مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-30   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددولتی چارواکوځنې کړنې نه يوازي افغانان بلکي نړيوال خندوی!

ليکوال : حبيب الله غمخور
ملت مو غذا اوسواد نلري،زموږ ناخبره چارواکي ورته دغذايي رژيم لار ښود جوړوي . پوهېږم چې تردې نامه لاندي به هم پروژه جوړه سوې وي،کورنيو ماهرانو اوبهرنيوچالاکوبه هم ترېنه په خپله گټه استفاده کړې وي .ځکه خو داپروژه منظور اودادی دنړيوالو ډله ايزو رسنيو له لاري پداسي حال کي خپرېږي چې يوازي په يوه مياشت کي اروپاته تر ۱۹۰ زره زيات افغانان دلوږی اونورولاملو له مخې راورېدل اوهره ورځ يوازي سويډن ته تر ۲۵۰ زيات افغانان رارسېږي اروپايي هيوادونه استراليا ،کانادا ،امريکا اوټول عرب شيخ نشين خو پرخپل ځاي پرېږده ،دفراردا ډول لړۍ دافغانستان په تاريخ کي ساری نلري .ځکه خو دپاريس له نړيوالی ناستی داکتر اشرف غني ۍرمني ،ايټاليا اوسويډن ته راروان دي . ددې سره مې د۱۳۵۶ کال دجوزا دمياشتي يوخاطره راپياد سول . پدې مياشت کي زما يودوست عبدالسلام دنيمروز اوسيدونکی له سياسی زندان نه راخلاص سوی وو،په قندهارکي مي ديوبل دوست غلام حضرت په کورکي وليد. دنورو خبرو اوپوښتنو په څنگ کي ،کور به له مېلمه نه پوښتنه وکړه ، سلام جانه ښه سو اوس خوله دې لعنتی زندان نه راخلاص سوې ،اقتصادي حالت دي څنگه دي ؟ له زندان نه راخلاص سوی عبدل اسلام په خندا ورته وويل : زه اقتصاد نلرم اوته یې دحالت پوښتنه کوي؟ اوس هم زموږ دولس اوه ميلونه وگړی غذانه پېژني خوزموږ دروغتيا ورازرت دخپلي ناخبري له امله ديوې اډيالي اوپر مختللی ټولنې نه داقتباس په توگه دويته دغذايي رژيم ملي لارښود جوړوي . پوښتنه داده ؟ ايا نورکارونه خو خلاص سول ؟ هرڅه گل اوگلزاردی چي وار دغذايي رژيم لارښود جوړولوته ورسېد؟ زه پدې باوريم که نړيوال داخبر واوری پرټول ملت اوپه سرکي ناخبره دولتی چارواکو به یې له خندا پښتورگي خوږېږي . کله چې په ليکنه مصروف وم کوروداني مي رانه پوښتنه وکړه ،څه لولې ؟ما ورته وويل دازادي راډيو په ويب پاڼه کي خبر نشرسوی چې .(( د افغانانو لپاره د غذايي رژیم ملي لارښود جوړ شو)) هغه چې دعالی تحصيلاتو څښتنه ده اودهيواد په سياسي مساېلو تريوه بريده پوهېږي په کټ کټ خندا سول اودپخلنځئ پرخوا ولاړه له ځان سره یې دا خبره ضمظمه کړه : ((دا څه رشخند دی ؟موږ دلوږی مرو، دوي زموترسرلاندي کيکاو دکيل خوړلولارښود لټوي )) اوس غواړم ددوي په وينا د افغانانو لپاره د غذايي رژیم ملي لارښود باندي يوه لنډه تبصره کوم. دوي وايي : د افغانانو د غذایي رژیم ملي لارښود په داسې حال کې چمتو شوی دی چې تغذیوي ستونزو په دغه هېواد کې د مړینې کچه لوړه کړې او خلکو ته یې ګڼې روغتیایي ستونزې رامنځ ته کړي دي.د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې خوارځواکي په افغانستان کې د ناسم خوراکي سیسټم یو له ناوړو نتیجوڅخه ده چې په دغه هېوادکې شاوخوا لس فیصده ماشومان ورباندې اخته دي. دابېچاره چارواکي اوښاغلی وزير صاحب پدې ندی خبر چې زموږ ولس دخوراکي توکودنه شتون له امله مجورېږي چې کله ،کله ،ياغی واښه دځان اوخپلې کورنې دغړولپاره په اوبوکي جوش کړي اودپانگوالو په گډوله کي غورځول سوې ډوډۍ له همباروراټوله اوله دغو وښوسره وخوری . متاسفانه دبهرنيو زبر ځواکو دشتون اوپه افغانستان کي د۱۴ کلونو دعدالت ،ښيرازي اوعالی ژوند ډهل وهلو له امله هيڅو ځانته دا جرات نه ورکوي چې پدې هيوادکي اوه ميليونه افغانانو په هکله څه ووايي چې داڅولسيزي دخوړو څه نلري چې دروغتيا وزارت یې پرمخ ورته غذايي رژيم جوړ کړي ،نويوولس چې غذاونلري تاسو ورته له کومه غذايي رژيم جوړوی ؟؟؟ د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز دنومبر پر ۲۹ د غذایي رژیم د ملي لارښود په پرانیست غونډه کې وویل چې دا ملي لارښودد افغانانو امکاناتو اواړتیاوو ته په کتوچمتو شوی دی. کله چې يو څوک امکانات ونلری نو پدې نشتو امکاناتوکي اړتيا له کومه کيږي ؟ وزير صاحب زموږ ولس اړتيالري اوته دامکاناتو سندره وايي . اوس نو تاسو قضاوت وکړئ ،چې وزير صاحب ددې ملک له نه خبردۍ اوکه بې خبره يار یې له کومه راوستلی اوپرسر یې دوزارت طوطی ورکښېنستلی دی ؟ وايي : دظاهر خان په پاچاهی کي کارگرانو مظاهره وکړه اوپه مظاهره کي یې ويل چې زموږ تنخواد ډډوډۍ لپاره کفايت نه کوی ،نوځېگه یې وهل چې موږ ډوډۍ نلرو .دلاريون کوونکو داچغې دارگ تر حريم پوري رسېدې ،دغه وخت دظاهرخان يو واړه زوي ،له خپلې مور نه پوښتنه وکړه (( مادر،بيرون چه چيغ است ؟ مادرش گفت مردم نان ميخواهد،طفل گفت مادر که نان ندارد کيک بخورد.)) ددې ناخبرې اداري دروغتيا وزير اوبې اندازې زيات چارواکي زموږ دولس په اقتصادي ستونزو اصلأ خبر ندي ،دوي هم دظاهر شاه دزوي دخبری په بڼه خپل کارونه مخ ته بيايي ،داښاغلی وايي : ((دا لارښود د ساینس او علم پر اساس جوړ شوی دی. د سیمې د هېوادونو تجربې په کې په نظر کې نیول شوي دي او د افغانانو اړتیاوې او د هغوی مادي او معنوي امکانات په کې په نظر کې نیول شوي دي.)) پوښتنه داده ، وزير صاحب ! يو ولس چې غوڅ اکثريت یې نه مادي اونه معنوی امکانات لري ، دهغوي لپاره موکوم غذارژيم په نظر کي نيول.ی دي ؟؟؟ ترټولوجالبه خو داده چې زماپر دې تبصره باندي، زموږ دتپل سوی ادارې ،تپل سوی چارواکي او له ملت ،ملی ستونز اوشرايطونه ناخبره پیه خپلو څرگندو نودتائيد مهر لگوي دروغتيا وزير صاحب ښاغلی فېروز وايي : د زړه ناروغۍ؛ دیابت یا شکر، چاغښت، د وینې فشار او داسي نورې ستونزې د ناسم او غیر متوازن خوراکي رژیم له نتیجو څخه دي. په پښتوکي يومتل دی وايي : (( يودوينو له زياتېدو (فشار) اوبل دوينو دکمښت (کم خونۍ) له امله ژوند دلاسه ورکوي )) اکثريت له لوږي مری اودگوتوپه شمېر لکه محترم وزير صاحب دډيروخوړودخوړونه . ترټولو جالبه خوالاداچې دا ښاغلی وايي : د غذایي رژیم دغه ملي لارښود د افغانستان د عامې روغتیا؛ کرنې او اوبو لګولو، ښونې او روزنې وزارتونو له خوا د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د سازمان په مالي مرسته چمتو شوی دی. داپدې معنا چې په رښتياسره او ددې سند له مخې له ملت نه ليري اوبېگانه چارواکي اودولتی اداره لرو . ښاغلی فېروز وايي : په دغه لارښود کې دا راغلي چې افغانان باید په خپلو ورځنیو خوراکي موادو کې کوم خواړه او په کومه اندازه وخوري.د تغذیوي لارښود له مخې چې د افغانانو په ورځینو خوراکي موادو کې پروټین لرونکي خواړو؛ سبزیجاتو، مېوې، غله دانې، لبنیاتو او داسې نورو ګټورو موادو ته باید ځای ورکړل شي. زه په تکرار داخبره کوم چې ښاغلو! تاسو يوځل دولس لپاره خوراکي توکي داوسېدو ځاي ،امنيت ،انسان ته ددرناوي شرايط ،کار اوروغتيايي مرستو زمينه برابره کړي بيا دادجنت خبری ورته وکړی . دافسوس ځاي خو دادی چې زموږ افغان ولس په اورکي سوځې ، دوي لکه داعش دجنت خبري ورته کوي . ماورته وړاندي اشاره وکړه،چې ددې پروگرام دطرحي لپاره په پروژه کي به کورنيو اوبهرنو چالاکو گټې ترلاسه کړوي ،دادی اوس زما ددي گوتنيوني دثبات لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دخوراک او کرنې د سازمان مسوول "تومیو شیچیري" خبري چې وویلي یې دي ،د غذایي رژیم د لارښود په عملي کېدو سره به په افغانستان کې خوارځواکي او لوږه را کمه شي . زموږ دهيواد په شرايطوکي داه کاملأ منطقي نده ،دا ښاغلی دامريکا او پرمختللو هيوادنو دعالی ژوند دخاوندانودژوند او کورنيو دحالت زېږ نده بيان کوي وايي :((زه په دې باور یم چې د غذایي رژیم ملي لارښود له عملي کېدو او ویشل کېدو سره به د افغانان تر منځ د تغذیې په برخه کې روزنه او روغتیا وده وکړي. دا به په افغانستان کې خوارځواکي او لوږه را کمه کړي .)) ازادي راډيو08.09.1394 ددې غولونکی له حقيقت نه ليري پروگرم په اړوند نور وقضاوت خپل زورېدلی او ربړېدلی ولس ته سپارم . هغوته چي دوي دقلم او پوهی خاوندان دي، خوکورنۍ او گاونډيان یې دشپې ډوډۍ څه دخوراک کوم شی نلري ،هغوته چې ځانونه دافغان ولس ملي چوپړ ته ژمن بولي ،هغو سياسي گوندونواوټولينزو سازمانونو اوتنظيمونوته چې انستانيت اوملی بسيا ينې ته ځان ژمن بولی ،هغودقلم او انسانی احساس څښتنوته چي قلم يوازي دانسان او انستانيت لپاره کاروی ،زموږ د وږی تږ ي مور اوماشوم په غم دردمنوخواخوږو اودهغوي اړوندانوته پرېږدم . زه نه پوهېږم ! ولی دا مغروره چارواکي دا هيروی چې په هيوادکي امنيت نسته ،دولت پر ټول هيواد حاکميت نلري . څه موده پخوا دولت ته زموږ ولس دوه سری اوس ورته درې سری حاکميت وايي . دا پدې معنا چې دملت لپاره دولت درک نه لري ملک اقلتوايفي په مډرنه بڼه زموږ پر هيواد حاکمه ده ؛خودملت پر سر دولتی حاکميت دچارواکو لخواپر مقامونو جگړه په درز روانه ده ،ځکه هلته دپيسو اوملی شتمنی د چورچينې دي . خداي دپار ه ! موږ یې دسرپه سترگه گوروچې هره اونۍ يوپه بل پسې په ولسوالیو کي دولتی حاکميت دلاسه ورکوو، ،په لويو او وړو شاږوکي ځان مرگی برېدونه دلويوښاروترمنڅ دلويو لارودامنيت نه شتون ،دمور اوماشوم په انسانی حق په رنا ورځ تيری ،ځان وژني اوځان سوچوونې ،په سلگونو نوري ټولنيزی دردونکی ناخوا لي اوددي ترڅنگ دروغتون اوکلينيک ترمنځ دولس له جيب نه بې اندازي ليري واټن .رشوت ،خيانت ،ظلم ،استبداد،اوبې کچي دولتی ناخوالی چې دادولت یې پر سینه غورځولی اوله ولس نه يې ليری کېدل زموږ دهيواد دسياسی ژوند ورځنۍ تکرار پروسه ده . نوداپه خپل منځ کي دمقام او چوکی په زورآزموينه کي اخته دولتی چارواکي څنگه کولاي سي دا ډول دجنت وعدې اوپروژې ((د افغانانو لپاره د غذايي رژیم ملي لارښود ))خلکوته وړاندي کړي ؟؟؟ اوخلک به ستاسو ددې بابولالو له اورېدونه وروسته څنگه پردې له ملت نه ليري چارواکو اعتماد اوباور وکړي ؟؟؟ السلام على من اتبع الهدى
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery