مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وکیلان: پاکستان له ډیورنډ دې غاړې ته بریدونه د امریکا او برېتانیان په اشاره کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
د ملي شورا غړي وايي چې له ډیورنډ کرښې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري پرله پسې بریدونه د امریکا او برېتانیا په اشاره او ملاتړ ترسره کېږي. دوی زیاتوي چې په حکومتي دستګاه کې د بهرنیو استخباراتو استازي د پاکستان پر وروستیو تخطیو سترګې پټوي او د همدوی په مرسته دلته د پاکستاني پوځیانو له لوري وخت نا وخت تاسیسات جوړېږي. په انګور اډه سیمه د پاکستاني پوځیانو له لوري له پرله پسې څویم برید څو ورځې اوړي، خو د خلکو په وینا، افغان حکومت ورته په ځواب ویلو کې پاتې راغلی او یوازې یې په کابل کې د پاکستان د سفیر په احضارولو بسنه کړې ده. د ملي شورا غړي وایي، پاکستان پرله پسې له ډیورنډ کرښې دې غاړې بریدونه د دې کرښې د رسمیت پېژندلو لپاره ترسره کوي او دغه هڅې یې د امریکا او برېتانا په اشاره دي. د ولسي جرګې غړي وایي، پاکستان هڅه کوي ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت قومونه او خلک له دې سیمې تېښتې ته اړ کړي او په دې ډول له صفري نقطې ډيورنډ کرښه دې غاړې ته را وغځوي یا یې پر افغان حکومت پر رسمیت وپېژني. پنځه ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو وروسته له هغه پر انګور اډه سیمه برید وکړ چې هلته یو شمېر خلکو د هغو تاسیساتو د پرانیستو مخه ونیوه چې د پاکستان له لوري جوړ شوي دي او پنځه تنه په کې ټپیان شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery