مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-24   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

عزيزي: که موږ بې عدالتي وکړه، خلک دي ږغ پورته کړي

benawa afghanistan
لودين
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ولسوالۍ له اوسېدونکو مننه وکړه چي خپلي ستونزي او وړانديزونه يې له دوی سره شريک کړل او زياته يې کړه چي که په دې ولسوالۍ کي کوم چارواکی بې عدالتي يا پر خلکو ظلم کوي، د ولسوالۍ اوسېدونکي خپل ږغ پورته کړي او د دې ولايت مسوول چارواکي دي وپوښتي.
نن سهار د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او ورسره ګڼ شمېر رئيسانو ارغنداب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دې ولسوالۍ له چارواکو او اوسېدونکو سره يې وکتل. د ارغنداب ولسوال او د ولسوالۍ اوسېدونکو خپلي ستونزي او ننګوني له کندهار والي سره شريکي کړې. په دې لړ کي د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي وويل چي په دې ولسوالۍ کي ټول اداري واحدونه فعال دي او تر دې دمه په صحي او تعليمي ډګر کي ډېر کار سوی، خو نفوس ته په کتلو بيا هم ډېر کار ته اړتيا ده. نوموړي وويل چي د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له دولت سره بشپړه همکاري لري او د ډېرو ولسواليو په پرتله دغلته امنيت تامين دی. احمدي وويل ارغنداب دامهال د اوبو له کمښت او ځينو زراعتي ستونزو سره مخ دی. نوموړي غوښتنه وکړه چي د فوډزون پروګرام پروژې دي پلي سي، تر څو د دې ولسوالۍ زراعتي ستونزي هواري سي. نوموړي يادونه وکړه چي د ارغنداب رود د استنادي دېوال پروژه د مالي ستونزو له امله ولاړه ده، خو هيله يې وښوده چي د پروژې کار بېرته پيل سي. د معلم هستي محمد په نوم يوه سپين ږيري وويل چي د دې ولسوالۍ د ناګهان سيمي اوسېدونکي د روغتيايي مرکز له نه شتون سره مخ دي. هغه هيله وښوده چي په ناګهان کي يو روغتيايي کلينيک جوړ سي، تر څو د خلکو روغتيايي ستونزي هواري سي. نوموړي داراز وويل چي د دې ولسوالۍ کروندګرو ته دي د تازه مېوې مارکېت جوړ سي، تر څو د دې ولسوالۍ مېوه په سم شکل نورو هيوادونو ته صادره سي. د ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنو تر اورېدو وروسته ټولو رئيسانو د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندي کړل. د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي په دې ولسوالۍ کي دامهال ۴ صحي مرکزونه او ۵۷ روغتيايي پوستې فعالي دي، خو د دې ولسوالۍ د نفوس لپاره بسنه نه کوي چي په نژدې راتلونکي کي به په بابړو سيمه کي يو کلينيک فعاله کړي. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ولسوالۍ له اوسېدونکو مننه وکړه چي خپلي ستونزي او وړانديزونه يې له دوی سره شريک کړل او زياته يې کړه چي که په دې ولسوالۍ کي کوم چارواکی بې عدالتي يا پر خلکو ظلم کوي، د ولسوالۍ اوسېدونکي خپل ږغ پورته کړي او د دې ولايت مسوول چارواکي دي وپوښتي. عزيزي وويل: که موږ د ولس په وړاندي بې تفاوته پاته سوو يا مو ستاسو تر منځ بې عدالتي وکړه، تاسو خپل ږغ پورته کړئ او د خپل حق غوښتنه وکړئ، ځکه موږ ستاسو د خدمت لپاره يو، نه پر تاسو د حاکميت لپاره. نوموړي زياته کړه چي د ادارې د برياليتوب راز په دې کي دی چي چارواکي خپل مسووليتونه درک کړي او نوموړي د ښې حکومتولۍ لپاره لومړنی شرط د خلکو ملاتړ ياد کړ او د ولسوالۍ پر اوسېدونکو يې ږغ وکړ چي د خپلو امنيتي ځواکونو ملا وتړي. نوموړي د ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د هر اړخيزي مرستي ژمنه وکړه او ويې ويل چي د دوی غوښتنو ته به مثبت ځواب وايي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery