مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغاني هندوانو تاریخپاڼه (لومړۍ برخه)

نثار احمد صمد

 


بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغاني هندوان او سیکان د افغان تاریخ او ټولنی یوه مهمه برخه ده . هغوی د افغانی کلتور ، ټولنی او پرمختګ په یون کی خوځنده رول ادا کړی دی . افغانی هندوانو او سیکانو د هیواد په سپماییزه ، حسابیزه او سوداګریزه اډانه کی مثبته او ثابته ونډه لرلې ده . په سیاسی او حکومتی اړخ کی هم د هغوی فعالیت او شمولیت مأنوس او څرګند و .
په شلمه پیړۍ کی زموږ د وطن هندوانو د ټولو افغانانو څه نا څه یوه سلنه جوړوله خو نن دا شمیر خورا لږ سوی دی . هغوی هم د نورو افغانانو غوندی په تیرو پنځه دیرشو کالو کی د حسرت او مصیبت څپیړی زغملی دي . ځانی ، مالی ، روحی او ذهنی تلفات یې ګاللی دي څو چی بشپړ اکثریت یې مجبورأ له هیواده وتلی دی .
غواړم په دې لیکنه او څیړنه کی د افغاني هندوانو ( او سیکانو ) لنډه تاریخپاڼه او سابقه معلومه کړم چی هغوی څوک دي ، له کومه راغلی دي ، کله راغلی دي او څه یې کړی دي . او هم به د هغوی د ژوند حالات ، معاملات ، مناسبات او تعلقات د میسرو مأخذونو او منابعو په حواله وشنم . دا ځکه چی افغاني هندوان او سیکان زموږ د تاریخ ، ټولنی او ملت یوه معلومه او ثابته حصه ده . قربانۍ یې ورکړی دي او د هیواد په رغنده بهیر کی یې فعال او مثبت رول لوبولی دی . نو ځکه حق لرو چی حق یې ادا کړو .
د افغاني هندوانو ( او سیکانو ) د سابقې د ښه ترا څیړلو ، سپړلو او شنلو په خاطر به د هغوی شتون په درو پړاوونو کی ولولو . لومړی به د هغوی پخوانی څرک ولټوو ، بیا به یې په نولسمه پیړۍ کی مطالعه کړو ، او باالاخره په شمله پیړۍ کی به یې تر نن پوری وشنو .

لومړی ـ پخوانی څرک :ـ
ښه به دا وی چی یو څه شا ته ولاړ سو او د پخوانیو زمانو سره زموږ او دوی تعلق ولټوو او بیا دا تړاو ګام پر ګام تر نن پوری وسپړو .
مستند او ثابت معلومات نسته چی دا علمأ وښیی چی هندویت کله په افغانستان کی راپیل سوی دی . مګر تاریخ پوهان وایی چی د هندوکش د غره جنوبی سیمی په لرغونو زمانو کی د کلتوري او ثقافتی پلوه د « اباسین د مدنیت » سره تړلی وې .
تر میلاد دوه زره کاله یا له ننه څلور زره کاله مخکی د افغانستان په سیمه کی آریایان استوګن او واکمن وو ، لاکن د هغوی مذهب نننی هندویت نه و . لومړني آریایان په « آریانا ویجه » کی د هر ډول دین څخه بې برخی او بې خبره وو . مګر وروسته په تدریج سره « طبیعی عناصرو ته احترام » په هغوی کی یو ډول جذبه ایجاد کړه لکه ګهیځ ، لمر څرَک ( شفق ) ، ماښام او نور . خو د ریګویدا په زمانه ( یعنی ۱۴۰۰ قبل المیلاد ) کی د طبیعی عناصرو نښو او ظواهرو لکه وارونا ( د آسمان خدای ) ، اندرا ( د بریښنا او تالندې خدای ) ، سوریا میترا ( د لمر او مهر خدای ) ، آګني ( د اور خدای ) ، ماروت ( د باد خدای ) او نورو د هغوی دینی ولولې او جذبې راویښی کړې . په دغو ټولو کی د آسمان خدای تر ټولو مهم او عظیم و . تر دې وروسته پخپله طبیعی عناصر لکه لمر ، سپوږمۍ ، ګهیځ ، ورځ او نور هم د هغوی د مننی او لمانځنی وړ وګرځېدل . خو هیڅ بت او بت پرستي شتون نه درلود ( د افغانستان لنډ تاریخ ـ ۴۸ مخ ) . 
پروفیسور راجیش کوچهار لیکی چی افغانستان یو د ټولو نه پخوانیو هندو مرکزونو څخه دی . دئ وایی چی د ریګ ویدا زیاته برخه په افغانستان کی لیکل سوې ده چی د هلمند او ارغنداب سیندونه په ریګویدا او مها بهارت دواړو کی د سپیڅلو سیندونو په توګه ذکر سوي دي . که څه هم د نننیو هندوانو دینی کتاب « ریګویدا » نومیږی چی د هغه زیاته برخه لرغونو آریایانو په افغانستان کی لیکلې ده او هندوستان ته یې په ۱۴۰۰ قبل المیلاد کی د خپل مهاجرت پر مهال وړی دی او بیا یې هلته بشپړ او پسی خپور کړی دی ( ویدي خلک : ۲۰۶ مخ ) . خو ننني هندوان د ریګویدا ځینی مهمی برخی نه مراعاتوي . مثلأ د بت ، مجسمې ، انځور یا عکس جوړول او لمانځل ( یجروید : ادهیای ۳۲ ، منترا ۲ ؛ یجروید : ادهیای ۳۲ منترا ۳ ؛ یجروید : ادهیای ۴۰ ، منترا ۸ ) او یا هم د څارویو قرباني کول او د هغو د غوښو خوړل په شمول د غوایی او غوا ( ریګ وید : کتاب ۱۰ ، هیم ۸۵ ، آیت ۱۳ ؛ ریګ وید : کتاب ۶ ، هیم ۱۷ ، آیت ۱ ؛ ریګ وید : کتاب ۱۰ ، هیم ۱۶ ، آیت ۷ ؛ هماغه : ۷ ـ ۱۰ آیتونه ؛ ریګ وید : کتاب ۱۰ ، هیم ۸۶ ، آیت ۷ ؛ مها بهارت : انوشاسن ، پروَ ، سورت نمبر ۸۸ ) او نور .
د کابل آسمایی غر هر څوک ښه پیژنی چی د دې ښار په زړه کی واقع دی . هندوان وایی چی دا نوم د « آشا » څخه مشتق سوی دی چی هغه یوه هندو رب النوع ( الهه ) وه . هغوی په دې عقیده دي چی څلور زره کاله مخکی دلته یو هندو مندِر جوړ سوی و او یو څراغ ( دَیا ) پکښی لګېدلی و چی تر ننه ګواکی هماغسی بل دی ( ګارډین اخبار ، د ۲۰۰۹ د اګسټ دوهمه ) .
په هر صورت ، د ۵۵۰ قبل المیلاد څخه راوروسته دا وطن د ایران د هخامنشی سلطنت په قبضه کی راغی چی دوه سوه کاله ( یعنی تر ۳۳۱ ق. م. پوری ) د دې کورنۍ او لړۍ تر واک لاندی و . نو دا لازمي خبره ده چی د لرغونو افغانانو تهذیب او مذهبي عقاید به هم د ایرانیانو څخه اغیزمن وو . څنګه چی هغوی اور نمانځونکي ( زردشتیان ) وو او د دې مذهب زانګو بیرته بلخ دی ، نو د افغاني ولایتونو اوسېدونکي تقریبأ ټول زردشتیان وو .
د هخامنشیانو څخه وروسته د لوی سکندر په مشرۍ یونانیانو دا سیمه فتح کړه چی خاص او ثابت دین یې نه درلود . مګر د ختیځ له خوا د بودایی دین څپې رارسېدلی وې . یونانیان څه نا څه شل کاله دلته واکمن وو چی هغوی هم وروسته د بودایی مذهب د فلسفې او خیالاتو اثر قبول کړ ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۱۵۶ مخ ) .
بیا د څه کم یوې پیړۍ له پاره د موریا کورنۍ واکمنه سوه چی مشهور او لوی واکمن یې چندر ګپت و چی برهمني دین یې درلود . خو د ده لمسي ( اشوکا ) په ۲۶۱ قبل المیلاد کی خپل دین او آیًن بدل کړ او یو کلک بودایی سو او دا دین یې په افغانستان او ټوله ګندهارا کی تبلیغ او خپور کړ .
وروسته باختري یونانیان پر دې سیمه واکمن سول چی تقریبأ دوه سوه کاله یې حکومت وکړ ( د ۲۵۰ ق م څخه تر ۵۸ ق م پوری ) . دا موده د ګندهارا او افغانستان د ولس عقاید او مذهبی افکار پر درې  ډوله وو او دوی به درې قسمه ارباب الانواع  محترم ګڼل او عبادت به یې کاوه ، یعنی : یوناني ، بودایی او زردشتي (محلی) ادیان ( هماغه : ۱۶۶ مخ ) .
بیا کوشانیان دلته واکمن وو چی مذهب یې بودایی او مشهور پاچا یې کنشکا و . ویل کیږی چی کوشانیان د خپلی بادیه ګردۍ په زمانه کی د څه خاص دین پیروان نه وو . خو کله چی د تهذیب په دایره کی داخل سول او حکومت یې تشکیل کړ دغه وخت د زردشتی دین پیرو معلومیږی . ولی کله چی د خپلو فتوحاتو په سلسله کی افغانستان ، ګندهارا ، وادي سند او ګنګا ته ورسېدل نو د مختلفو مذاهبو څخه د تأثر په نتیجه کی دوی د مفتوحه ملکونو ټول ارباب الانواع محترم ګنل . لومړنی پاچا ( کد فیزس اول ) د کوم خاص دین پیرو نه و ، خو ټول یې محترم ګنل . دوهم پاچا ( کد فیزس دوهم ) شیوا ته مایل ښکاری او د هند تر فتوحاتو وروسته هغه د شیوا نمانځونکی معلومیږی چی د هندویت یو ښاخ دی .
د کوشانیانو د حکومت په ابتدا کی په هیواد کی بودایی او اوستایی ( یعنی زردشتی ) دینونه دواړه مروج وو . خو زردشتی دین د څه نا څه دوو پیړیو راهیسی د هیواد ختیځی سیمی د بودایی دین له پاره خالی کړي وې او د بودا فلسفه پر دې مځکه خپره وه . ځکه چی د اشوک د مذهبی شعف په نتیجه کی بودایی مذهب د ګندهارا په سیمه کی خپور سوی او د هندوکش تر جنوبی لمنو پوری رسېدلی و ، نو کوشانیان هم د دې دین سره متعارف سول ( هماغه : ۱۹۶ ـ ۱۹۷ مخونه ) . کوشانیان د ۷۰ میلادی کال څخه تر ۲۲۵ میلادی کال پوری پر دې سیمه واکمن وو .
بیا د څلورو سوو کالو له پاره ساسانیان واکمن وو چی آخري پاچا یې ( درېیم یزد ګرد ) و چی د حضرت عمر (رض) د خلافت پر مهال مسلمانانو د نهاوند په جګړه کی پسی واخیست او په مرو کی د ( مادوی سوري ) له خوا د یو ژرنده ګر له لاسه په ۳۱ هجری ( ۶۵۱ میلادی ) کی ووژل سو او بیا نو پر دې سیمه مسلمانان واکمن سول ( د افغانستان لنډ تاریخ : ۱۹۹ مخ ) . دئ د ساساني سلسلې پنځه دیرشم او آخري پاچا او د خسرو پرویز لمسی و .
د لرغونو زمانو دا طرزالعمل و چی ټولنه او واکمن به د مذهبي پلوه سره یو وو . ځکه دین او د هغه منونکي عوام ( لکه مریان ، بزګران او مزدوران ) تل د مالکانو ، مذهبي او روحانی لویانو او فیوډالانو په کنټرول کی وو او هغوی بیا په خپل وار د واکمنانو په خدمت کی وو ، او دا حالت خصوصأ د اسلام د ظهور او زموږ هیواد ته د هغه د رارسېدو پر مهال ډیر مروج او مسلط و ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۶۷ مخ ) .
خو په عین همدې موده کی پر کابل او زابل باندی رتبیلان ( یا زنبیلان ) واکمن وو چی د زردشتیانو او بودایانو بقایا وو . دوی محلی واکمنان او خپلوان وو . دوی ته کابل شاهان یا برهمن شاهان هم ویل کیږی . دا سلسله اول یعقوب صفاري او بیا عمر صفاري وځپل چی مشهور واکمنان یې سامند ( یا سامنته ) ، کملو ( یا کلمو ) وو . وروسته سبکتګین او بیا د هغه زوی سلطان محمود غزنوي وځپل چی مشهور واکمنان یې جې پال ، آنند پال او تریلو جېپال وو . داسی ویل کیږی چی هغوی برهمنان ( لمر لمانځونکي ) وو چی د هندو مذهب یو ښاخ دی . د تاریخی منابعو په حواله د لوګر د شجاوند ( یا سګاوند ) برهمني معبد ډیر شهرت درلود چی د کابل په جنوب کی واقع و او د لوګر ، کابل ، غزنی او ګردیز د سیمو د برهمنانو تر ټولو غټ معبد و چی آن د هندوستان څخه هم خلک د هغه زیارت او تقدیس ته راتلل څو چی عمر لیث صفاري حمله پر وکړه او دا معبد یې د بتانو په شمول وران کړ ( افغانستان در پرتو تاریخ : ۲۶۳ مخ ) . خو محمود ټولی سیمی د هغوی څخه ونیولې او هغوی یې ویهند او بیا پنجاب ته وشړل او د دوی دین یې هم کنټرول او تحدید کړ . داسی هم ویل کیږی چی هغوی د کابل او زابل څخه تر شړني وروسته په هند کی د « هندو شاهانو » په نوم وپیژندل سول او هلته یې واکمني لرله . ډاکټر محمد ناظم په خپل څیړنیز او معتبر اثر کی لیکی چی « په لسمه میلادي پیړۍ کی د هندو شاهزاده ګانو دغه لړۍ د لغمان څخه د چناب تر سینده او د جنوبي کشمیر د غرونو څخه د ملتان د سلطنت تر پولي پوری واکمني کوله چی پایتخت یې ویهند ( نننی هوند ) و چی دوی هندو شاهي سلسله وه ( حیات و اوقات سلطان محمود غزنوي : ۸۲ او ۱۸۱ مخونه ) . پس داسی ښکاری چی هندو شاهان پر کابل او زابل واکمن نه وو ، بلکی پاچهي یې د لغمان څخه مخ پر ختیځ خپره وه .
ځکه نو ویلای سو چی د اسلام څخه مخکی او وروسته دلته هغه هندوان موجود نه وو چی اوسني هندوان او سیکان به یې اولاده یا نسل وی . د هغوی ژبه ، دین ، کلتور او کړه وړه د نننیو هندوانو او سیکانو سره هیڅ تړاو نه لری . مشهور تاریخی اثر « حیات افغانی » په دې ارتباط لیکی چی افغاني هندوان د هغو پخوانیو هندوانو اولاده نه ده ، چی د دغه ملک پخواني اوسېدونکي وو . بلکی دوی وروسته د ډیلی پاچهانو په وخت کی زیاتره د هندوستان ، پنجاب او سند څخه راغلي او دلته میشته سوي دي ( حیات افغانی : ۴۷۹ مخ ) . پس له دې معلومیږی چی د نننیو افغاني هندوانو او سیکانو نسل د لرغونو نامسلمانو افغانانو څخه نه دی بلکی دوی د اسلام تر خپرېدو وروسته په مختلفو زمانو کی دلته راکوچېدلی دي . تر ټولو مهمه دا چی د دوی ژبه ، دین او کلتور د لرغونو افغانانو سره هیڅ تړاو یا ورته والی نلری . وګورئ د نننیو هندوانو او سیکانو ژبه پنجابي او ملتاني ده خو د لرغونو افغانانو ژبه آریایی وه چی نننۍ پښتو او پاړسو یې لوڼی دي او د هغوی اولادونه نن پښتو ، دري ، ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي او نورستاني ژبی وایی چی یوه هم د پنجابي او ملتاني ژبو سره کوم اساسی تړاو نه لری .
په هر حال ، حتی په افغانستان او سیمه کی د مسلمانانو د حاکمیت او د اسلام د خپرولو څخه وروسته هم ډیره اوږده موده افغانان ټول مسلمانان نه وو بلکی د پلرونو او نیکونو دینونه یې لرل چی هغه بودایی ، زردشتی او یو څه هندویت وو . لکه څنګه چی « د درېیمی هجری پیړۍ په اوله نیمایی کی په سیستان کی یو سلطنت جوړ سو چی ډیر ژر یې دومره اقتدار وموند چی د عباسي سلطنت سره یې سیالي شروع کړه . د دې سلطنت بنسټ یعقوب ( صفاری ) ایښی و..... د یعقوب په کارنامو کی د کابل فتح شامله ده . یعقوب په ۲۵۷ هجری قمری ( ۸۷۰ میلادی ) کی پر کابل حمله وکړه او دا ښار یې د کابل شاه څخه فتح کړ او د دې ښار لوی بت یې د بامیان د بتانو سره عباسي خلیفه ته ولیږی » ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۲۶۱ مخ ) . پس داسی معلومیږی چی کابل شاهان بودایان وو ، اوسېدونکي یې هم اکثریت بودایان وو چی لوی لوی معبودونه یې موجود وو او لوی لوی بتان یې لرل چی عباسی خلیفه ته ولیږل سول . « یعقوب لومړی سړی و چی د کابل شاهانو حکومت ته یې لویه ضربه ورکړه او کابل یې د دوی څخه ونیوئ او هغوی یې په لغمان او ویهند کی د خپل پایتخت بدلولو ته مجبور کړل » ( هماغه : ۲۶۲ مخ ) .
یعقوب لیث آن له دې نه مخکی ( یعنی په ۲۴۹ هجری کی ) د رتبیلانو سره جګړې کړی وې . په رخد ( اوسني کندهار ) کی یې رتبیل د شپږو زرو جنګیالیو په شمول وواژه . دیرش زره یې هم ژوندي ونیول د څلورو زرو آسونو په شمول . د رتبیل زوی کبر ( ګبر ، ګیر ) نومېدئ . که د ګبر د کلمې دا قرایًت صحیح وی ، نو وایو چی د درېیمی پیړۍ په منځ کی د رتبیلانو دین زردشتي ( ګبری ) و ، او د تاریخی اسنادو په حواله پوهیږو چی د کبري ( ګبرکی ) دیانت په سیستان او غربی افغانستان کی لا تر دې عصره پوری پاته و . په آخر کی د دې کهول افراد مسلمانان هم وو ( تاریخ افغانستان بعد از اسلام : ۵۹ مخ ) .
په هر صورت ، افغانستان ته د اسلام تر راتګ یو څه مخکی په شمال ، ختیځ او تر څه حده په جنوب کی بودایی ، برهمني ( لمر پرستي ) او شیوایی دینونه موجود وو . د هیواد په لویدیځو سیمو کی هماغه پخوانی مذهب یعنی زردشتی دین خپور و ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۶۶ مخ ) . خو د هندویت بیلابیل ښاخونه ( لکه برهمني ، شیوایی ، میترایی ) په کابل ، لوګر او ګردیز کی موجود وو چی بیا ټول مسلمانان سول یا هند ته وشړل سول .
د مرحوم کهزاد له قوله تر اسلام دمخه د هندوکش په سویلي برخو کی شیوایی طریقې ( د لومړۍ مسیحی پیړۍ څخه )  او لمر پرستي ( کیش میترا ) چی د لمر لمانځنی یوه برخه او د اوستا یو یادګار و ، په زمین داور او د هیواد په مختلفو برخو کی ( تر نهمی عیسوی پیړۍ پوری ) ، همدا راز د هندویت مختلفو طریقو په زابل ، کابل ، ننګرهار ، لغمان ، پکتیا  او د سند رود د ښیً اړخ په سیمو کی رواج درلود او هر یوه په همغو سیمو کی خپل معبدونه لرل ، لکه په زمین داور کی د « زور » د لمر پرستۍ عبادت ځای ، په کاپیسا کی د « آرونای » لمر پرستۍ معبد ، د کابل د خیرخانې په کوتل کی د « سوریای » برهمني معبد او د لوګر په سګاونډ کی هندویی معبد د افغانستان د تاریخ په پاڼو کی مشهور معبدونه دي ( د افغانستان تاریخ : ۴ ـ ۵ مخونه ) .
مطلب دا چی د اتمی او نهمی میلادی پیړیو پر مهال د اوسني افغانستان ختیځی سیمی لا بیا هم د غیر مسلمانانو په واک کی وې . د ګندهارا « مهاجن پاد » لړۍ د کابل د سیند څخه تر پنجاب پوری خپره او غځېدلې وه چی بودایی او هندو کورنۍ پکښی شاملی وې او د زرګونو کلونو له پاره واکمني وې . لومړی عباسیانو هغوی خوږمن کړل ، بیا صفاریانو کمزوره کړل څو چی په یوولسمه پیړۍ کی غزنویانو په تیره بیا سلطان محمود غزنوي بیخی کمبله ورټوله کړه ( ویکی پیډیا ویب پاڼه ـ هندیان په افغانستان کی ) . مګر مرحوم احمد علی کهزاد هغوی کابل شاهان بولی او په روښانه ټکو یې راپیژنی : د کابل شاهانو لړۍ د رتبېل په نامه د هماغه کیداني واکمنیو اولاده ده ، چی د لویو کوشانیانو او یفتلیانو پانې شوني دي چی څو پیړۍ یې د یو افغاني دولت څراغ روښانه وساته . دغه اوږده لړۍ پر دوو برخو ویشل کیږی : لومړی رتبیلان یا کابل شاهان ، چی د کشاتري طبقې یا « جنګیالي » ول او وروسته یې د تګین او تجن القاب غوره کړل . د دې طبقې بنسټ ایښودونکی برهاتګین او وروستی واکمن یې « لکه تورمان » دی .
دوهمه لړۍ د برهمن څخه عبارت ده ، چی په لومړیو کی یې د پورتنۍ طبقې یعنی رتبیلانو د وزارت دنده لرله او په وروستیو کی « کالار » د دې لړۍ بنسټ ایښودونکي له واکمنو څخه واک په خپل لاس کی واخیست ، چی په تاریخ کی د برهمن شاهانو په نامه یادیږی .
په هر حال ، د کابل شاهانو دغو دواړو لړیو له شپږمی تر یوولسمی عیسوي پیړۍ پوری د هندوکش په جنوبی برخو کی واکمني کوله چی مرکز یې په کابل کی و او د بودایی او برهمني دین پلویان وو...... دوی د کابل د ولایت څخه تر سند او د سیستان تر هامون پوری واکمني لرله ، تر هغې چی د افغانستان صفاري دولت رامنځته سو او د کابلشاهانو د واک ساحه را تنګه سوه او بیا وروسته غزنوي دولت ګام پر ګام د کابل څخه د ختیځ پر لور په لغمان ، پیښور ، اټک او ویهند کی ، او باالاخره د سُتلج هغه لور ته وشړل ، تر هغې چی بیخی له منځه لاړل ( د افغانستان تاریخ : ۲۵ ـ ۲۶ مخونه ) .
مسلمانانو به دوی ته هندیان ویل . ځکه یې صحیح ویل چی د ختیځ افغانستان خلکو د هند د نیمی وچی سره پیاوړي کلتوری اړیکی او تړاوونه لرل . د هغوی اکثریت بودایان او هندوان وو ( ویکی پیډیا ـ هندویت په افغانستان کی ) .
اسطخری په ۹۲۱ میلادی کی داسی لیکی : « کابل یوه کلا لری چی د خپل طاقت په خاطر نمانځل کیږی . هغه ته صرف یو سړک ورغلی دی . هلته مسلمانان اوسیږی ، او هغه یو ښارګوټی لری چی د هند کافران پکښی استوګن دي . »
خو لومړی ځل په مؤثق ډول په افغانستان کی د « هندو » کلمه په ۹۸۲ میلادی کال کی د « حدودالعالم » د نوم ورکي لیکوال له خوا ذکر سوه چی هغه په ننهار ( ننګرهار ) کی د یو پاچا یادونه کوی چی په عام محضر کی په اسلام مشرف کیږی . که څه هم هغه تر دیرشو زیاتی ماندینې لرلې چی مسلمانانی ، افغانانی او هندواڼیانی وې خو دغو نومونو صرف جغرافیوي اطلاق درلود . مثلأ هندواڼیانی یعنی د هندوستان اوسېدونکي ، افغانانی یعنی د افغانستان اوسېدونکي ( هماغه ویب پاڼه ) .
خو یوه خبره باید مدنظر ولرو او هغه دا چی دا صحیح ده چی د لرغونو افغانانو ( هغوی چی هندوان وو ) اولادونه نن مسلمانان دي خو دا خبره د دې معنی نلری چی ننني افغاني هندوان او سیکان هم ګواکی د هماغه لرغونو افغانانو اولاده ده . ځکه :
لومړی دا چی د هغوی  ( یعنی لرغونو افغانانو ) د اولادې ژبه او د دوی ( یعنی اوسنیو هندوانو او سیکانو ) ژبه هیڅ ارتباط ، ورته والی او تړاو نلری . د هغوی د ژبو بقایا ( یعنی پښتو او پاړسو) همدلته راټوکېدلی دي خو د دوی ژبی ( پنجابي ، ملتاني  او سِندي) په هندوستان کی زوکېدلی او دلته راغلي دي ؛
دوهم دا چی د هغوی دین ، مذهبی مراسم او کلتور د دوی د دین ، مذهبی مراسمو او کلتور سره هیڅ ارتباط او ورته والی نلری که هغه آریایان وو یا رتبېلان او کابل شاهان او که ننني پښتانه دي یا تاجکان یا بلوڅان ؛
درېیم دا چی تاریخی معتبر آثار پخپله د افغاني هندوانو او سیکانو په حواله لیکي چی دوی هندي کډوال او ناقلین دي چی د بیلابیلو پاچهانو په زمانو کی افغانستان ته راکوچېدلی دي .
څلورم دا چی تر اوسه کوم داسی مؤثق او معتبر اثر ، سند او مأخذ نسته چی علمأ ثابته کړی چی ننني افغاني هندوان او سیکان د پخوانیو نامسلمانو افغانانو نسل دی .
پنځم دا چی په افغانستان کی کشف سوي لرغونی آثار او مجسمې تقریبأ ټول بودایی تومنه لری خو په هندوستان کی بیا تقریبأ ټول لرغوني مکشوفه آثار او مجسمې هندویي تومنه لری . معنی دا چی دلته هندویت خورا لږ مګر بودیزم خورا ډیر وو ، حال دا چی په هند کی هندویت خورا ډیر وو . نو ځکه اوسني افغانان او اوسني افغاني هندوان لرغونیً ارثي تړاو نلری ، بلکی دوی ټول کډوال او ناقلین دي .
په هر حال ، تاریخی اسناد او معتبر آثار ( مثلأ تاریخ بیهقی ، ابن جوزی او نور ) لیکی چی سلطان محمود غزنوي په خپل سل زره کسیز پوځ کی د هر توکم او هری طبقې خلک لرل ، مثلأ ترکان ، پښتانه ، عرب ، دیلمی ، خراساني ، غوري ، هندي او نور . دلته د هندي څخه مطلب هندوان دي ( او که یې مطلب هندوان نه وی نو هندي پخپله د هندوستانیانو یا غیر افغاني بهرنیانو مفهوم ثابتوی ) . لکه څنګه چی مشهور افغان تاریخپوه مرحوم غلام جیلانی جلالی د تاریخ بیهقی په حواله لیکی چی د غزنوي دربار هندي نژاده پوځیانو د عمومی سپهه سالار څخه وروسته خپل لوی قوماندان درلود چی « هندو سالار » یې باله . خو کله چی تر سلطان محمود غزنوي وروسته د هغه زوی سلطان مسعود پاچا سو ، نو دا مقام یې یو هندو افسر ( تِلک » ته ورکړ ( غزنه و غزنویان : ۱۲۱ مخ ) . هندو لښکر په خپل منځ کی هندو افسران لرل چی هغوی به هندو نقیبان ( کنډک مشران ) او هندو سرهنګان ( غنډ مشران ) بلل کېدل او د دوی تر قوماندې لاندی به هندو سپاره او پلي پوځیان ګومارلي وو ( هماغه : ۱۲۴ مخ ) . دا لا څه ، د طبقات ناصري مؤلف د سلطان محمود غزنوي د فیلانو شمیر تر دوه نیم زرو پوری بولی چی اړونده افراد یعنی ساتونکي او چلوونکي یې اکثرأ هندوان وو ( هماغه : ۱۲۸ مخ ) .
ډاکټر محمد ناظم د رسالة الغفران په حواله لیکی چی د سلطان په عسکرو کی زیات شمیر هندوان هم شامل وو . هغوی په غزني کی په یوه خاصه سیمه کی اوسېدل . رسالة الغفران ( ۱۵۳ مخ ) په غزنی کی د یوې هندوانۍ میرمنی د « سَتي » کیدلو صحنه هم بیانوي ( ستي د میړه تر مړینی وروسته د ماندینې له خوا ځان سوځولو ته وایی چی نن هم د هند په ځینو برخو کی دا غیر انساني کلتور رواج لری ) .
د سلطان محمود یو هندو سپهه سالار  « بجې رای » نومېدئ چی د پاچا په دربار کی یې لوړ دریځ درلود . د هندو لښکرو سپه سالار یې « سوندي رای » و . راجا تِلک جې سینګ د سلطان محمود په دربار کی د مترجم څخه علاوه د پیغام رسولو دنده هم لرله . د شاهزاده مسعود بن محمود سر منشي هم یو هندو و چی « بیرپال » نومېدئ . سلطان مسعود چی کله واکمن سو نو د « سوندي رای » تر مړینی وروسته یې « نات » د هندو لښکر لوی قوماندان وټاکی او کله چی نات په جنګ کی ووژل سو نو « تِلک » یې د هندو پوځ سپهه سالار کړ . سلطان مسعود د تلک پیشقدمي خوښه کړه او د خپل سیال ( احمد نیالتګین ) د ځپلو له پاره یې تِلک هندوستان ته ولیږی او هغه هم احمد په ۴۲۶ هجري کی له منځه یووړ چی بیا سلطان ډیر ونازوئ ( د پښتنو اصلیت او د هغوی تاریخ : ۳۲۷ او ۳۲۸ مخونه ) .
ډاکټر ناظم د معتبرو آثارو په حواله وایی : هغه هندوان چی د سلطان تر مشرۍ او ځواکمنۍ لاندی وو ، له آرام ژونده برخمن وو او په غزنی کی د استوګني ځایونه ورکول سوي وو او همدا راز هغوی اجازه لرله چی خپل مذهبي مراسم په آزاده او ښکاره توګه اجرا کړی ( حیات و اوقاتِ سلطان محمود غزنوي ـ ۱۳۳ او ۱۵۳ مخونه ) .
هو ، دا هغه سلطان محمود غزنوي و چی په ویهند ، ملتان ، بهتنده ، تهانسیر ، متیوره ، قنوج ، ګوالیار ، کالنجر ، سومنات او نورو ځایونو کی یې هندو مندرونه ویجاړول خو افغاني هندوان یې نازول .
په هر صورت ، د غزنویانو ، غوریانو ، خلجیانو ، سوریانو ، مغولو او درانیانو د واکمنیو پر مهال د هند او افغانستان د خلکو تګ راتګ او میشتېدنو مسلسل دوام کړی دی . مسلمانان هلته ورغلي او هندوان دلته راغلي او میشته سوي دي. د زیاتو معتبرو آثارو له مخی ننني افغاني هندوان ( او سیکان ) هم د همدې بهیر یوه برخه ده چی له هنده دلته راکوچېدلی او اوسېدلی دي . دا شتون او بقا پرله پسې پایښت میندلی څو چی په نولسمه پیړۍ کی د هغوی نفوس تر پنځو لکو ( ۵۰۰۰۰۰ ) هم واوښت . مشهور انګریز څیړونکی او د نولسمی پیړۍ یو عیني شاهد ( مونټ سټیوراټ الفنسټن ) په ۱۸۳۹ کی داسی لیکی : « د هندوانو په خپل روایت ، دوی د هندوستان مهاجرین دي چی په افغانستان کی د ډیرو پخوا وختونو څخه میشت سوي دي او داسی ښکاری چی د دوی کیسه ښه بنسټ لری . په ځینو ځایونو کی هندي افسانې اوریدل کیږی ، خو هیڅ یوه یې ډیرو لرغونو مهالونو ته نه رسیږی . » ( د کابل سلطنت بیان : ۳۲۱ مخ ) .
د پیښور په سیمه کی « ګورکتی » چی هلته کاروانسرای جوړېدی ، د مغولي مؤسس واکمن ( بابر ) په زمانه کی د هندوانو د عبادت ځای و . دا لا څه ، د احمد شاه بابا او بیا د هغه د اولادې د واک پر مهال هم په کابل ، کندهار ، پیښور ، جلال آباد ، او نورو لویو ښارو کی هندوان ( او سیکان ) اوسېدل چی ټول هندي مهاجرین وو . مشهور انګریز لیکوال او سیاح ( جورج فوسټر ) چی د احمد شاه بابا تر مړینی یوولس کاله وروسته ( یعنی په ۱۷۸۳ کی ) یې د افغانستان څخه لیدنه وکړه او په ډیرو ولایتونو کی وګرځېد ، خپل د سترګو لیدلی حال داسی بیانوي : « په ښارونو کی زیاتره هندوان او د پنجاب مهومتیان ژوند کوی . په کندهار کی زیاتره ملتاني او راجپوتي هندي کورنۍ میشتې سوي دي . دوی د خپلی صنعتی او تجارتی پوهي په لرلو سره خپله سوداګري او شتمني پراخه کړې ده . د بخارا او سمرقند ترکمني تجاران او سوداګران په وار وار دغه بازار ته راځي او له دغه ځای څخه خپل هیواد ته په زیاته اندازه نیل لیږدوی . کندهار ته هر کال د پاسني هند له بیلا بیلو برخو څخه دغه ماده رارسیږی . د هغوی ( هندو ) سوداګرانو له خوا د زیاتو هټیو نیول ، چی په چلولواو لیږدولو کی یې هوسایی سته ، په کندهار کی د دوی د آزادۍ او مصؤنیت او خوندي توب شاهدي ورکوی ( درانی احمد شاه : ۴۷۳ مخ ) .
مشهور هندئ تاریخپوه ډاکټر ګندا سینګ لیکی چی : « شاه د مرهیټانو سره د خبرو اترو له پاره هندو وکیلان ( آنند رام او کولراج ) وګومارل . ده مشهور هندوان ، لکه (سوک جیوَن) د کشمیر د والی په حیث او (کابلي مل) د لاهور د والی په حیث وټاکل .
هندوانو او سیکانو دلته د تجارت او سوداګرۍ ( د بشپړ خپلواکۍ او مصؤنیت ) تر څنګ د خپلو مذهبی عباداتو په برخه کی پوره آزادي درلوده او د دوی په معابدو او ګوردوارو کی هیڅکله مداخله نه کېدله . ځینو هندوانو او سیکانو له پیړۍ راهیسی په افغانستان کی له کومی ویری او بد بینۍ پرته د افغانی ګاونډیانو سره ژوند کړی دی . د دې خبري ستر ثبوت دا دی ، چی په ۱۹۴۷ کال کی هغه وخت ، چی د پاکستان نوی ګاونډ دولت جوړ سو په هغه کی هندوان او سیکان د لیدل کېدو په صورت کی وژل کېدل او نارینه ، ښځی او کوچنیان په عامه توګه ووژل سول یا وربړېدل ، خو دا شان غیر انساني بڼه او پیښه هیڅکله په افغانستان کی و نه لیدل سوه » ( درانی احمد شاه : ۴۷۴ مخ ) .
دا چی پخپله یو هندئ مشهور تاریخپوه ( د یو سیک په حیث ) د افغاني هندوانو او سیکانو ژوند امن او ښېرازه بولی او د هغوی اجتماعی ، دینی ، اقتصادی او مدني حقوق له ډیری زمانې راهیسی ژغورلی ګڼي نو له دې ثابتیږی چی د افغاني هندوانو او سیکانو استوګنه له هره پلوه تأمین او تضمین وه . (نور بیا)

د دې برخي مأخذونه
۱ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، ( اووم چاپ ) ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .
۲ ـ افغانستان در پرتو تاریخ ؛ احمد علی کهزاد ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .
۳ ـ حیات افغانی ؛ محمد حیات خان ، ژباړونکي : محقق فرهاد ظریفی او محقق عبدالطیف یاد طالبی . سریزه ، تحشیه او تعلیقات : اکاډمیسین عبدالشکور رشاد ، ( دوهم چاپ ) ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۷ میلادی .
۴ ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کښی ؛ سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل ، یونیورسټی بُک ایجنسي ، ( شپږم چاپ ) ، پیښور ، ۲۰۰۶ .
۵ ـ حیات و اوقاتِ سلطان محمود غزنوی ؛ داکتر محمد ناظم ، مترجم : عبدالغفور امینی ، ( چاپ سوم ) ، انتشارات میوند ، پشاور ، ۱۳۸۱ شمسی .
۶ ـ د کابل سلطنت بیان ؛ مونټ سټیوارټ الفنسټن ، ژباړن : پوهاند محمد حسن کاکړ او نصرالله سوبمن ، ( دوهم چاپ ) دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۸ .
۷ ـ غزنه و غزنویان ؛ غلام جیلانی جلالی ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .
۸ ـ د افغانستان تاریخ ؛ احمد علی کهزاد ، ژباړن : اورنګ زیب ارشاد ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۲۰۱۰ .
۹ ـ درانی احمد شاه ، د اوسني افغانستان پلار ؛ ډاکټر ګندا سینګ ، ژباړن : د سرمحقق مرستیال نصرالله سوبمن منګل ، ( دوهم چاپ ) ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۱۳۸۸ لمریز .
۱۰ ـ تاریخ افغانستان بعد از اسلام ؛ عبدالحی حبیبی ( چاپ سوم ) ، انتشارات دنیای کتاب ، تهران ، ۱۳۶۷ شمسی .
۱۱ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۶ ( ۱۹۶۷ ) .
۱۲ ـ ویدي خلک ، د هغوی تاریخ او جغرافیه ؛ پروفیسور راجېش کوچهار ، نوی ډیلی ، ۱۹۹۹ .
۱۳ ـ د پښتنو اصلیت او د هغوی تاریخ ؛ روشن خان ، ژباړه : نرګس سیماب ، یونیورسټی بوک ایجنسي ، پیښور ، ۲۰۱۱ .
۱۳ ـ د افغانستان ګوښه کړای سوي هندوان ؛ ګارډین ورځپاڼه ، لندن ، د ۲۰۰۹ د اګسټ دوهمه .
۱۴ ـ هندویت په افغانستان کی ؛ ویکی پیډیا ویب پاڼه .
۱۵ ـ هندیان په افغانستان کی ؛ ویکی پیډیا ویب پاڼه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery