مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوی چیرته دي؛ ژورنالسټ، لیکوال، مدني فعال او رسنۍ

نظرمحمد مطمئن


 
دنومبر ۲۴مه نیټه ۲۰۱۵، مازیګر مهال د کابل ښار تر ټولو امن سېمه نوي ښار کې د دعوت پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په ډزو وویشتل شو.

سعیدي موده وړاندې افغان امنیتي ادارو ته خبر ورکړی وو چې نا پېژاندو په مرګ ګواښلی او لامل یې هم دادی چې ولي په رسنیو کې پر ځینو سیاستوالو سختې نیوکې کوي.

د بیان ازادي همدومره ده چې خلکو ته ورکول کېږي تر څو چې پکې د دولت او سیاستوالو رازونه پټ ساتلي وي که چیرته نیوکه د دولت پر ناسمو کړنو او یا هم د سیاستوالو په کړنو کیږي بیا نو دوی ته د زغم وړ نه وي.

ښاغلی سعیدي پوهیدی چې  پر هغه به حمله کیږی له ده مخکې جنرال هزاره باندي هم د هغه د کور سره نږدې حمله وشوه، رازق مامون هم تر برید لاندي راغی او په همدې نوي ښار کې د غني د کمپاین د مطبوعاتو څانګي کارکوونکی لعل پاچا  ازمون هم په چاقوګانو وهل شوې وو.

 

پر سعیدي حمله به وروستۍ نه وي دا لړۍ ممکن تیزه شي ځکه سیاستوال او حکومت به خپلې ناکامۍ او تېروتنې هیڅکله هم ونه منی، پر زورورو یې وس نه رسیږي نو ځکه به پر هغه چا برید کوي چې تر وس لاندي وي او همدا فرهنګی او مطبوعاتي خلک دي چې له جګړه مارو سره تر ډیره رابطه نه لري.

سمه ده چې سعیدي صاحب د امریکا سفارت سره نږدې روابط درلودل، د بریتانیا سفارت کې یې هرکلی کیدی او هر وخت دهمدې بهرنیو سفارتونو له خوا څخه دعوت کېدی.

سعیدي تر هغه وخت پورې ډیر ښه وو، ترڅو چې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال به ده او نورو د سیاسي چارو شنونکو ته په کابل سټار  میلمستون او خوړنځای کې ډوډۍ کېدلي، د سیاستوالو له خوا نازول کېدل، او دوی به هم د هغوی په ګټه په رسنیو کې خبرې کولي، کله چې سیاستوالو خپل هدف ورڅخه ترلاسه کړ،‌ او د واک د وېش په اړه د غني ‌او  عبدالله تر منځ ستونزې پېداشوې، سعیدی چې د ډاکټر عبدالله سره په کمپاین کې وو، ‌حتمې ده چې د لوړې چوکۍ توقع به یې درلودله، خو داچې د عبدالله برخه دومره هم نه وه چې ښاغلی سعیدي پکې وزیر، د وزیر مرسیتال او یا خو د کوم ولایت والي شي، هغه څو میاشتي حوصله وکړه ، او لا هم د عبدالله له ډلې سره پاتې شو، سعیدي دا هم ویل چې د کمپاین پر مهال یې د کورنۍ کوم غړی هم قرباني شوی او وژل شوی، ‌ کله چې مایوسه شو او پوه شو چې کومه مناسبه چوکۍ ورته نه رسیږي حوصله یې له لاسه ورکړه او د عبدالله له ډلې سره یې خدای پاماني وکړه.

له سعیدي صاحب سره ډیر رازونه وو،‌ داچې د ډاکټر عبدالله په ډله کې له پټو او مهو رازونو او ځانګړې ډول په ټاکنو کې د درغلیو څخه ښه خبر وو، د امریکا او بریتانیا سفارتونو څخه هم ډیر معلومات یې د حکومت د بې وسي او کمزوري اړوند ترلاسه کول، په دعوت پوهنتون کې یې هم د استاد سیاف د ډلې له کسانو سره ناسته پاسته وه،‌ دا ډول یې په وروستیو وختونو کې د ښاغلي کرزي څنګ ونیوی.

پر حکومت یې بې دریغه نیوکې کولي او په ځانګړي ډول پر پخوانیو ملګرو چې اوس ورڅخه بېل شوی وو، ددغو نیوکو له امله ورته د مرګ ګواښ وشو،‌ سعیدي‌ د خپل ځان د امنیت له پاره ساتونکې هم پېداکړل،‌ خو بالاخره وویشتل شو او تر دي مهال په ایمرجنسي روغتون کې د کوما په حالت کې پروت دی.

زه هیڅ نه پوهیږم چې سعیدي به چا ویشتلي وي او ممکن سعیدي صاحب نور مخالفین هم درلودل، خو په نوی ښار کې دهغه ویشتل ښیې چې د کورنیو مخالفتونو او د خپل نظر وړاندې کولو قرباني شوی دی.


که ښاغلی سعیدی د کومې دولت ضد وسلوالي‌ ډلې له خوا په نښه شوی او ویشتل شوی وای نو حتمي وه چې د رسنیو د سر خبر به پر ښاغلي سعیدي د برید خبر وو،‌ له دي ها خوا به د نی ادارې، د خبریالانو ټولنې او مدني فعالانو  عاجل مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړی وای، لیکوالو به په لیکنو کې دده ویشتل غندلې وای.

تر دي دمه زما د معلوماتو له مخې یواځي ولسمشر غني د ده پر ویشتلو خواشیني ښکاره کړي او د تل په څیر یې بیا ځل ویلې چې امنیتې ادارو ته دنده سپاري چې پر سعیدي حمله کوونکي مجرمین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

داچې پر ښاغلي سعیدي دحملې پړه هیڅ کومې دولت مخالفي وسلوالي ډلې  پر غاړه نه ده اخستي او د کابل ښار کې تر برید لاندي راغلي، ښکاري‌ چې د خپلو ازادو نظریاتو قرباني‌ شوی دی.

امید دی چې رسنۍ، لیکوالان،‌خبریالان او مدني فعالان نور دغسي‌ د مور او میرې چلند پریږدې، ښاغلی سعیدي‌ تر برید لاندی راغلی،‌ ویشتل شوې او د بیان د ازادي او خپلو سیاسي افکارو د ښکاره کېدو قرباني شو.

تر څو چې سیاسي کارپوهان،‌ لیکوالان او خبریالان د اسلام مقدساتو او افغاني کلتوري ارزښتونو ته سپکاوي‌ ونه کړي‌ باید تر برید لاندي را نه شي‌ او د سیاستوالو د سیاسي‌لوبو قربانی نه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery