مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: د پښتانه د یوې سترې دسیسې ښکار دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
پخوانى ولسمشر حامد کرزى او د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، پښتانه د يوې لويې دسيسې ښکار دي چې د خلاصون لپاره يې بايد د خپلو مشرانو لار تعقيب کړي. هغوى دغه څرګندونې پرون په کابل کې د کوزې پښتونخوا د وتلي سياستوال او ملي مبارز محمدافضل خان لالا په ياد جوړه شوې غونډه کې وکړې. افضل خان لالا چې د پښتنو د حقونو لپاره يې مبارزه کوله او څو کاله يې د پاکستان په زندانونو کې هم تېر کړي، د خيبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکی و او د روان کال د لړم په لسمه د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شو. پخواني ولسمشر حامد کرزي د افضل خان لالا د مبارزې ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې هغه تل د پښتنو په سيمه کې د سولې د ټينګښت او عدم تشدد لپاره هلې ځلې کولې. هغه زياته کړه:« د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه د يوې لويې دسيسې ښکار شوي، نو دا کار درنه مبارزه غواړي، موږ د کرښې دواړو خواوو ته ځلانده ستوري لرو؛ نو اړينه ده چې د خپلو هغو مشرانو چې تل يې د سولې راوستو او عدم تشدد لپاره هلې ځلې کړې، لاره يې تعقيب او اهداف يې پلي کړو.» کرزی وايي، په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو ګډ دښمن هڅه کوي چې د پښتنو فرهنګ، وياړونه او تاريخ له منځه يوسي تر څو د تل لپاره بې تعليمه پاتې شي. هغه وويل:« پښتانه ټول يو ولس دی، زموږ غم او ښادي سره يو دي، هېڅوک يې هم نه شي بېلولای که څه هم د ډېرو دسيسو او دردونو ښکار شوي هم دي.» په پرونۍ ناسته کې د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د افغانستان له مشرانو مننه وکړه چې د افضل خان لالا د فاتحې مراسم يې ترسره کړل او غمرازي يې وکړه. هغه زياته يې کړه:« زه له ټولو افغانانو مننه کوم چې يو ځل بيا يې دا څرګنده کړه چې زموږ ټولو غم او خوشالي سره شريک دي او پياوړې د وينې او خاروې رشته لرو.» هغه زياته کړه چې افضل خان لالا تل د پښتنو تر منځ د سولې د ټيڼګښت او عدم تشدد لپاره هڅې کولې او د دې مبارزې پر مهال يې کلونه په زندان کې تېر کړي دي. ولي خان وويل:« دا څرګنده خبره ده چې موږ پښتانه د جګړو او دسيسو ښکار شوي يو، زموږ مشرانو د خپل ولس او خلکو د حقونو د اعادې لپاره ډېر څه کړي، موږ بايد د هغو پر نقش قدم ولاړ شو او د هغوی سپېڅلي اهداف عملي کړو.» هغه زياته کړه، دا د ټولو پښتنو قومي فريضه ده چې په خپله خاوره کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي او نړۍ ته دا ثابته کړي چې پښتانه تخريب کار او ترهګر نه، بلکې امن خوښوونکی ولس دی. ولي خان وايي:« موږ چې افغانان وايو دا په دې معنا چې هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی؛ نو په افغانستان کې تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو او نورو ټولو مېشتو قومونو د سولې لپاره کار کړى او دغه ارمان د ټينګښت لپاره يې سلګونه کسان شهيدان ورکړي دي.» د افضل خان لالا زوی سليم خان هم له افغان دولتي چارواکو او مشرانو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د ده د پلار فاتحې او د افغانانو د غمرازۍ پيغامونو دا ثابته کړه چې لا هم پښتانه يو موټی او يو ولس دی. هغه زياته کړه چې په ټوليز ډول پښتانه امن خوښوونکی ولس دى او ځينې عارضي کړنې د پښتنو تر منځ بېلتون نه شي راوستلی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery