مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هېواد کې د بېوزلۍ کچه څلور سلنه لوړه شوې

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د مرکزي احصايې اداره وايي چې د هېواد څه باندې ٣٩ سلنه اوسېدونکي له بېوزلۍ سره مخ دي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا څلور سلنه زياتوالى څرګندوي. په اقتصادي، ټولنيزې او ديموګرافي سروې کې چې د دې ادارې له خوا د ٢٠١٤ زېږديز کال په لومړۍ يوه مياشت کې په ٣٤ ولايتونو کې چمتو شوې، په ترڅ کې يې د ځوانانو، ښځو او نارينه وو په ګډون د بېلابېلو اقشارو له څه باندې ١٥٠زره کسانو سره مرکې شوې دي. دا سروې چې پرون د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خپره شوه، له پوښتل شوو د ژوند وضعيت، د ليک لوست کچې، اقتصادي وضعيت، بوختيا، د فعاليت څانګې، د وظيفوي ستونزو، استوګنې او نورو برخو کې پوښتنې شوې دي. د مرکزي احصايي سرپرست شېر محمدجامي زاده وويل، د افغانستان د ژوند له وضعيت څخه د دې ادارې د سروې موندنې څرګندوي چې د بېوزلۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده. هغه زياته کړه چې د نوې سروې له مخې، د بېوزلۍ کچه له ٣٦ سلنې نه ۳۹،۱ سلنې ته لوړه شوې ده. د دې سروې پر بنسټ، وزګارتيا او کم کاري هم ٣٩ سلنه ښودل شوې. د دې تر څنګ سروې څرګندوي چې د روغتيا او ليک لوست په برخه کې د پام وړ ښه والى راغلى، خو د مرکزي احصايې ادارې يې سلنه نه ده ښودلې. جامي پر خلکو د سروې اغېزې مهمې وبللې او ويې ويل چې دا سروې به له حکومت سره په اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د پېژندنې او معلوماتو په اړه مرسته وکړي. هغه زياته کړه چې حکومت د هېواد د پراختيا او پرمختيا لپاره کره احصايې ته اړ دی، که چېرې کره شمېرې موجودې وي، د پروګرامونو د پلي کېدو او پروژو په برخه کې کومه ستونزه نه رامنځته کېږي. له ١٣٥٨لمريز کال نه تر اوسه د نا امنۍ او نورو ستونزو په سبب د هېواد د وګړو کره احصايه نه ده اخيستل شوې، خو د احصايي مرکزي ادارې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د احصائيوى کالنۍ په خپرولو سره د هېواد د وګړو شمېر ٢٨.١ ميليون اټکل کړى دى. دا اداره وايي، په ټوله نړۍ کې معمول ده، کله چې يوه سروې د ستونزو په سبب ترسره کېدلى نه شي، بيا يې سنجوي او پر بنسټ يې داسې يوه شمېره ترلاسه کېږي چې اصلي سروې ته ٩٥ سلنه نږدې وي. په دې ناسته کې د سمنګان ولايت د ټولې سروې په اړه هم خبر ورکړل شو. د سمنګانو والي والي محد هاشم زارع په دې ناسته کې وويل چې د سروې مقدماتي پايلې څرګندوي چې د سمنګانو د نفوس له ډلې څه باندې ٤٩ سلنه وګړي نارينه او ٥٠ سلنه يې ښځې جوړوي. هغه زياته کړه چې د دغه ولايت د وګړو زيات شمېر له ١٥ تر ٢٤ کلونو پورې کسان دي، ياني د دغه ولايت د وګړو زياته برخه ځوانان دي. زارع د ليک لوست په اړه وويل چې په ١٥ کلنو او له هغو نه د لوړ عمر لرونکو کې د ليک لوست کچه څه باندې ٢٨ سلنې ته رسېږي. هغه زياته کړه:« سمنګان د څښاک اوبو، کرنې اوبو، پاخه سړک او نورو پراختيايي پروژو له کمښت سره مخ دي او له نورو ولايتونو سره نه شي پرتله کېدلى، موږ له حکومت غواړو چې په دې برخو کې کلکه پاملرنه وکړي.» لومړۍ اقتصادي، ټولنيزه او ديموګرافيکي سروې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په باميانو ولايت کې د احصايې د مرکزې ادارې له خوا پيل شوه او نورو ولايتونو ته د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په تخنيکي مرسته وغځېده. د مرکزې احصايې اداره وايي چې دا سروې په کابل، پروان، کاپيسا، غور او دايکنډي کې هم بشپړه شوې او اوسمهال په بلخ ولايت کې دوام لري. دا سروې د وګړود ځانګړتياوو، ليک لوست، د زده کړو کچې، کډوالۍ، استخدام، وظيفيوي ستونزې، د زېږون ثبت، مړينې، د مور او پلار د ژوند وضعيت او د استوګنې د مشخصاتو څخه جوړه شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery