مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغانستان بانک مشر: د ډالر لوړېدل د اندېښنې وړ نه دي

احمد فیصل
په داسې حال کې چې په وروستیو څو میاشتو کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې په بېساري توګه ښکته شوې، د افغانستان بانک چارواکي دغه حالت د اندېښنې وړ نه بولي او وايي چې ډالر د سیمې په ټولو هېوادونو کې لوړ شوی. په ١٣٨٢ کال کې د نویو افغانۍ بانکنوټونو په چاپ او خپراوي سره افغانيو د امريکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت د ٤٨ او ٥٢ ترمنځ ساتلی و، خو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د افغانيو ارزښت خورا راټيټ شوی دى. د افغانستان بانک پرون ۳۰ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړل چې ور سره یو ډالر له ۶۸ څخه د ۶۶ شاوخوا پیسو ته را ښکته شو. وړمه ورځ یو امريکايي ډالر د ٦٨،٥٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې د ٦٣٨ افغانیو په بدل کې تبادل کېدل. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې يو امريکايي ډالر په ٦٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ٥٨٤ افغانۍ تبادله کېدلې. د ډالرو له لوړېدو سره په بازار کې د توکو او په ځانګړې توکو د لومړنیو توکو بیې څو چنده لوړې شوې دي. د ډالرو د ارزښت او د توکو د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي دي او حکومت پر غورۍ تورنوي. خو د افغانستان بانک چارواکي چې دا یوازې د افغانستان ستونزه نه ده بلکې ډالر د سیمې د ټولو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی. د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق چې پرون یې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکول، وویل چې ډالر په سیمه او اروپايي هېوادونو کې هم چې تر افغانستان ښه اقتصاد لري، لوړ شوی دی. نوموړي د بېلګې په توګه د تاجکستان، پاکستان، ایران او یو شمېر اروپايي هېوادونو نومونه یادل کړل، چې د افغانستان په پرتله په کې ډالر ډېر لوړ شوي دي. د صدیق په وینا اوسنیو شرایطو ته په پام سره، چې افغانستان ور سره مخ دی؛ افغانۍ بیا هم په ښه وضعیت کې ده. نوموړي په دې اړه چې ولې په وروستیو دوو کلونو کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ټیټه شوې، وویل چې د بهرنیو ځواکونو وتلو او جګړې د اسعارو پر بیې ناوړه اغېز کړی. د مرکزي بانک مشر زیاته کړه چې د افغانستان بانک له لسو کلونو راهیسې بازار ته د ډالرو په وړاندې کولو سره توانېدلی دی چې د بازار ۷۰ سلنه اړتیا پوره کړي. هغه وویل:«د مرکزي بانک د پالیسۍ له مخې د اسعارو په بیو کې بدلون ته د مارکېټ پر اساس اجازه ورکوو، خو د بازار مدیریت شوی دی. د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی او که داسې وضعیت راشي چې بازار ته زیان رسوي، نو له خپلو امکاناتو سره سم مداخله کوو.» دی وايي چې د افغانستان بانک پولي او مالي سیاست د پیسو نړیوال وجهي صندوق له خوا تایید شوی دی. د افغانستان بانک مشر خوښي څرګنده کړه چې که دولت په راتلونکي کال کې خپل اقتصادي پلانونه په سمه توګه عملي کړي، نو راتلونکی کال به له اقتصادي پلوه یو ښه کال وي او د هېواد پولي سیاست به نسبي با ثباته حالت خپل کړي. ښاغلي صدیق د هغو ګونګوسو په اړه چې مرکزي بانک د اسعارو لیلام ځنډوي او یو شمېر کسان د بانک له اجازې پرته ډالر بازار ته وړاندې کوي، وویل:«مرکزي بانک د هغې پالیسۍ له مخې چې لري یې، د امکاناتو او مارکېټ شرایطو ته په کتو سره د اسعارو لیلام ته دوام ورکوي، خو دا د اټکل وړ نه ده چې د افغانۍ ارزښت به په کومه ټاکلې موده کې ښکته یا پورته شي.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery