مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د حاجیانو د لېږد په بهیر کې ۸ میلیونه ډالره درغلي شوې

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
ولسي جرګه ادعا کوي چې سږ کال بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو د لېږد په پروسه د میلیونونو ډالرو درغلي شوې ده. ولسي جرګې د حاجیانو د لېږد په پروسه کې د شویو درغلو د سپیناوي په موخه پرون د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د اریانا افغان هوايي شرکت او ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې مشران استجوابیه غونډې ته ور بللي وو. سږ کال د افغان حاجیانو د لېږد قرارداد د اریانا افغان هوايي شرکت ته ورکړل شوی و چې دغه شرکت د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ الوتکې کرایه کړې وې. د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې مشر د جرګې غونډې ته وویل چې مخکې کلونه د افغان حاجیانو لېږد د کورنیو شرکتونو له خوا ترسره کېده، خو د سعودي حکومت سږ کال اعلان کړی و چې هغو الوتکو ته به په خپل هېواد کې د الوتنې اجازه ور نه کړي چې تر پنځوس کسانو لږه سورلۍ وړي او د استهلاک موده یې تر پنځه ویشت کلونو پورته وي. نوموړي زیاته کړه چې دغه موضوع له جمهوري ریاست سره شریکه کړای شوه او په دې اړه دوه انتخابه موجوده وو. لومړی انتخاب دا و چې د حاجیانو د لېږد پروسه باید نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي او که نه د دویم انتخاب له مخې له قوانینو سره سم دې د کورنیو شرکتونو له ظرفیتونو ګټه واخیستل شي. د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې مشر وویل، که څه هم د کورنیو شرکتونو مالیکنو د حج د پروسې تر پیل مخکې له ولسمشر سره په کتنه کې د یوه ګډ کنسرشیوم د جوړولو ژمنه کړې وه، خو ځینې شرکتونه دې کار ته حاضر نه شول. ده زیاته کړه، چې د وخت کموالي ته په پام سره د ۱۳۹۴ کال د غويي په ۳۱ مه د جمهوري ریاست د ۳۶۶ ګڼې حکم له مخې د ولسمشر د سلاکار داوود سطانزوی په مشرۍ د حاجیانو د لېږد کاري کمېټه رامنځته شوه، څو بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو د لېږد چارې تنظیم کړي. داوود سلطانزوی د جرګې پرونۍ غونډې ته وربلل شوی و، خو نوموړی حاضر نه شو. د هغه د معلوماتو له مخې د حاجیانو د لېږد کاري کمېټې یو ځل بیا کورنیو هوايي شرکتونو ته وخت ورکړ چې خپل نرخونه دغې کمېټې ته وسپاري. ده وویل چې په پایله کې درې کورني شرکتونه د (اریانا افغان هوايي شرکت، صافي هوايي شرکت او د کام ایر هوايي شرکت) خپل نرخونه کمېټې ته وسپارل چې په دې ډله کې تر ټولو مناسب قیمت د اریانا افغان هوايي شرکت و، چې د في کس پر سر یې ۱۰۴۵ ډالره نرخ ټاکلی و. خو د ولسي جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې وویل چې د حاجیانو د لېږد کمېټې د حاجیانو د لېږد پروسې په هر ساعت الوتنه کې ۴۰۰۰ ډالره اختلاس کړی. د جرګې غړي نقیب الله فایق وویل چې د داوطلبۍ په پروسه کې یوه نایجیریايي شرکت د برېښنالیک له لارې وړاندیز کړی و چې د افغان حاجیانو د لېږد پر هر ساعت ۸۶۰۰ ډالر اخلي، خو دوی له یوه بل شرکت سره د في ساعت پر سر ۱۲۰۰۰ ډالره قرارداد کړی دی. هغه وویل چې په دغه قرارداد کې د هر ساعت پر سر ۴۰۰۰ ډالره وهل شوې دي. د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي هم د جرګې په پرونۍ غونډه کې وویل، د حاجیانو د لېږد په هر ساعت کې شاوخوا ۴۰۰۰ ډالره اختلاس شوی چې په دې توګه هره ورځ ۹۶ زره او په ټولو ۹۰ ورځو کې شاوخوا ۸ میلیونه او ۶۰۰ زره او ۴۰ زره ډالر وهل شوې دي. خو د اریانا افغان هوايي شرکت مشر د قایق د څرګندونو په ځواب کې وویل چې نایجیریايي شرکت د ده تر مقررۍ مخکې برېښنالیک لېږلی و او هغه الوتکه چې في ساعت یې ۱۲ زره ډالره اخیستل، هغه یوه الوتکه وه چې د بک آپ په توګه په په پام کې نیول شوې وه. خو فایق د هغه په ځواب کې وویل چې وروسته بک آپ هم ونه لیدل شوه او د اریانا افغان هوايي شرکت ورته خپل ځواب ورکړی و چې دوی احتیاطي الوتکې ته اړتیا نه لري. د حج او اوقافو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې له اریانا افغان هوايي شرکت سره تر قرارداد وروسته دوی پر خپلو نورو کارونو بوخت شول او له دې خبر نه دی چې په قرارداد کې وروسته څه شوي دي. د ولسي جرګې کمال ناصر اصولي وویل:«د اریانا افغان هوايي شرکت د رییس په خبرو کې ځینې باریکۍ وجود لري، له کومې کمپنۍ سره چې د ارګ یا کمېټې له خوا د قرارداد لارښوونه کېږي، په دې کې حتما شریکان شته او په دې ټول پوهېږي چې په في ساعت کې ۴۰۰۰ ډالره د اشخاصو جېبونو ته تللي دي.» د حج اوقافو د وزیر د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د مشر او د اریانا افغان هوايي شرکت د مشر هېڅ یو څرګندونې د قناعت وړ نه وې. ولسي جرګې د غونډې په پای کې پرېکړه وکړه چې د حاجیانو د لېږد کاري کمېټې مشر دې د جرګې یوې بلې غونډې ته را وبلل شي او که سپیناوی یې ونه کړ، نو وروسته دې موضوع له جمهوري ریاست سره هم شریکه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery