ده په اشترنګ ستیزه
 نوتل رهي دی د اهن بریک نسته پته ‏
بانټ یې پورته کښته کیږي بې نیازه
 تیاره ده یو بې ښېښې لاټین ځړیږي
 هغه یې د جنګلې پرسر ځړولې په خازه
 د موټروانانو تر شا ناست دي نا اهل کاره
 چا پرسر لاس نیولی چا په خپله سپوغزه
 په جنګله کې تخته سوي دي مفتخواره
‏ د کلینر په ترخه تروه یې خولې دي بد مزه
 دواړو موټروانانو سر ایستلی له کړکیه
‏ لاروي لیري کوي په ښکنځلو او ډوزه
 یو درېور اشترنګ راسته کاټوي بل چپه
 دموټره له سلنسره پورته کیږي توره لوخزه
‏ هم لکه د کلاشینکوف ټکان کوي ضربه
 څوک چې وایي دا موټر سوی دی هیزه
 یو ه یې په اکسېلټر ټینګه ایښې پښه
 بل یې زورونه وهي دګیر په غوزه
 په ټریلرکې د خلکو بد حال دی له جمپه
 دچا ملا درد کوي دچا پښې دچا غازه ‏
 ‏ ددریورد ګیر بکس سیټ نه لري پنبه
 میخونه ننوځي دناست دریور په ډزه
‏ آخ یې سي که هغه تصادفي کښېني ‏
 ‏ یوه خبره یې له خولې ووځي بې تمیزه
‏ مخي ته یې یوه کنده ده ډیره ژوره
‏ رهي دی چکله دغره له سره په تیزه
 بریک او کلچ یې غلو وړی نسته
 په سلو کي رهي دی مخ په کوزه
 بس که« نظری» نور څه مه لیکه ‏
 ‏ ساډنګ کله پوهیږي په دا پچموزه
‏ خدای دی موخلاص کړي له مار دوسره
 هغه یې ښه وایی چې لرې چونګه پزه
 دا غورازه چې روان دی په کومه راسته
 دا د ژوندي ولس هدیرې ته وړي جنازه ‏
دچکلې دنمبر پلیټ لمبر دی ۰۰۷‏
ترافیکه دا ودروه!!!!‏
 ‏***‏

 

ډډوزه ( تریخ دود)، الم غلیزه(دوکه باز)، ډزه (مقعد)، ،لوخزه( ډیر دود)،خازه ‏‏(لکړه)،پچموزه ( ملنډه)، ډوزه ( لاپه)، غازه ( دشا دهډوکي پورته خوا )،هیزه( دنسه ‏اوخولې ایله)‏

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery